کور / #PTM / د پي ټي ايم پر کاروان پاکستاني ترهګر پوځ بريد کړی دی

د پي ټي ايم پر کاروان پاکستاني ترهګر پوځ بريد کړی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ نن شمالي وزيرستان ته پر لاره وه، چي د پوځ لخوا ورباندي ډزي وسوې او ګڼ کسان  ئې ژوبل کړل.

محسن داوړ وايي، چي هغه د علي وزير او ګڼو ملګرو ترڅنګ په کاروان کې روان وو،  کله د خړ کمر د پوځي چک پوسټ څخه  اوښتل ډزي  ورباندي وسوې چي  د ۲۵ څخه تر ۳۰ پوري ملګري  ئې ژوبل سوي دي.

نوموړی وايي، هغه په خپله پر لاس په ډز لګېدلی خو د هغه زخم معمولي دی، هغه وویل پوځيانو په چيک پوسته علي وزير نیولی دی.

بل خوا د پي ټي ايم يوې مخکښي ثنا اعجاز پر ټويټر پاڼه ليکلي دي، چي د پاکستاني رياست د ادارو لخوا ډزي رواني دي او د محسن داوړ په ګډون ګڼ کسان ژوبل سوي دي، علي وزير او ګل عالم د خپلو ملګرو سره پاکستاني پوځ نيولي دي.

محسن داوړ او علي وزير سره د وزيري جرګې د مشر ګل عالم وزير په کاروان کي خړ کمر علاقې ته احتجاجي ناستې ته روان وو.

د خړ کمر سيمي خلګو د وروستيو نا امنيو پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستاني رياست لخوا د روانو ظلمونو پرضد راپورته سوي دي.