کور / راپور / طالبانو د افغانستان په شمال کي د داعش جنګياليو شتون بې اساسه ګڼلی دی

طالبانو د افغانستان په شمال کي د داعش جنګياليو شتون بې اساسه ګڼلی دی

طالبانو د روسيې د يوه چارواکي هغه ادعا رد کړې ده ، چي ګڼي د افغانستان په شمال کي ۵۰۰۰ داعش وسلوال ځای پر ځای سوي دي.

طالبان وايي، چي د افغانستان په شمال کي د داعش جنګياليو شتون بې اساسه خبره ده او هلته داعش وسلوال شتون نه لري.

طالبانو په يوې تازه خبرپاڼه کي ويلي، چي  په شمال کي ئې تېر کال د داعش پرضد عمليات وکړل او اوس هلته په دې نامه کومه وسلواله ډله شتون نه لري.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي افغان دولت د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کي د اربکيانو په نوم د داعش وسلوالو لپاره زمینه مساعده کړې ده او په همدې نامه ئې پوستې ور سپارلي دي.

روسيه وايي، چي داعش وسلوالي ډلي د افغانستان په شمالي کي شاوخوا ۵۰۰۰ جنګيالي ځای پر ځای کړي دي او غواړي چي سيمه د نا امنۍ خواته ټېل وهي.

د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې مشر الکساندر بورتنيکوف وايي، چي داعش د افغانستان په شمال کي خپل  هغه جنګيالي ځای پر ځای کړي دي، چي وړاندي په سوريه کي د دغه وسلوالي ډلي په ليکو کي جنګېدل.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په تاجکستان کي وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د بورتنیکوف له خولې لیکلي”د داعش د خراسان څانګې دغو سیمو ته شاوخوا ۵۰۰۰ سره جنګیالي استولي. په دغو جنګیالیو کي یې ډېری  په سوریه کي د داعش په لیکو کې جنګېدلي.”

 نوموړی وايي دا جنګیالي د نشه يي توکو او انسانانو په ناقانونه قاچاق کي هم دخیل دي.

افغان چارواکو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندی ئې د جوزجان په ولايت کي ددغي ډلي پر ضد عمليات وکړل، چي تقريبا ټول جنګيالي ئې افغان ځواکونو ته تسليم سول.