کور / سياسي / د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار (دکتور فاروق أعظم)

د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار (دکتور فاروق أعظم)


دوکتور فاروق اعظم
(دافغانستان دمطالعاتو دمرکز مشر او دلندن په پوهنتون کي داوبو دکشالو دڅيړونکي ډلي غړی)

اګست 2008 لــنــدن
سريزه


د افغانستان امنيتي وضع
ملي فوج او ملي پوليس
د دولت مشروعيت
ددولت په لوړه سطحه کي رشوت او اداري فساد
په افغانستان کي دمخدره موادو توليد او تجارت
په افغانستان کي د بهرنيو مرستو مؤثريت
د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالي
ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کي افغانانو ته ګټور دي؟           
دامريکا نوي جمهور رئيس بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟
دافغانستان دجمهوري رياست لپاره به څوک مناسب وي؟
د رواني فاجعي څخه خلاصی (د افغانستان دکړکيچ د حل لار)
 بـــديــل A l t e r n a t i v e


بسم الله الرحـمن الرحيم


إن الله لا يغير مابقوم حتی يغيروا ما بأنفسهم (صدق الله العظيم)


والتکن منکم أمة يدعون الی الخير يأمرون بالمعروف وينهون عن المنکر (صدق الله العظيم)



ما امريکا ته په رسمي دعوت د 20 مئ څخه تر 9 جون 2008 سفر وکړ. په واشنګتن او نيويارک کي مي مختلف امريکائي مقامامات وليدل. په واشنګتن، ويرجينيا، لاس انجلس، سانفرانسسکو، شيکاګو، ميشيګن او نيويارک کي مي تر زر ډيرو افغانانو سره خبري وکړي. هغوي ټولو زما څخه د افغانستان دبحران او ددغه کړکېچ دحل په باب پوښتني وکړې. افغانانو غوښتل پوه سي ما د افغانستان په باب امريکايانو ته څه ويلي دي. ما افغانانو ته خپل د مذاکراتو تر هغه ځايه چي لازمه وه لنډ معلومات وړاندي او سؤالونو ته مي ئي جوابونه ورکړل چي مختصر راپور يي تاسو ته دلته وړاندي کوم. 


خو لومړی زه د هغوي ټولو (افغانانو او امريکايانو) له ميلمهپالني ډيره مننه کوم کومو چي زما د سفر په وختکي زما سره ځانونه زهير کړيدي. ددي لنډ راپور د وړاندي کولو موخه داده چي وطنوال پوه سي چي ما امريکايانو ته چي اوس يي افغانستان په لاس کي دي زموږ د ګران وطن اوضاع څنګه تشريح کړيده؟ ما هغوي ته يوازي دافغانستان په ارتباط پېښ مشکلات ندي ويلي او يوازي مي انتقادونه ندي کړي بلکه د حل يوه داسي لار مي هم ورښوولېده چي که عملي سي د ټولو په خير ده.


که دلته ديو سؤال جواب ډير اوږد درته معلوم سو د هغه علت دادي چي ما ددغه جواب يوه برخه په يوه مجلس کي ويلي ده او نوري برخي يې په نورو مجلسوکي. دلته مي د کار د اسانی لپاره دعين يا مشابه سؤال ټول جوابونه چي په مختلفو مجالسو کي مي ورکړي يا تشريح کړيدي تر يوه جواب لاندي راوستيدي. پدې جوابونوکي داسي نکات سته چي زما ندي او ما له نورو اقتباس کړي او دخپل استدلال دتقويې لپاره مي راوړيدي.  ځيني معلومات مي وروسته ددې کتاب د ليکلو په وختکي ورزيات کړيدي.


ددې ليکني اصلي هدف دادی چي هرڅوک وافغانستان ته ورپېښ مشکلات تشريح او څيړي خو دحل لار يې نلري او يائې نه وائي. دلته ما دمشکلاتو ترتشريح او دمرض ترتشخيص وروسته دحل لار او دواء هم وړاندي کړېده چي کيدای سي پرهغه غور وسي، اصلاح سي او بيا دکار خلک پـيدا او پر ولاړ سي. کار بايد له يوځايه پـيل سي او ما لدغه ځايه پـيل کړ. دعاء کوم چي الله پاک عزوجل زما دا وړوکی تلاښ پخپل دربار کي قبول او هغو کسانو ته چي د افغانستان لپاره په سياسي حل پسې ګرځي دا نسخه او فارمول ګټور او دمخلصو افغانانو د راټولېدو لپاره يو منبر او پلتفورم وګرځوي. امين وماذلک علی الله بعزيز.



لومړی سؤال چي هرچا کاوه هغه دا وو چي د افغانستان امنيتي وضع څنګه ګورئ؟


جواب: تر شپـږ کاله ډير وسوه چي نړيواله ټولنه ونه توانيده چي د افغانانو د باور او ملاتړه ډاډمن افغان ملي فوج جوړ کړي او تر اوسه هم امريکايان او ناټو پخپل سر بېله دي چي پر افغان فوج اعتماد وکړي او حتي هغه خبر کړي د مخالفينو پخلاف نظامي عمليات او بمبارډ کوي. حتي د مخالفينو په باره کي دمعلوماتو په راټولولو کي هم پر افغان اردو او پوليسو اعتماد نکوي او خپل ځانته استخباراتي لاري لري. په دغسي عملياتو، بمباريو او نيونو کي اکثره عام ولس ته تاوان رسيدلي دي.  لارويان وژل سويدي، ودونه او جنازي بمبارډ سويدي، ښځي او ماشومان مړه سويدي، بېګناه خلک بنديان سويدي، زوريدليدي، مالي تاوانونه ور رسيدليدي، بيعزته سويدي او مهاجرت ته اړسويدي. دا ټول هغو کړنو ته ورته دي چي روسانو دخپل اشغال په وختکي د مجاهدينو د ځبلو په منظورکول. څرنګه چي هغه تاکتيک کار ورنکړ او ټول ملت يي د روسانو پخلاف راوپاراوه، د امريکايانو او ناټو اوسنۍ پاليسي به هم بريالۍ نسي. داځکه دا دخلکو د زړنو د لاسته راوړو لار نده بلکه مخالفين نور تقويه کوي.  دامنيت دخرابۍ يومهم عامل همدادی.


طالبانو ته د القاعده په سترګه او ټولو پښتنوته د طالبانو په نظر کتل د نړيوالي ټولني بله لويه غلطي او دامنيت دخرابۍ عامل دی. نه ټول طالبان القاعده دي او نه ټول پښتانه طالبان دي. د طالبانو او القاعده د اهداف او ستراتيجي ترمنځ ډېر توپير دي. طالبان د خپل هيواد لپاره جنګيـږي او د غرب سره خاصه دښمني نلري خو القاعده په عربي نړۍ کي د امريکايانو د کمبلي د ټوليدو لپاره متعهد دي او افغانستان دخپلو اهدافو دويشتلو لپاره ديو سنګر پډول استعمالوي. همداراز، ټول پښتانه طالبان بلل او د هغو په تور ټول پښتانه ټکول، ځورول او د هيواد له سياسي صحني ليري ساتل د نړيوالي ټولني بله لويه غلطي ده.  په يو هيواد کي حتمي نده چي ټول فوج، پوليس، ددولت مامورين او ولس دي دهغه هيواد دمشر د فکر او پاليسيو ملګري وي خو ځيني مجبوريتونه او شرايط وي چي خلک مجبوروي کار ورسره وکړي. کله د طالبانو حکومت په نومبر 2001 کي ړنګ سو دهغوی په زرو عسکر د هيواد په شمال کي ونوي اداري ته ځانونه هغه وخت تسليم کړل چي اطمنان ورکړه سو چي دوی به دطالبانو دخدمت په تور نه زورول کيـږي.  دوی غوښته چي د نوي حکومت سره کار وکړي او يا کم تر کمه پخپلو کوروکي ارام کښيني او خپل شخصي کاروبار ته مخه کړي خو د هغوی سره داسي معامله وسوه لکه هټلر چي د يهودو سره وکړه. په زرو ددوي د نړيوالي ټولني په مخ کي ونيول سول، بنديان سول، په قلعۀ جنګي کي مړه سول، په کانتينرونو کي سوري سوري سول او د ليلی په دښت کي لاس تړلي ژوندي ښخ سول. د امريکا دپخواني وزير دفاع (ډونالډ رمزفيلډ) زړه لايخ سوی نه وو او امر يې وکړ چي وئې سوځوئ. د هيواد په پاته برخوکي په زرو نور طالبان خپلو کليو ته لاړل چي عادي ژوند خپل کړي او هغو مثبتو تغييراتو ته هيله من وه چي غرب يي مسلسلې وعدي ورکولې. مګر دوي تعقيب سول، ونيول سول او د طالب او القاعده په نوم مړه سول. يو طالب قوماندان د غزني په شلګر ولسوالي کي د طالبانو د حکومت ترسقوط وروسته خپل کورته ولاړ چي عادي ژوند وکړي. امريکايانو هغه کلي بمبارډ او خلک يي پکښي مړه کړل. وروسته دانتقام لپاره ټول کلي ياغي سو او اوس شلګر په سيمه کي د طالبانو د ملا تير دی. يو استراليائي ژورنالست چي د بي بي سي لپاره يي کار کاوه يو فلم خپور کړ چي پکښي ښئي چي امريکائي عسکرو په ارزګان کي سپين ږيري بي عفته کړيدي. د کلي ځوانانو هوډ وکړ چي خپلي کډي پاکستان ته بيايي او له امريکايانو څخه د غچ اخيستو لپاره بيرته سيمي ته ستنيـږي. د طالبانو خارجه وزير (مولوي وکيل احمد متوکل) پخپله خوښه امريکايانو ته تسليم سو خو هغوي بندي کړ او ترڅو کاله بند او شکنجي وروسته اوس هم په کابل کي په کور کي تر نظارت لاندي دي. مولوي عبدالسلام ضعيف په پاکستان کي د طالبانو سفير وو. هغه يي د ټولو نړيوالو قوانينو او نورمونو پخلاف ونيوی، او پنځه کاله يي د کندهار، بګرام او ګوانتانامو په زندانونو کي بندي او شکنجه کړ.  ملا خاکسار (د طالبانو د رژيم د کورنيو چارو وزير) ځان امريکايانو ته تسليم کړ او د کابل د حکومت سره يي عملا همکاري پيل کړه خو مړ کړه سو.   پدي ډول امريکائي او ائتلافي قواوو قصدا او يا په ناپوهي کي طالبان او پښتانه کونج ته تخته کړل او بيله مقاومته بله لار يي ورته پرينښوول. دامنيت دخرابېدو لوی عامل دا هم دی.


