د اسټراليا دکارګر ګوند واکمن سو
د اسټراليا برحاله صدر اعظم جان هاوړد د ليبرال ګوند مشر د نن ورځي د ټولټاکنو په بهير کې خپلي ماتي منلې او پتېيلې يې ده چې د قدرت واګي ددې هيواد د کارګر ګوند مشر کوين راډ ته پرېږدي . دکارګر ګوند مشر کوين راډ د نن ورځي په ټاکنو کې غوڅ بری تر لاسه کړی او ددې هيواد دراتلونکی صدراعظم په حيث و ټاکل سو .
جان هاوړډ اعلان وکړ چې د ښاغلي راډ سره يې اړيکه نيولې او هغه ته يې د اسټرلیا
د کارګر ګوند ددغه بري مبارکي ويلې ده .
غــــزل »