د مخابراتو او انرژۍ وزيران له دندو ګوښه سوي دي
Aziz Rahman Hazim
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او د اوبو او انرژۍ وزیران له خپلو دندو ګوښه سوي دي .
د راپورونو له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاده ګل اریوبي او همداراز د اوبو او انرژۍ وزیر له خپلو دندو ګوښه سوي دي او پر خای یې نوي وزیران ټاکل سوي دي .
د معلوماتو له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ لپاره فهیم هاشمي د نوي وزیر په توګه او همدارنګه د محمد ګل خُلمي پر ځای ډاکټر شاران ټاکل سوي دي، چي ډېر ژر به د باور رایو د اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي سي .
د دغه وزیرانو د لرې کيدو د لامل په اړه څه نه دي ویل سوي .