همداراز، د هيواد دشمال څخه تقريبا دوه نيم لکه پښتانه د قومي تصفيي تر پروګرام لاندي چي فيلمونه يي موجود دي د طالب او القاعده په تور د نړيوالي ټولني په حضور کي مړه سول، بي حرمته سول، لوټ سول او د خپلو کورونو څخه وشړل سول. هيچا ددغو قتل عامونو (جنوسايډ) او دسته جمعي تعذيب (کوليکتيو ټورچر) مخ ونه نيو. سربېره پردي، بي بي سي او امريکا ږغ راديوګانو څو واره راپورونه خپاره کړيدي چي يو شمير اوزبک او تاجيک کورنی د سرحد له ها غاړي راوستل سوي او د شړل سوي پښتنو پر مځکو او جايدادونو باندي ميشته سويدي. تراوسه ددغو لکونو شړل سوي سرګردانه پښتنو پوښتنه چا ونکړه.  هغوي تقريبا دا اوه کاله کيـږي چي د کندهار د ژړۍ په سوزانه دښت، د پاکستان په چمن، د سرانان په کمپ او د کوئټي د ښار په شاوخوا کمپونو کي ددربدري ژوند تيروي. بين المللي ټولنه نه يوازي ددوي زار حالت ته توجه ونګړه بلکه هيڅ اراده نلري چي دوي خپلو کورونو ته بوزي. د شمال دغو شړل سوي او زورېدلو پښتنوته امريکايانو او نړيوالو بيله مقاوته بله څه لار پري ايـښـېده؟ اوس دشمال څخه دهمدغو شړل سوي کورنيو ځوانان په کندهار کي دطالبانو دملا تېر جوړوی.


په 1976 کي کله چي دداؤدخان په مقابل کي په کنر، پنجشير، لغمان او پکتيا کي يو شمير مسلمان ځوانانو (اخوانيانو) بغاوت وکړ. د سيمو خلکو دهغوي ډيری ونيول او دولت ته يي تسليم کړل او ځيني نور ورڅخه وتښتيدل. داځکه هغه وخت خلکو حکومت خپل باله او د هغو کسانو پخلاف ودرېدل چي دغه مشروع دولت يي ناکراره کاوه. هغه وخت د اسلام شعارونو دوي نسواي جذبولاي که څه هم اسلام افغانانو ته تر هرڅه ګران او عزيز دی.  داؤدخان پښتون وو پداسي حال کي چي ډيرو غيرپښتنو دغه باغي ځوانان ونيول. خو فقط دري کاله وروسته قوم په همهغو باغيانو پسي ولاړ کله چي په کابل کي د پردو يو ګوډاګي حکومت د شوروي په مرسته راغي. همداسی، په جنوري 2002 کي په کندهار کي يوه سړي پر يو بهرني عسکر حمله وکړه. خلکو په تش لاس هغه ونيو او دولت ته يي تسليم کړ.  خلکو ناري وهلي چي موږ سوله غواړو، نړيوالو ته دي موقع ورکول سي چي افغانستان اباد کړي. خو نن همهغه خلک مايوس سويدي او د کابل دحکومت او ناټو په مقابل کي دطالبانو حمايت کوي.  ښاغلي حامد کرزي په تيښته له همهغو خپلو خلکو پخپل پلرني ښار کي له مرګه ځان خلاص کړ.  ولس دحکومت سره دامنيت په ټينګولو کي مرسته نکوي.


نړيوالي ټولني افغانانو ته په بون کي يو داسي ضيق البنياده حکومت جوړ کړ چي ښائي د افغانستان په تاريخ کي يي ساری نه وي. موږ په تاريخ کي ډير خراب حکومتونه درلودليدي خو داسي خراب حکومت لکه په بون کي چي نړيوالو افغانانو ته جوړ کړ ندي تير سوي.  نړيوالو په حکومت کي مشهور زورواکان، د بشري حقوقو پايمالونکې چي بايد په نړيواله محکمه کي د بشرضد جناياتو په تور محکمه سويواي، د نشئي موادو قاچبران، غله او فاسد تکنوکراتان چي دکرزي خبره په نورو هيوادو کي يي د بيوسۍ شپی تيرولي راټول کړل. افغانستان ئي هغو قوماندانانو او سياسي دلالانو ته د مال غنيمت په ډول وويشی چاچي خارجيانو ته د هغوي د عسکرو پحيث خدمت کړي وو. امريکايانو پښتانه چي د هيواد اکثريت، سخت جنګي او ددي هيواد له پـيدايـښـته يي قدرت په لاس کي وو له قدرته محروم کړل.  امريکايانو ټول پښتانه طالبان او القاعده وګڼل او د تروريستانو پشان يي ورسره معامله وکړه او کوښښ يي وکړ چي د هيواد په سطح د پښتنو شمير کم وښئي او ورپسي يي سياسي رول ورکم کړي. روسانو هم د خپل اشغال په وختکي د پښتنو د ځبلو په منظور څو واره احصائيه اعلان او هر واري به يي پښتانه کم ښوول پداسي حال کي چي په ټول افغانستان او خصوصا د پښتنو په سيمو کي جنګ وو او د احصائيی د اخيستلو مجال نه وو.  د هغوي هدف دا وو چي پښتانه له اکثريته و لوي ګروپ ته راټيټ کړي او پدي ډول يي په فوج، پوليس، دولتي ادارو او سياسي مجال کي ونډه ور کمه کړي. بون کانفرانس په همدي مورد کي د روس پر پله روان سو او نن همدا کار ناټو کوي. دغه سبب دی چي ډېر پښتانه په کابل کي اوسنی نظام خپل نه بولي او دبرياليتوب لپاره ئې قربانۍ ته حاضر ندي.


د طالبانو تر سقوط وروسته په کابل کي ټول پښتانه دولتي مامورين تهديد او له کاره وايستل سول او ځاي يي په غيرپښتنو ډک سو. څو محدود پښتانه که چيري ليدل کيدل هغوی د استادسياف ترسيوري لاندي ناست وه او يا هغه کسان وه چي د جهاد په دوران کي يې جمعيت ته ډير زغستلي وه.  سره لدي چي اوس حالات څه بدل سويدي خو اوس هم د فوج افسران (دمعتبرو انګليسي او امريکائي منابعو په قول) 70٪ تاجيک دي او دملي امنيت په چاروکي خو د پښتنو سهم ډير کم دي. په ملکي ادارو کي همدا حال دي. څه تغييرات راغليدي، وزيران او ځيني عالي رتبه مامورين پښتانه مقرر سويدي خو اوس هم تعادل ته ډيره لار پاته ده. يو پارلماني راپور ښئي چي په 2007 کي د رئيس جمهور په شمول د هغه په دفتر کي يوازي 8 ٪ مامورين پښتانه وه.  دغه سبب دي چي دکابل په ښارکي چي په پښتني سيمه کي واقع او شاوخوا يي اکثره پښتانه دي څوک د رئيس جمهور او وزيرانو په شمول د پښتو ويلو جرائت نلري. داسي يوحالت خپله چي دهيواد اکثريت وګړي ځان بېګانه وبولي امن نسي تأمينولای.


لکه څرنګه چي د طالبانو پخلاف امريکايانو شمال ائتلاف د خپلو عسکرو په حيث استعمال کړ، داسي شمال ائتلاف هم امريکايان د طالبانو، حزب اسلامي او نورو مخالفينو د ټکولو په منظور استعمال کړل.  امريکايانو حکمتيار ته د شمال ائتلاف په وجه په بون کي دعوت ورنکړ سره لدي چي حکمتيار د رباني صدرأعظم او دطالبانو مخالف او ورسره جنګيدلي وو.  ايرانيانو هم موقع ورنکړه سره لدي چي هغه د طالبانو د حکومت په ټوله دوره کي په ايران کي دهغوی سره وو بلکه په عوض کي يي د بون کنفرانس ته دهغه زوم (همايون جرير پنجشيري) وباله او بل زوم ئې چي پښتون وو (غيرت بهير) وربندي کړ. ددې ټولوسره سره حکمتيار بياهم دوه کاله انتظار ويوست خو چا موقع ورنکړه پداسي حال کي چي د جهاد نور ټول مشران اوس په کابل کي ناست او په حکومت کي شريک دي. زما په فکر، حکمتيار ځان مجبور احساس کړ او دادي اوس په کنرونو کي د امريکايانو پخلاف جنګيـږي.  څرنګه چي امريکايانو ټول پښتانه طالبان ګڼل او اعتماد يي نه پر کاوه، تر ډيره وخته يي ترجمانان يوازي د شمال ائتلاف غيرپښتانه استخدامول. راپورونه وائي چي لدغو ترجمانانو څخه ځينو دامريکايانو او پښتنو ترمنځ داوبو دخړولو کوښښ کاوه او ځينو بيا دژبي دنه پوهېدو په وجه عام ولس ته ډير ضرر ورساوه؛ کلي بمبارډ او بېګناه خلک مړه، بنديان او وځورول سول تردي چي کرزي يي پر حال وژړل (2 مئ 2007) او وېويل چي زما څه په وس ندي پوره او امريکايان زما په خوله نکوي. دغسي دمورميرې سلوک او بدبينی پـيدا کول سوله او امنيت نسي راوستلای.


کرزي ته دجمهوري رياست په انتخاباتو کي اکثره پښتنو کوم چي اوس د ناټو تر اور لاندي دي رايه ورکړه. پارلماني انتخابات د امن په فضاء کي ترسره سول پدي هيله چي څه مثبت انکشاف به رامنځته سي خو هاسي ونسوه.  وخت ثابته کړه چي افغانانو ته نه منتخب جمهور رئيس او نه منتخب پارلمان څه ګټه ورسول. ملت پر حکومت باور بايلود نو ځکه کرزي خپل تسلط او کنترول د نړيوالو د بيدريغه ملاتړ سره سره په هيواد کي خپور او ټينګ نکړاي سواي او اوس يې د هيواد ډيره برخه له کنتروله بهر ده. د هيواد جنوبی، شرقی او غربی سيمي دناټو دقواؤ سره جنګونو نا ارامه کړيدي او په شمال کي خلک د زورواکانو زور، ناروا او ظلم ځوروي.


دموکراسي او د غرب زور او زر ټولو د افغانانو په ژوند کي څه مثبت بدلون رانوستلاي سواي بلکه برعکس د زورواکانو، د بشري حقوقو د پايمالونکو او مخدره موادو د قاچاقبرانو په لاس کي ابزار سول چي هيواد استقرار او امن ته نه پريـږدي.  



دوهم سؤال د ملي فوج او پوليس وو.


جواب: څرنګه چي د کابل حکومت له متضادو شخصيتونو، متضادو عقائدو او متضادو ګټو دخاوندانو څخه جوړ دې او ټول پر يوه ملي مفکوره او هدف ندي راټول همداسي ملي فوج او پولس يي هم پر همدغو پولو ويشلي دی او ملي هدف نلري. لکه څرنګه چي حکومت د ولس باور او ملاتړ نلري همداسي ملي فوج او پوليس د خلکو حمايت نلرې بلکه تر ډيره حده داقليت او د خارجيانو په خدمت کي دي. په 9 مئ 2008  يو نړيوال معتبر راپور وائي چي اوس هم د افغانستان فوج ملي تشخص نلري او 70٪ افسران يي ديو اقليت قوم دي. همدا سبب دي چي د يوي سيمي فوج په بله سيمه کي بريالی ندې او حتې ځائي فوج او پوليس همکاري نه ورسره کوي. که څه هم امريکايانو د فوج او جرمنيانو د پوليسو په تربيه او تجهيز کي کار کړيدي خو کومه خاصه نتيجه يي نده ورکړی.  په 2006 کي، په پښتني سيموکي د فوج 40 ٪ تښتيدلی وو او تيرکال دا رقم تر دغه هم ډير وو دا ځکه چي فوجيان فکر کوي چي په دغو سيمو کي ددولت سره همکاري کمه ده او ددوي تلفات ډېر دي. دغه عامل هم امنيت کمزوره کړيدی.


دکابل حکومت شکايت کوي چي فوج او پوليس تر اوسه نه سمه تربيه لري او نه وسايل. موږ دافغان فوج او پوليسو قوت او مؤٍثريت دامريکا ږغ راديو (18 جون 2008) لدغه راپورڅخه معلومولای سو چي وائي دامريکا په کانګرس کي دملي امنيت او بهرنيوچارو د کمېټې مشر (جان ټرني) د پنتاګون دراپور له مخي وويل چي په افغانستان کي دپوليسو 433 يونټه دي چي هيڅ يو ئې هم پوره عملياتوته تيار ندی؛  خو يوازي 3 يونټه ئې دخارجي فوج په حمايت عملياتو ته زړه ښه کولای سي.  د امريکا دبهرنيوچارو په وزارت کي دافغانستان دمخدراتو دکنترول مشر (تامس شوئچ) نيويارک ټايمز ته په 27 جولاي 2008 کي وويل چي پنتاګون او کابل باټي ولي چي باکفايته افغان اردو او ملي پوليس لري خو حقيقت داسي نه دی. ملي اردو دجنګ قابليت نلري او دخلاء دډکيدو لپاره پوليس جنګ ته لېږل کيـږي؛ هغوی هم دغه کارته تيار ندي.  کله چي واستول سي چي پريوه خطرناکه سيمه ددولت کنترول قائم کړي ډير تلفات ورکوي. په کابل کي د سږکال د ثور د اتمي د جشن په واقعه کي خلکو وليدل چي افغان فوج او پوليس څومره د ډاډ وړ دي.  خلکو وليدل چي عسکرو يو او بل ته ويل چي تښته او جنرالانو پر خپلو مډالونو لاسونه نيولي ځغستل او رئيس جمهور او وزيران يي خطر ته پرميدان پريښوول.


افغان فوج دا شکايت هم کوي چي ناټو دوي د جنګ لومړي کرښي ته بيائي او خپله شاته وي او پدي ډول يي د خپل سـپر په توګه استعمالوي.  که څه هم ماته په يوه ليک کي دانګليستان دنظامي قواؤ وزير دغه شکايت بيځايه بللی خو په هيلمند کي افغان عسکر اوس هم همدا ګيله لري. سربيره پردغه، فوج او پوليس د لږ معاش او هغه هم پر وخت د نه رسيدو څخه څو واره د راديو او تلويزيون له لاري شکايت کړيدی او وائي چي ځکه لوئي لاري نيسي، خلک او موتران شکوي. 
 



دريم سؤال د دولت د مشروعيت وو.


د مشروعيت سؤال يوه امريکائی مطرح کړ او ويويل چي په افغانستان کي د نړيوالو په مرسته د جمهوري رياست او پارلمان لپاره انتخابات وسول او اوس هغه هيواد يو منتخب رئيس جمهور او منتخب پارلمان لري مګر د تشويش ځاي دادي چي خلک ولي د خپلو منتخبو مشرانو ملاتړ نکوي؟ 


جواب:  افغانانو د منتخب او يا غير منتخبو مشرانو سره دلچسپي نه درلوده. دغه انتخابات په افغانستان کي نړيوالو قوتونو غوښتل چي خپل کښينولي رژيم ته مشروعيت ورکړي. افغانانو ته دا مهمه نه وه چي کرزی منتخب وو او که نه وو بلکه امنيت، سم حکومت او د هيواد بيا اباديده يي غوښته کوم چي نړيوالو مکرره وعده ورسره کړيوه.  ولس ويل ښه، موږ به انتخابات هم په ارامه فضاء کي وکړو خو تاسي به ايا هغه څه وکړی چي زموږ سره مو بيا بيا وعدې کړيدي؟  نتيجه داسوه چي انتخابات وسوه مګر د خلکو سره وعدي ترسره نسوی. خلکو بيرته له حکومته خپل اعتماد د عدم همکارۍ په شکل واخيست.


دمشروعيت په باره کي ما ورته وويل چي يو دولت هغه وخت مشروع دی چي پرهغه سيمه پوره کنترول ولري پر کومه چي د تسلط ادعاء کوي. د امريکا د ملي استخباراتو د اداري تازه راپور وائي چي د کابل حکومت يوازي د هيواد پر 30 ٪ کنترول لري. ناظرين دا عدد هم مبالغه ګڼي او وائي څرنګه چي امريکا د کابل د حکومت حامي ده نو دا راپور ئي د هغه په ګټه ليکلی دي. په حقيقت کي د حکومت کنترول تر دغه ډېر کم دي. دغسي کم او داغي تسلط ددولت مشروعيت ترجدي سؤال لاندي راولي.


ددې لپاره چي يو دولت خپل مشروعيت ته قانوني بڼه ورکړي پکار ده چي د خلکو اعتماد، احترام او د هيواد قوانينوته د هغوی اطاعت جلب کړي. په دولتي دستګاه کي د بشري حقوقو د پايمالونکو او قاچاقبرانو قوت، د زورواکانو قدرت او د رشوت او اداري فساد غوړيدنه، د افغان دولت ټولي هغه هلي ځلي چي ددغسي ملي اعتماد او درناوي لپاره يي کوي خنثي کړيدي. زورواکان او قاچاقبران نه يوازي په دولت کي لوئي رتبې او قوي لاسونه لري بلکه شخصي مليشي هم لري. هغوي د قانون د جوړېدو او دقانون دتطبيق کېدو په دواړو ارګانونو کي په قوت ناست دي او نه پرېږدي چي دولت امنيت تأمين کړي او د خلکو د ژوند ښه کولوته توجه وکړي. دغه نارسائي چي په نتيجه کي ئې خلک پر دولت اعتماد بايلي دافغانستان دولت د عدم مشروعيت د خطر سره مخ کړيدی. د افغانستان دولت دخپل مشروعيت او يا دموکراسي ادعا ترهغو نسي کولاي ترڅو هغه مشهور جنايتکاران چي په نړيواله محکمه کي بايد محکمه سويواي ازاد ګرځي، بريتونه تاووي او خلک تهديدوي.


يو دولت هغه وخت دمشروعيت ادعا کولاي سي چي د خلکو معنوي ارزشونو ته وفادار او د هغو د ساتلو او غوړولو لپاره کار وکړي. مشروعيت يوازي پدي لاسته نه راځي چي په دولت کي يو شمير ماهر او تکنوکرات کسان راټول سويوي بلکه خلک بايد پدي قانع سي چي دا کسان ددوي دارزشونو او غوښتنو درک لري او دهغو د تطبيق لپاره په اخلاص کار کوي. پرخارجيانو ډيره تکيه، د حکومت واګي ناروا، غلو، رشوتخورو، ظالمو او بېدينو ته په لاس ورکول د افغان دولت د مشروعيت معنوي اړخ سخت تخريب کړيدی. بدون شک يوغيرمشروع حکومت کولاي سي تريوڅه وخته د بهرنيانو په نظامي زور او مالي مرسته وچليـږي، پر ځينو سيمو کنترول ولري او يو لږوډير کار هم وکړي خو د خلکو درناوي او د هغو په نظر د حکومت کولو مستحق اوسيدل بيا بله خبره ده.


د مشروعيت بل مهم عنصر ددولت لخوا د خلکو د سر، مال او عزت ساتل او د هيواد دقوانينو تطبيقول دي. خلک بايد پدې معتقد وي چي يوازي دولت هغه مناسب قوت دی چي د حکومت کولو وړ او ددوي د اطاعت او همکارۍ په عوض کي ددوي سر و مال او ناموس ساتلاي سي. افغان موجوده دولت په هيڅ وجه ددې قابل ندي چي د خلکو امنيت وساتي او حتي ددولت په داخل کي پرزورواکانو قانون تطبيق کړي.


يو دولت دخپل مشروعيت د تـثـبـيت لپاره بايد د قوې د استعمال يوازنۍ مرجع وي. دولت نه يوازي بايد خلک قانع کړي چي که کوم تصميم نيسي هغه سم او دخلکو په ګټه دي.  همداراز، دولت بايد ثابته کړي چي دخپل هرتصميم دعملي کولو توان لري او خلک د قوانينو په اطاعت مجبورولای سي او که ضرورت پـېـښ سي پدي لار کي قوه استعمالوي.  افغان دولت د ارادې او د قوې د استعمال دغه انحصار نلري بلکه په هيواد کي ډير نور قوتونه سته چي پر خلکو مسلط دي او د خپلو غوښتنو د تعميل په لار کي د قوې د استعمال توان لري. دغه حالت ددولت مشروعيت ته لويه صدمه رسولېده.


داعتبار وړ يو حکومت دداسي همفکره خلکو مجموعه ده چي د خپل هيواد لپاره ګډ اهداف او مشترکه ستراتيجي لري. ددي لپاره چي خپل تصاميم عملي کړي يو حکومت په ادارو کي کار پوهه، صادق او ددولت اهدافوته وفادار کسان استخداموي.  په افغانستان کي داوسنی حکومت غړي ګډ اهداف او مشترکه ستراتيژي نلري بلکه د متضادو عقائدو او خاصو منافعو څښتنان ددنيا له هرځايه راوستل سويدي.  حکومت پوه او صادق کارکوونکي هم ډير کم لري. څرنګه چي افغان دولت معين اهداف نلري چي پرهغه ئې غړي راټول وي نو ځکه نامعلومو او متشتتو اهدافوته وفاداري بې مورده توقع ده.  دغه سبب دی چي هر وزارت په حقيقت کي د يو زورواک پوسته، د يو تنظيم اډه او د يو قوم مسافرخانه ده.  افغان دولت به ترهغو غير مؤثر او نامشروع وي ترڅو دا فاسد او نابکار عناصر په حکومت کي پر قدرت او دولت همداسي بېهدفه وي.  که څه هم په موجوده حکومت کي ځيني ښه عناصر هم سته خو د هغو شمير کم او حالاتوته مثبت بدلون نسي ورکولاي. تاسي وګوری چي د مخدره موادو دکښت، استعمال او قاچاق کار و مشهورو قاچاقبرانو ته سپارل سويدي. شخصي مليشو، د مخدره موادو له تجارته راولاړ اقتصادي توان، او دحکومت له مواقفو څخه سياسي استفاده، زورواکانوته په مجموع کي تردولت ډير قوت ورکړيدی. دغه قوت عام ولس او ددولت کوچني مامورين پخپل اطاعت مجبوروي او ددولت مشروعيت ته نه جبرانيدونکي صدمه رسوي. پدي ډول ددولت مشروعيت له دننه سخت تخريب کيـږي. د يو ولايت د والي له دفتره تصادفاُ اته ټـنه ترياک راوايستل سوه. که څه هم هغه ددې پرځاي چي مجازات سي ونازول سو خو هغه بيا هم ددغه تصادفي توهين په مقابل کي ناټو او حکومت ته پخپله سيمه کي لوي درد سر جوړ کړيدی او د دولت مشروعيت ته يي لويه ضربه ورکړيده.


يو دولت خپل مشروعيت هغه وخت په خلکو منلای سي چي د خلکو سره خپلی وعدي عملي او پرخپل ځان هغه قوانين اول پلي کړي کوم چي د خلکو څخه يي د تطبيق غوښتنه کوي. که ددولت متـنـفـذ غړي هغو قوانينو او مقرراتوته چي پخپله يي جوړ کړيدي درناوی ونکړي، که دوي ځانونه تر قوانينو لوړ وګڼي او څوک ئي د خيانت په جرم محکمي ته کش نکړای سي نو خلک به بدون شک دداسي دولت مشروعيت تر جدي سؤال لاندي راولي.  لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په وار وار پارلمان او ميډيا ته ويلي دي چي يوازي کمزوري کسان مـحکمه کيـږي او هغوي چي زور لري ازاد ګرځي بيله دي چي زه يي د نوم اخيستلو جراأت وکړم. ثابت وويل چي ماته هغه وخت ډير مشکلات پيښ سول کله چي مي افشاء کړه چي د بلخ والي (عطاء محمد نور) يو جنګسالار دی، شخصي مليشی لري، اساسي قانون ته احترام نلري او د رئيس جمهور امر نه مني.  لوي څارنوال دا هم وويل چي د بلخ والي دا هم ورته ويلي وه چي دده بي مخکنۍ موافقي به ددولت هيڅ يو مامور پخپل ولايت کي پرې نـږدي. عبدالجبار ثابت د هرات والي (حسين انوري) هم په ورته تورونو تورن کړ. دواړو واليانو لوي څارنوال د بلخ او هرات څخه منع کړ. رئيس جمهور هم دلوی څارنوال په قول دده حمايت ونکړ او پدي ډول دهغوي دغو اعمالو ددولت مشروعيت ته شديده صدمه ورسول.


مشهور جنګسالار او د افغانستان د فوج لوي درستيز (رشيد دوستم) څوک چي شخصي مليشي لري، د افغانستان په پارلمان کي د شبرغان نماينده (فيض الله زکی) ته هدايت کړي وو چي په ولسي جرګه کي کوم وزير ته رايه ورکړي.  وروسته معلومه سوه چي نوموړي د دوستم د هدايت پخلاف خپله رأيه استعمال کړيوه.  رشيد دوستم هغه په شبرغان کي د زرو خلکو په مخ کي ودراوه، راچپه ئي کړ او ترهغو ئي وواهه چي په وينو لژند او بيسده سو. ددې لپاره چي حکومت پدي واقعه کي مداخله ونکړاي سي او دواقعي په رازڅوک خبر نسي، ښاغلی زکي نژدي روغتون ته پرينښودل سو بلکه رشيد دوستم هغه پخپل شخصي هليکوپتر کي ازبکستان ته ظاهرا د تداوي لپاره واستاوه. دوه کاله کيږي چي ښاغلی زکي چا ندي ليدلي او په دولت کي هيچا د پارلمان ددي وکيل پوښتنه ونکړای سوای. سربېره پردغه، نژدي دوې مياشتي دمخه رشيد دوستم خپل يو حريف قوماندان اکبر بای د شرابو په بوتل وويشت او پر کور ئي چي په کابل کي جمهوري ارګ ته نژدي دي د راکټونو حمله وکړه.  دوستم د لوی څارنوال دحکم باوجود چا بندي نکړای سوای. برعکس، کرزي اکبر بای وروغوښت چي ددوستم سره تر دعوي تير سه. په دغسي شرايطو کي چي حاکمان پخپله قانون ترپښو لاندي کوي نور به يې واحترام ته څه وهڅوي. هلته چي قانون او مجريان يي مظلوم نسي حمايت کولاي دولت څه مشروعيت لري؟


ددی لپاره چي خپل مشروعيت ثابت کړي، موجوده افغان دولت ته تقريبا غير ممکن ده چي د خپل مشروعيت دټولو داخلی دښمنانو سره په يو وخت وجنګيـږي لکه جنګسالارۍ، مخدره مواد، رشوت، بهرنی مشکل او مسلح مخالفين. د افغان دولت اوسنۍ وضع هغه سخت ناروغ ته ورته ده چي د روغتون د شديد مراقبت په خونه کي بستر او د څو خطرناکه قوی ناروغيو په مقابل کي د ژوند او مرګ په کشمکش کي راګير وي. که د نوموړي څخه د رغتنون وسائل، اکسيجن او شديد مراقبت ليري سي ډير ژر به مړ سي.  همدا راز که د اوسني حکومت له ساتني څخه 65000  بهرنی عسکر او د په زرو مليونو ډالرو پيچکارۍ ليري سي ډير ژر به سقوط وکړي. دغسي يو دولت به ولس پخپل مشروعيت څنګه قانع کړي؟


ناټو کلي بمبارډوي چي خلک د حکومت په اطاعت مجبور او په مشروعيت يي اعتراف وکړي. د زور بيځايه او بيموجبه استعمال د خلکو د قناعت مؤثره وسيله نده. زور يو منفور دولت په يوه مشروعه مؤسسه نسي بدلولاي. د خلکو حمايت بايد د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو له لاري حاصل سي نه د قوي په استعمال سره. يوشمير د نړيوال حقوقو ماهرين فکر کوي چي د تروريزم پرضد جګړه اوس د پښتنو دلوئي پرګنۍ سره په جنګ بدله سويده چي نه يوازي ددولت مشروعيت ئې تر جدي سؤال لاندي راوستی دی بلکه دعام وژني حقوقي سؤالونه يي راولاړ کړيدي.


د سږکال د جولای په اوائلوکی امريکايانو دنورستان په ولايت کي د عامي سورلۍ دوه موتران بمبارډ کړل چي په نتيجه کي ئې 22 ملکي کسان مړه او ډير نور زخميان سول. خلکو احتجاج وکړ. امريکايانو وويل دا ټول ترورستان او اشرار وه.  ځائي حکومت دخلکو دشکايت دفشار په سبب سيمي ته هيئت واستاوه چي دهغه په نتيجه کي د نورستان والی تميم نورستانی په دغه واقعه کي د عاموخلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو تائيد وکړ. ددغو اظهاراتو په سبا تميم نورستانی له دندي ګوښه کړه سو او امريکايانو خپله خبره بيا تکرار کړه چي داټول ترورستان وه (اريانا تلويزيون- 6 جولای 2008). پدغسي يوحالت کي به د والي څه حيٍثيت وي او دخلکو په نظر به حکومت څه مشروعيت ولري؟


د نورستان تر واقعې دوې ورځي وروسته امريکايانو دشينوارو په هسکه مينه کي د واده ورا بمبارډ کړه چي په نتيجه کي يې 48 تنه ښځي او ماشومان د ناوې او زوم په شمول شهيدان سول او 34 زخميان يې د ننګرهار روغتونونوته يووړل. امريکايانو اعلان وکړ چي دا ټول اشرار او ترورستان وه. دخلکو مظاهرو، جمهور رئيس کرزی مجبور کړ چي هغه کلي ته فاتحې او عذر ته ورسي په کوم کي چي دا غمناکه واقعه پيښه سوېوه او دغمځبلو سره غمرازي وکړي. خو امريکايانو خپل انکارته دوام ورکړ چي دوي يوازي ترورستان بمبارد کړيدي.  وروسته د کنرونو او نورستان شوری ګانو او د هسکي مېني ولسوال خلکو او خبرنګارانوته وويل چي امريکايان پخپلو دغو بيمسؤليته کړو پښتانه بغاوت ته هڅوي.  دوی په سيمه کي دخپلو اهدافو د تحقق لپاره په افغانستان کي جنګ غواړي (اريانا تلويزيون 8 جولای 2008). دغسي يو دولت به څه مشروعيت ولري چي د رئيس دولت خبره دده بهرني ملاتړي نه مني؛ هغه کسانوته چي دی په عذر ورځي هغوی يي ترورستان بولي او که يو والي پرخپل ولس دپردو ناروا په روا تعبير نکړي په سبا ئې له دندي شړل کيـږي؟


د هيواد په شمال کي چيري چي د حکومت پخلاف علني جګړه نده روانه، خلک د زورواکانو، د بشر د حقوقو دتيري کوونکو، د فاسدو حکومتی مامورينو او قاچاقبرانو څخه چي پر سيمه حکومت کوي او نړيوال ملاتړ هم لري سر ټکوي. پوليس پر لويو لارو خلک پدي بهانه شکوي چي معاش يي کم او هغه هم ډير وخت ندي ورکول سوی. د فساد سره د مبارزي د ادارې مشرعزت الله واصفي وائي چي /ترڅو ددولت لوړپوړي چارواکي قانون نه مراعاتوي اداري فساد به جرم ونه ګڼل سي. اصلاحات بايد له لوړه پيل سي. که لوړپوړي چارواکي په مليونو ډالره سوء استفاده کوي او څوک څه نسی ورته ويلاي نو ته څنګه يو کوچني مامور ته ويلای سې چي 40 ډاره مه اخله./ دغسي يو حالت پر حکومت او پوليسو د خلکو اعتماد کم کړيدي چي نتيجتا ئي امنيت ته لويه صدمه رسولې ده. دغسي يو حالت نه يوازي پر حکومت د خلکو اعتماد کموي بلکه په ټولنه کي نظم مختلوي او هيواد د بحران سره مخامخ کوي. پدې ډول د هيواد په جنوب، شرق او غرب کي خلک د امريکا او ناټو له بمباريو او د حکومت له اداري فساد او مخالفينو په ژړا دي او په شمال کي ولس د فاسدو حکمرانانواو د غرب د ملګرو زورواکانو په عذاب دي. دغه حالت دافغان دولت مشروعيت ته سخته صدمه رسولېده. ناټو بايد پدي پوه سي چي د نظامي قوې استعمال يوه مؤقتي چاره ده. که د خلکو حمايت نه وي د قوې دغه استعمال اوعمراني هلي ځلي به څه نتيجه ورنکړي. إداري فساد تر ټولو ډير د حکومت په ځان لوي افت او بلا ده چي عدم امنيت، بغاوت او د مخدره موادو مافيا تقويه کوي. اداري فساد هغه کسان هم ناراضه او بغاوت ته وهڅول چي په اول سر کي حکومت ته خوشبين وه.


حامدکرزي په 2 مئ 2008 کي دشپيګل المانۍ مجلې ته ويلي وه چي ما خپل په حکومت کي يو لوړپوړی چارواکی (رشيددوستم) له دندي ګوښه کاوه خو يو بهرنی هيواد (ترکيه) چي په افغانستان کي فوجونه لري پر ودرېد او ايسته مي نکړای سوای. پروسږکال د افغانستان ولسی جرګې دوه وزيران (د بهرنيو چارو وزير سپينتا رنګين دادفر او د مهاجرينو دچارو وزير حاجي محمد اکبر ځاځئ) د بيکفايتي په تور سلب اعتماد کړل. له اورېدو جرمنيان پر دادفر ودريدل. هغه تراوسه دندي ته ادامه ورکوي او ځاځي چي بهرنۍ واسطه ئې نه درلوده له وظيفې ګوښه سو. د شپيګل مجلې دا ادعاء هم کړيوه چي د افغان حکومت اکثره وزيران بهرني استخباراتو ته کار کوي. دغسي يو لاسپوڅی دولت به دخپلو خلکو په نظر څه مشروعيت ولري؟



څلرم سؤال چي هرچا کاوه هغه په دولت کي د رشوت او اداري فساد وو.


جواب:  په بون کنفرانس کي حکومتي مقامونه او څوکۍ زورواکانو او غربزده ګانو ته د خدمت په مقابل کي د غنيمت مال په ډول وويشل سول، هغوي پخپل وار ورسپارل سوي وزارتونه او ادارې خپلي قومي پوستي، دتنظيمونو اډې او د سوء استفادي مغازي وګرځولې.  هغوي وزارتونه، ولسي جرګه او مشرانو جرګه، ولايتي جرګې، په مرکز او ولاياتو کي دولتي اداري ټولي پخپلو خپلوانو، حزبي وتنظيمي ملګرو او وفادارانو بيله دي چي د چا لياقت، کفايت او اهليت په نظر کي ونيسي ډکي کړې. که څه هم ځيني ښه خلک هم په کار وګومارل سول خو دهغوی شمير ډېر کم او مؤثريت ئې هم ډېر لـږ دی. همداراز، ځيني غربي هيوادونو لکه ايتاليا کوښښ کړيدي چي د افغانستان قضائي نظام اصلاح کړي خو تراوسه دا مهم ارګان له اداري فساد، د زورواکانو له اثر، دمسلکي قاضيانو له کمی او دقاضيانو د امنيت د نه تأمين سره مخ دی. نوځکه دا مهمه اداره اوس بېطرفه نده اوعدالت نسي کولای. د امنيت د لوی رئيس په قول عدليه ددولت د نورو ارګانونو سره هماهنګه نده نوځکه امنيت لکه څنګه چي پکار دی نسي تأمين کېدلای. په پلازمېنه کابل او ټول هيواد کي د زورواکانو، د بشري حقوقو د پايمالونکو، رشوتخورو او اداري مفسدينو بيله کومي ويري سرشاره ګرځيدل ددولت مشروعيت او دموکراسۍ دواړه سخت متضرر کړيدي.


ډير وزيران، واليان او رئيسان علاوه پردې چي شخصي مليشې لري إن جی أو ګاني او شخصي انتفاعي مؤسسې هم لري چي هغه پيسې چي له بهره د مرستي په نوم افغانستان ته راځي پخپلو جيبو کي واچوي. دوی په هرخارجي قرارداد کي خپله ونډه هم لري.  يو وزير يا مشاور تر 60000 ډالره په مياشت کي معاش لري چي د هغه وزارت يو سابقه داره مأمور 60 ډالره نلري. دماليې وزير انوارالحق احدي اريانا تلويزيون ته وويل چي معاش يي په مياشت کي 60000 ډالره او يو بهرنۍ اداره ئې ورکوي.  دا وضع خپله اداري فساد پـيدا او تقويه کوي. پخواني داخله وزير علي أحمد جلالي وائي چي 4 وزيران او 13 واليان مستقيما د مخدره موادو په قاچاق او اداري فساد کي د کرزي د وروڼو په شمول لاس لري. کله چي د کرزي څخه د جلالي ددغه ادعاء پوښتنه وسوه هغه په ډير عصابانيت دغه ادعاء رد کړه او جلالي ئې په دروغو او فساد تورن کړ.  په دولت کي د اداري فساد ښکاره او د شرم نمونه داده چي د فساد د مخنيوي د ادارې مشر ښاغلي عزت الله واصفي په عام محضر کي (ارياناتلويزيون 17- اپريل 2008) لوی څارنوال ښاغلی عبدالجبار ثابت په رشوت او سوء استفاده متهم کړ.  لوي څارنوال پخپل وار عزت الله واصفي په رشوت او اختلاس تورن کړ او ويويل چي زما سره کره اسناد دي چي واصفي په فراه کي کله چي والي وو سوء استفادي کړيده.  دواړو ادعاء وکړه چي موضوع به محکمي ته محول کوي. حکومت تردې حده شوړيدلی، اداري فساد تردې حده رسېدلی او قيادي جبن تردي حده مستولي سویدی چي د رئيس جمهور لومړي مرستيال ضياء مسعود ادعاء وکړه چي ددولت لوړ پوړي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري. کله چي د رئيس جمهور څخه ددي ادعاء په باره کي په اوله د اکتوبر 2007 پوښتنه وسوه هغه په ډير طنزيه ډول وويل چي که جراأت لري نومان دي ئې واخلي. يعني سته خو مګر د نومانو د اخيستلو جراأت په چا کي دی؟ عبدالجبار ثابت ادعا وکړه چي ما وکرزي ته د شلو لوړپوړو قاچاقبرانو او رشوتخورو نومان ورکړه خو هغه يې له تعقيبه منع کړم.  ګويا، د لوړپوړو قاچاقبرانو، رشوتخورو او مفسدينو د نومانو د اخيستلو جراأت نه په يو وزير، نه د رئيس جمهور په مرستيال او نه پخپله په رئيس جمهور کي سته. انجنير محمد يوسف پښتون دښار ابادولو وزير ادعاء وکړه چي هيواد اوس د مځکو او مخدره موادو د مافيا په لاس کي دی. اداري فساد تردې حده اوس رسيدلی دی چي د کرزي ملاقاتونه خرڅيـږي.


نړيوالي ټولني او افغان حکومت له اولي ورځي خلکو ته وعدې ورکولې چي امنيت به تأمينوي، سم او مؤثرحکومت به راولي او دهيواد بيا رغونه به کوي.  افغانانو دوي ته کافي وخت ورکړ او لازمه همکاري يي ورسره وکړه ترڅو دوي خپل تعهدات پرځاي کړي خو متأسفانه تراوسه هيڅ يو له دغو تعهداتو عملي نسو.  او حتي داسي هم ونسوه چي پر سمه او صحيح خوا قدمونه ايښوول سويوي څو دهغه په برکت هيواد ورځ په ورځ د ارامي او سوکالي خواته تللی واي. افغانانو د کرزي څخه د اداري فساد د ريښو ايستلو ډيره توقع نه درلوده داځکه اداري فساد په ډيرو هيوادو کي سته. خو دده څخه يي دا توقع وه چي د ابتدائي عدالت د تأمين په منظور د بدکارو، زورواکانو، قاچاقبرانو، د بشر دحقوقو دپايمالونکو، او سوء استفاده کونکو ملاتړ ونکړي او دهغو کسانو مخ ونيسي چي بهرني مرستي پخپلو جيبونو کي اچوي او نه پريـږدي چي خلکوته ورسيـږي.  د حکومتدارۍ او عدالت ددغه بسيط عنصر کمزوري او په ډيرو ځايوکي نه موجوديت ددې سبب دي چي خلک د حکومت دفاع ونکړي او مخالفينوته لار او حتی ځاي ورکړي او يا حداقل بېتفاوت پاته سي. که ددولت وزيران او عاليرتبه مامورين شاهدي ورکوي چي دکابينې غړي، واليان او د رئيس جمهور کورنۍ او نژدي خپلوان په قاچاق او فساد کي اخته دي او بيا هم امريکا او نړيواله ټولنه يې بېدريغه مرسته کوي؛  که د رئيس جمهور مرستيال شاهدي ورکوي چي دده د حکومت لوړپوړي چارواکي مفسدين دي او دی يې دنيولو او حتي نوم اخيستلو توان نلري خو بيا هم ټوله غربي نړۍ دهمدې مفسدينو ترشا ولاړه ده افغانان به دداسي يوه بېکفيته حکومت او لداسي بهرني حمايت څخه د خير څه توقع ولری؟


دستري محکمې دعالي شوری غړي قاضي بهاءالدين بهاء اريانا تلويزيون ته په 6 جولای 2008 وويل چي د حکومت ډير وزيران، دهغوی معينان او د دوائرو رئيسان د ستري محکمې لخوا په رشوت او اداري فساد محکوم سويدي خو څوک ئې نسي بندي کولای. دغسي يو نظام به چي شريعت او قانون يوازي پرکمزوره تطبيق کيـږي او زورواکان ترقانون لوړ سرشاره ګرځي دخلکو اعتماد څنګه خپل کړي؟


د اوضاع ډېر څيړونکي پدې عقيده دي چي مخالفين ناټو په زور نسې ماتولای.  خو بيله شکه اداري فساد، بيعدالتي او قاچاق به ئي حتمي ماتی ته ورټېله کوي او عمر به ئې ورلنډوي.



پنځم سؤال د مخدره موادو د توليد وو.


دغربي نړۍ پاليسيو افغانستان په يوه تارياکي هيواد بدل کړ څو دغرب په بازارو کي د مخدره موادو تقاضا ته جواب وويل سي. په افغانستان کي د ترياکو توليد له 180 ټنه په 2001 کي چي هغه هم په يوه محدوده ساحه د بدخشان کي کرل کيده و 6500 ټنه ته په 2007 کي ورسيد. اوس تارياک تقريبا 40٪ د افغانستان د ناخالصو ملي عوايدو (3.1 بليون ډالر) او د نړۍ د عرضې 93٪ تشکيلوي. ددغو ترياکو بيه په امريکائي بازار کي 430 بليون ډالره ده چي افغانانو ته يي يوازي 0.7٪ (3 بليون ډالر) رسيـږي. متباقي 437 بليون ډالره يې د اروپائي او امريکايائي سوداګرو په جيبو کي لويـږي. څيړونکي پدي عقيده دي چي مخدره مواد، د حکومت اداري فساد، د مخالفينو فعاليت، برمته نيول او په بيلو شکلونو د خلکو تهديد، ددولت په اداري دستګاه کي دزورواکانو نفوذ او جنايتونه دا ټول يوله بله ټينګي اړيکي سره لری. د مخدره موادو کاروبارکونکو ددولت په اداري، مالي اوعدلي نظام، انکشافي پلانونو، حکمومتداري او اعمار مجدد کي کافي نفوذ کړيدی. د مخدره موادو په پيسو او دغرب په حمايت، زورواکان شخصي مليشې ساتي او ددولت د قانون جوړولو او تطبيق کولو ارګانونوته اوامر صادروي. په تيرو څو کالو کي د مخدره موادو دکښت او قاچاق د له منځه وړلو لپاره  ټول پلانونه او فعاليتونه ناکام سويدي. د سينلس مؤسسه ادعاء کوي چي امريکا او نړيوال د مخدره موادو د کښت او قاچاق په مخنيوي کي ناکام دي. افغانانو ته کار او دعائدو کومه بله منبع نسته نو ځکه مجبور دي ترياک وکري. د بلخ والي عطاء محمد نور د اريانا تلويزيون سره په 6 جولای 2008 په يوه مرکه کي وويل چي نړيواله ټولنه او دکابل په حکومت کي مؤثري حلقې په افغانستان کي دترياک کښت تشويقوي.


د 2007 کال د اپريل په سر کي زه (ددې کتاب ليکونکی) وطن ته تللی وم اوهلته مي ددې ټولو عناصرو ائتلاف خپله وليد. په کوئته کي مدرسې خالي وي چي ټول طالبان افغانستان ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره تللي وه دا خکه له قديمه نېښ وهل دطالبانو کار دی. په افغانستان کي عسکرو او ددولت کم رتبه مامورينو هم دسهار لخوا تر رسمياتو دمخه نېښ واهه داځکه معاشونه ئې کم وه او ديوي مياشتي په خواري ئې دټول کال ددولت معاش برابرولای سوای. دطالبانو قوماندانانو خپل زکات ځيني اخيست.  ددولت اکثره عالي رتبه مامورينو يا پخپلو مځکو خاشخاش کرلي وه او که ئې مځکه نه وه بيا دوظيفې ترڅنګ دترياکو په تجارت مصروف وو. دداخلي او خارجي قاچاقبرانو خو پدا زندګي وه او حتي خارجي عسکر هم ددغه سخي بوټي څخه بې برخي نه وه.  پدې ډول خاشخاشو خپل دکرم سايه پر ټولو غوړولې وه او دوست او دښمن يې په يو سنګرکی کښېنولی او يو وسيع ائتلاف ئې په جوړ کړی وو. که دولت يا ناټو دترياکو دله منځه وړلو لپاره کومه عملي هڅه کړېوای نو ټولو به ئې په ګډه مقابله کړېوای چي دا دکابل دولت ته يو لوی ګواښ کيدای سواې چي نه کرزي غوښت، نه امريکايانو او نه ناټو. پدې ترتيب هم د کوکنارو دتوليد دکنترول او هم په دولت کي داداري فساد دمخنيوي لپاره نه يوازي مشترکه ستراتيژي نسته بلکه کومه يوه چي سته هغه ددې دواړو ادامه او تقويه ده. د امريکا او ناټو په نظر اول بايد طالبان مات سي اووروسته بيا دترياکو او اداري فساد ته توجه وسي خو زه وايم دا دواړه داسي لوئي بلاوي دي چي هم به افغانان وخوري او هم به اشغالګران.


پخپله په افغان دولت کي هم دترياکو دکښت دمخنيوي پر سر کډ موقف نسته.  يوشمير مامورين وايې چي څرنګه چي په تيرو ديرشو کلونو کي جنګونو د بزګرانو داوبولګولو نظام خراب کړيدي، دغنمو او پنبه اصلاح سوي تخم نلري، کيمياوي سره نه وررسيږي او په اسانه شرايطو د کښت لپاره پور نه ورپيدا کيږي نوځکه بزګران مجبور دي چي ترياک وکري. دنيا بايد مرسته وکړي چي دبزګرانو دغه مشروع غوښتني ترسره سي. خو ځيني بيا حتي د وزيرانو په سويه وائي چي نه، خاشخاش خلک له مجبوريت اوغريبۍ نه کري بلکه ډيري پيسې جوړوي. همداراز، حامد کرزي دخاشخاشو پرکښت د هوا له لاري دزهرياتو دپاشلو شديد مخالف دی خو لومړی مرستيال يې بيا په شدت طرفدار دی.


دامريکا په خارجه وزارت کي دافغانستان لپاره دترياک دکنترول پخوانئ لوی مسؤل تامس شوئچ دنيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کي (27 جولای 2008) ويليدي چي په افغانستان کي دتارياک دکښت دملاتړ په منظور دافغان دولت دلوړپوړو فاسدو چارواکو، ډارنو اروپائيانو، دپنتاګون تنګنظرو فوجيانو او طالبانو يو نامطلوب ائتلاف جوړ دی. او ترڅو دا ائتلاف وي دا بوټی به غوړيدلی پاته وې. ناټو او زموږ وزارت دفاع د کوکنارو پرضد د عملی اقدام مخالف دۍ؛ برتانويانو په هيلمند کي خلکو ته ويلي دي چي دوي په تارياکو غرض نلري.  افغان حکومت وايې چي بزګران خاشخاش له غريبۍ کري خو ملل متحد بيا وايي چي نه داکار له مستۍ کوي.  پدې ډول دتارياکو دکښت دمخنيوي لپاره هيڅ مشترکه ستراتيژي نسته.  دامريکا ددفاع وزير رابرت ګېتس وکانګرس ته په ډسمبر 2007 کي وويل چي موږ په افغانستان کي دکوکنارو د له منځه وړلو لپاره واضحه ستراتيژي نلرو. تامس شوئچ وائې چي که طالبان لدې کښته ګټه اخلی نو کرزي او دولت يې هم ډيره اخلي. دکرزي په حکومت کي بيساری اداري فساد ددې سبب سوی چي قاچاقبران په ازاد خپل کار وکړي او که احيانا ونيول سي رشوت ورکوي او خوشي کيـږي. عبدالجبارثابت ماته ويليدی چي ما دشلو لوړپوړو چارواکو نومان چي د مخدراتو کاروبار کوي او په اداري فساد اخته دي کرزي ته ورکړ چي بايد تعقيب سي خو زه هغه لدې کاره منع کړم.


خاشخاش د افغانستان په ځينو برخو کي لکه بدخشان، ننګرهار او هيلمند ترانقلاب پخوا هم کرل کيده خو البته په ډېره لږ پېمانه. مثلا په 1975 کي په هيلمند کي 22 ټـنه تارياک اخيستل سويوه او په 2007 کي 4600 ټنه. پخوا بهرته دتارياکو دقاچاق يوازنۍ لار ايران وو چي زموږ دغربي سرحداتو څخه او يا دپاکستان له لاري ايران ته او له هغه ځايه يوروپ او امريکا ته تلل. دلومړي ځل لپلره وشمال ته دترياک دقاچاق لار روسانو دافغانستان داشغال په وختکي خلاصه کړه. کله چي روسانو پر افغانستان يرغل وکړ او پخلاف يې دافغانانو مقاومت شديد سو. نو دمقاومت دځبلو، دخلکو دخپلولو او خپل ګوډاګي حکومت ته دوسيع حمايت دحاصلولو په منظور به دوی ترخپل کنترول لاندي سيموکي دخاشخاش کرل نه منع کول. روسانو به خپلو وفادارو ملېشه قوماندانوته دخاشخاش کرلو او عالي رتبه مامورينو ته مخدراتو دقاچاق امتياز ورکاوه. مجاهدينو هم دتارياک کرل نه منع کول داځکه دوی دولت نه وو او دا يی دځان مکلفيت نه باله.  له بلي خوا روسانو ددې لپاره چي خپل عسکر په افغانستان کي خوښ وساتي دنشئي موادو پر نه استعمال او ددوی لخوا ئې پر نه وړلو ټينګار نه کاوه. دروسي عسکرو به په افغانستان کي نشه او بې بندوباره ژوند وو او چي کله به يې وخت پوره سو او کورته به تله نو دځان سره به يې څه مخدرات هم وړل. هغه به په دننه روسيه کي ښه پيسه ورجوړه کړه او دوی او کورنۍ به يې خوښ سول. روسانوغوښته چي خپل عسکر لدغه لاري وافغانستان ته په تلو تشويق کړي. پدې ډول روسانو دخپلو عسکرو لخوا دمخدره موادو پر وړلو سترګي پټولې. روسي عسکر په عسکري الوتکوکي تلل او نه تلاښي کيدل او تقريبا په ازاده او اطمنان ئې داکاروبار کاوه. پدې ډول دافغانستان په تاريخ کي د تارياکو دقاچاق لار وشمال ته روسانو خلاصه کړه او تراوسه دا لار ښه فعاله ده. له افغانستانه د روسانو دوتلوڅخه تراوسه د افغانستان سره د تاجکستان پرسرحد لس زره روسي عسکر پراته دي او ډېر واره روسي عسکر حتی جنرالان يې دمخدره موادو په قاچاق تورن سويدی. همدا تور اوس افغانان پر امريکا او ناټو او دهغو پرعسکرو لګوي چي دروسانو پرپله روان دي.  ملل متحد هم وايي چي له تارياکه دهيروئينو دجوړولو فابريکې په افغانستان کي بهرنيان چلوي او ضروري کيمياوي مواد يې له بهره ورته راځي خو مخ يي نه نيول کيږي (اريانا تلويزيون 28 جولای 2008).



شپږم سؤال په افغانستان کي د بهرنيو مرستو د مؤثريت وو.


د جرمني دبون په کنفرانس کي د غرب ظاهرا تلاښ دا وو چي افغانستان داسي يوحالت ته راولې چي بيا د تروريزم د تربيې مرکز نه وي نوځکه يې د اساسي قانون، انتخاباتو او د قضاء داصلاح لپاره يو پروګرام تصويب کړ. او کابل ته يې نړيوال فوج د کابل دحکومت د ساتلو او ددغه پروګرام دعملي کولو لپاره واستاوه.  په غيرنظامي برخه کي د بون دکنفرانس غوښتنه داوه چي افغانستان يو مستقر هيواد وي چي دګاونډيو سره په سوله کي ژوند وکړي، دخلکو نماينده حکومت ولري، مؤثر فوج ولري، ټول مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي، هيواد بيا اباد او اقتصادي وده يقيني سي. داقرارداد د ملګروملتو دمؤسسې دامنيت شوری پخپل 1386 پريکړه کي هم تائيد کړ.


که په ځير وکتل سي پسله تقريبا اوه کاله نړيوالو خپلي کړي وعدې ډير لږ پوره کړيدي. تراوسه تر شپاړس بليون (16000000000) ډالره ډير افغانستان ته د بيا اباديدو لپاره راغليدي. خو ډير لږ يي خلکوته رسيدلي او د هغوي په روزمره ژوند کي ئي ډير کم مثبت تغيير راوستليدی. البته دديرش کالو خرابۍ په 6 يا 7 کالو کي ټول نسي سميدای خو د افغانانو غوښتني ډيري ساده او واقعي وې يعني د ژوند د لومړني ضرورياتو درلودل. حکومت او نړيوالو نه يوازي د افغانانو سره ددغه بسيطي غوښتني په پوره کيدو کي مرسته ونکړه بلکه ددغو بسيطو او لومړنيو غوښتنو دزيربناء د ترميم لپاره يي هم ډير لږ کار وکړ. که څه هم نړيوالو په افغانستان کي په ځينو ساحو کي څه سياسي برياوي درلودليدي لکه دجمهوري رياست، ولسي جرګې، ولايتي جرګو انتخابات، تعليم او تربيه، مخابرات، نشرات، فوج، پوليس، قضاء، روغتيا او دکليو پراختيا خو غير مؤثر او فاسد حکومت، ډيره بيکاري، په بهرنيو مرسته لګولو کي تشتت او د ناټو پر ښه نيت شک دغه برياوي خنثي کړيدي. په نتيجه کي نه يوازي عادي افغانان بلکه د ناټو د هيوادو مهم سياسي و نظامي مقامات لکه د انګليستان پډي اشډن، د امريکا جنرال جيمز جونز، اروپائي اتحاديه، سينلس او ډير نور اګاه نړيوال شخصيتونه او ادارې په افغانستان کي د نړيوالو او د کابل د حکومت په کړو اجراأتو قانع ندي.


افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد ئې پرهمدي سکتور ولاړ دی. د تقريبا 7 کالو په موده کي نه داوبو يو ضروري بند جوړ سو او نه يوه مهمه وياله او کانال پاک او يا ترميم سو او نه يوه غټه کارخانه ترميم سوېده. يوازي يوڅو وړي پروژې د پي ار ټي لخوا ترلاس لاندي نيول سويدي چي د هغو هدف هم د پروژو تر نامه لاندي په طالبانو پسي کتل دي.  افغاني بزګرانو ته ډير کم د کرني تخم او وسايل او حتي زراعتي او مالداري پور ورکول سويدي چي دا خپله و خاشخاش کرلوته موقع ورکول دي. څرنګه چي کرنه او مالداري په افغانستان کي په تيرو 30 کلونو کي سخته صدمه ليدليده د نړيوالي ټولني څخه دا توقع وه او ورته ښه فرصت وو چي صنعت تقويه کړي. د ارزانه او خواريکښ کارګر شتون له يوې خوا او د افغانستان جغرافيائي موقعيت له بلي خوا چي د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، غربي اسيا او خليج په منځکي پروت دي خارجي پانګوال ښه تشويقولای سوای. خو داکار ونسو.  افغانستان د يو غرني هيواد په توګه چي ډيري پاکي اوبه يي په هره دره کي سته او ډيرځايونه دبريښنا لوی او واړه بندونه جوړيدايسي او ترخپل ضرورت زيات ئې بهرته صادرولای سي اوس د بريښنا له نعمته محروم دی او له بهره ئې واردوي. حتی همدا پسله اوه کاله د زرو مليونو ډالرو دراتوئيدو او د بهرنيانو د بيساري حضور سره سره د کابل د ښار د اوسيدونکو نيمئ بريښنا نلري.  په لويه کچه بېکاري، د بيا اباديدو د عمليې سوکه والی، د حکومت بيعدالتيو او د ناټو بمباريو خلک اړ کړيدي چي يا پاکستان يا ايران ته کډه وکړي او يا دځان دحمايت او امرار معيشت لپاره د زورواکانو او طالبانو سره يوځاي سي. دبهرنيو مرستو دغسي عدم مؤثريت ددولت مشروعيت ته هم لويه صدمه رسوليده.


سينلس چي د امنيت او پالسي په چارو کي پاريس ميشته يوه نړيواله مشورتي اداره ده پخپل وروستي راپور کي ليکي چي کابل او نړيوالي ټولني د افغانستان د اعمار مجدد مکرري وعدي د افغانانو سره تر سره نکړې. ډېر افغانان خپل په ژوند کي څه مثبت بدلون نه ويني بلکه ژوند يي ترپخوا خراب سويدی. خلک سؤال کوي چي بليونونه ډالره چي په افغانستان کي مصرف سويدي چيري تللي دي…. له بډايو هيوادو څخه افغانستان ته تللي مرستي غيرمنسجمي، غير مؤثري او ضائع سويدي. افغانستان اوس د استدلال په يوه داسي دائره کي راګير دی چي امريکا او ناټو وائي امنيت د کار او پرمختګ لپاره شرط دی. خو ډير افغانان پدي عقيده دي چي کار، بياودانول او پرمختګ په افغانستان کي امنيت راوستلاي سي.  که عامو خلکوته کار پـيدا، بياودانول پـيل او انکشاف يقيني سي دخلکو اعتماد به پرحکومت اعاده او په ملاتړ به ېې راووزي. څوک به بيا خپل نازولی زوی يو فاسق او ظالم جنګسالار ته نه سپاري او دهغه داقتدار او حرص و از لپاره به خپل اولاد نه قربانوي. دوی به نه يوازي بيا دمخالفينو سره مرسته ونکړي بلکه هغوی به پخپلو سيمو کي دحکومت ضد عملياتوته پريـنږدي. چريکي جنګ بې دولس له ملاتړه ممکن ندی؛ که ولس خپل سي چريکي جنګ به څنګه ادامه پـيدا کړي او بريالی سي؟



اووم سؤال د افغانانو د اقتصادي حالت دڅرنګوالي وو.


اصلي امنيت د خلکو د زړونو په لاسته راوړو کيدي. که څوک په افغانستان کي امينت، دموکراسۍ، پرمختګ او سوکالي غواړي نو بايد په اقتصادي ساحه کي کامياب کار وکړي. تجربي ښوولېده چي په افغانستان کي زور او نظامي عمليات ندي بريالي سوي. دلته سکندر خپل سرزوره سر خوړلی دی، دانګريزانو پزه چي پرپاچاهي يې لمر نه ډوبېدی سوليدلېده، سورلښکر چي ددنيا دتسخير خوبونه يې ليدل شرميدلی دی او داده امريکا ورپسې روانه ده.  راسئ سرچپه ئي عملي کړو چي دټولو پکښې خير وي او هغه داچي سياسي حل ته موقع ورکړو او دهيواد اقتصادي بيا رغونه وکړو او پدي ډول امنيت د خلکو په رضائيت او اقتصادي سوکالي کي وپلټو. داځکه د افغانستان بحران تر ډيره حده سياسي، سازماني او اقتصادي دي نه نظامي. تر يولک زيات داخلي و خارج لښکرو چي د عصر په ټولو پرمختللو وسلو مجهز دي او بېله اټومه دهيڅ ډول تخريبي وسلې داستعمال څخه يي دريغ هم ندی کړی ونکړای سوای په افغانستان کي امن قائم کړي او ورځ په ورځ اوضاع خرابـيـږي دا ښئی چي د افغانستان بحران په زور نه بلکه په اقتصادي او سياسي رغاوي حل کيـدايسي.


سره لدي چي ډېر غربي ستراتيجستان ښائي موافق نه وي خو زموږ باور دادی چي په افغانستان کي بيکاري او بغاوت مستقيما سره متناسب دي.  که خلکو ته کار پيدا سي او ولس په يو ګوله موړ سي دا به دحکومت اعتبار ډير او هغه ته به مشروعيت وروبخښي. خلکوته کار پيداکيده به د زورواکانو زور اوبه کړي او ډير لږ خلک به وي چي ديوجنايتکار او جنګسالار توپک په غاړه کي واچوي او دده لپاره خپل هيوادوال مړه کړي او يا ځان قربان کړي. څوک چي ډير مجبور نه وي په اسانه نه حاضريږي چي ځان مړ، مور بوره او خپل اولاد يتمان کړي. د کسب و کار موجوديت دغه مجبوريت له منځه وړي. د کابل حکومت او نړيواله ټولنه پدي کي ناکام سويدي چي عام خلکوته د کار زمينه مساعده کړي، مالي او پولي پاړسوب کښته، کرائې او نرخونه کنترول او د خوار او بډای ترمنځ د ژوند د سطح تفاوت کم کړي. همدا راز دوی بريالي نسول چي په اصطلاح د خارجي متخصصينو لښکر راکم او په زرو د چور إن جي او ګاني ترکنترول لاندي راولي. دوي ونه توانيدل چي د مليارډونو ډالرو او د خارجي ماهرانو د يو لوی فوج په درلودلو سره بيا هم د خلکو پر ژوند يو مثبت اثر وکړي. دغه نامطلوب حالت د بيکارانو يو لوي لښکر ددولت او خارجيانو څخه دخوابدو کسانو او مخالفينو سره يوځاي کړيدي.


دايران څخه په افغانستان اوعراق کي دهمکارۍ په طمع امريکايانو دنفت وغازدپايپلائن او تجارتي لارو د جوړولو هغه پروژه وځنډول کومه چي به له ترکمنستانه پاکستان ته دافغانستان له لاري تلل او دمرکزي اسيا انرژې ئې جنوبي اسيا او غربي نړۍ ته رسول. ايران تل ددغه پروژې مخالفت کړيدی او دنورو علتونو وڅنګته پدغه سيمه کي دجنګ داور د بليدو يو مهم عامل هم ايران دی. ايران غواړي دافغانستان په غرب او جنوب غرب کي دعدم امنيت له لاري داپروژه عملي نسي او په عوض کي دايران په خاوره کي دغه لاري تيري سي.  دغه پروژه که عملي سي دکاله 300 مليونه ډالره دافغانستان دولت ته ماليه ورکوي، ترلس زره ډيرو افغانانو ته کار پـيدا کوي، او په لارکي پرتو کليو او ښاروته ډېر ارزانه برېښنا او غاز ورکوي. داپروژه دجنوبي اسيا او مرکزي اسيا ترمنځ تجارت تقويه کوي او په افغانستان عموما او غربي سيموکي خصوصا يو ډير اقتصادي تحول راولي؛ ترانسپورت تقويه کيږي او دلاري په اوږدو کي ورکشاپونه، رستورانونه، هوتلونه، بازارونه او نورمرستندويه اقتصادي نشاط رامنځته کيږي. مهمه سياسي ګته به ئې دا وې لکه اوس چي افغانستان ګاونډيانو ته اړ دی ددې پروژې په عملي کېدو سره به ګاونډيان هم افغانستان ته اړ سي؛ افغانستان به ورته مهم سي او ددغه هيواد ثبات او استقرار به پخپله ګټه وبولي.


همداراز، څرنګه چي افغانستان يوغرنی هيواد او ډيری اوبه او دبرېښنا دتوليد ډير امکانات لري توقع وه چي امريکا او نړيواله ټولنه به مرسته وکړي چي داوبو بندونه جوړ سي. ددغو بندونو څخه دويالو پذريعه لامزروع مځکي او دښتونه اوبه سي او خلک دترياک پرځاي نور مشروع کښتونه ولری. خو دا مهمي پروژې چي سروې ګاني يې تر انقلاب پخوا د داؤدخان په وختکي تکميل سوي وې تېر 7 کاله دپيسو، متخصصينو او نړيوال حضور سره سره جوړي نسوي او افغانستان ددې پرځای چي برېښنا ئې صادره کړې وای اوس له بهره برېښنا واردوي. او ددې علت دادی چي په مورد کي سياسي اراده نسته. امريکايان دپښتنو په سيمو کي چي ايران او پاکستان ته څرمه دي جنګ ته ضرورت لري څو له يوې خوا ايران خوښ وساتي چي دپايپلائن پروژه پاته سوه، دوهم دخپل اوږدمهالي اهدافو لپاره پر پاکستان فشار ډېر کړي او دريم په سيمه کي خپل حضور توجيه کړي.  برعکس، امريکايان ددې لپاره چي په مرکزي اسيا کي خپلي منګلي مضبوطي ښخي کړي په شمال دافغانستان کي و امن ته ضرورت لري. همداراز، امريکا ددې لپاره چي دافغانستان شمالي ګاونډي هيوادونه خوښ وساتي ترڅو په نوموړو هيوادو کي په اسانۍ کار وکړي نو په افغانستان کي هغوی ته سياسي، فرهنګي، او تجارتي امتياز ورکوي او دافغانستان شمالي برخي دهغوی د نفوذ په ساحه کي قبلوي. امريکا او نړيوال بانکونه کوښښ کوي چي دافغانستان په عوض کي دقرغزستان په شمول زموږ په شمالي ګاونډي هيوادونوکي برېښناکوټونه جوړ کړي او دهغو څخه توليد سوې برېښنا د افغانستان له لاري و پاکستان ته انتقال کړي. په لار کي به پرموږ هم برېښنا خرڅوي او پدې ډول به زموږ منابع او ظرفيتونه راکد پاتيـږي. 


ناټو او د کابل د حکومت اقتصادي ماهرينو د غربي نړۍ د اقتصادي نظام په راکاپی کولو سره په افغانستان کي د ازاد بازار اقتصاد پلی کړ، دولتي سکتورونو ته يي نه يوازي توجه ونکړه بلکه هغه يې پراشخاصو وپلورل. لکه ديوسياسي نظام وارديدل چي خراب عواقب لري داسي داقتصادي نظام کاپي او بېفکره پلي کول هم نامطوب نتائج منځته راوړي. ناټو او د کابل حکومت ډير معدود داسي اقتصادپوهان لري چي دافغانستان دټولنيز او کلتوری جوړښت سره بلد دي څو توانيدليوای چي غربي اقتصادي تجربي يي د خپل هيواد د شرايطو سره سازګاري کړيوای. ددوی ډيرئ په غرب کي لوی او تربيه سويدي او يوازي دا پوهيـږي چي څنګه هغه څه چي يې په غرب کي ليدليدي کاپی او په افغانستان کي پلي کړي. دوی ددې توان نلري چي په بهر کي لاسته راوړې پوهه دافغانستان دشرايطو سره منطبق کړي.  ماته يو افغان ځوان معلوم دی چي امريکا کي پيدا او 12 کاله ښوونځی يې هلته په تکليف ويلې دی. پخوا يې افغانستان هيڅ نه وو ليدلی خو اوس دا څوکاله په افغانستان کي ديو ډير مهم وزارت مشاور دی او په ډالرو ډېر لوړ معاش اخلي. د نظام او سړيو داډول واردات به څه نتيجه ورکړې؟


د مخدره موادو پر بهرنۍ مافيا سربيره، بهرنيو مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو هم چي د هغوي مسلکي پوهه، د پروژو مؤلديت او مفديت او روڼ حساب ورکول يي ترجدي شک لاندي دي د افغانستان پر اقتصاد يرغل کړيدي.  لکه څنګه چي دناټو عسکر ازادانه هرڅوک نيولای سی، بندي کولای سی، وژلای او بمبارډ کولای سي همداراز د خارجي مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو لښکر ازادي لري چي د افغانستان د اقتصاد هره برخه چي وغواړي ګوډه، فلج او يا مړه کړي. لکه فاحشې ښځي او دعيسائيت مبلغين چي په زرو د حکومت له اجازې او خبر پرته افغانستان ته ځي او راځي او په ډاډه زړه خپل کار کوي، دا ډول خارجي مشاورين او إن جي او ګاني هم دحکومت له علم او چوکاته بهر چيري چي يې زړه غواړي او ګټه يې ايجابوي فعاليت کوي. په افغانستان کي تقريبا 2600 إن جي أو ګاني کار کوي او له خارجي مرسته کونکو هيوادو څخه مالي مرستي اخلي. ددوي کارونو چنداني ملموسه نتيجه نده ورکړي او نه څوک سر پسې ګرځوي، پداسي حال کي چي همدا مرسته کونکي پخپلو هيوادو کي د خپلو خلکو سره د يوه يوه سينټ او پينس حساب کوي. د افغانستان د ماليې وزير انوارالحق احدي داريانا تلويزيون سره په يوه مرکه کي چي په 5 مئ 2008 خپره سوه شکايت وکړ چي مرسته کونکي هيوادونه دوه پر درې برخه مرستي خپل مربوط إن جي أو ګانو ته رأساُ ورکوي او موږ نه په خبريـږو او نه پوهيـږو چي چيري او څونه مصرف سوې؟ موږ نه پوهيـږو څونه کار سويدی او څونه نور پکار دی او چيري په کار دی؟ په حقيقت کي دوی خپلي مرستي په يواوبل شکل بيرته وړي. همداراز، ددوی کار ډير قيمتي اوبيله روڼي حسابدهي دی. مثلاٌ دوی يو کيلومتر سرک په يو مليون ډالره جوړوي هغه هم سم نه. پداسي حال کي چي تردې ښه کار موږ ددې مصرف په دريمه کولای سو. دا قابل فهم ده چي د افغان حکومت د اقتصادي ادارو کاري ظرفيت په اول سر کي کم وو او بهرنۍ مرستي ته ئې ضرورت درلود خو تر 6 کالو وروسته د بهبود توقع وه او دا غيرقابل قبول ده چي اوس هم خارجي مرستي د حکومت تر چوکات بهر د خارجيانو په لاس مصرف کيـږي. پداسي حال کي چي د بهرنيو مرستو مصرف د دواړو اړخونو ترمنځ باهمي همکاري غواړي. دغه استثماري يرغل دافغان دولت اقتصادي ادارې سختي کمزوري کړيدي. په إن جي أو ګانو کي اوچت معاشونو ددولتي ادارو څخه د پوهو او مسلکي کسانو فرار ته لار هواره کړيده او دولت يې د فني پرسونل په قلت او دکاري ظرفيت په مزيد کموالي مواجه کړيدی. لکه څنګه چي به خارجي فوجونو ته په افغانستان کي تل ضرورت وي، اشغال ګرانو اقتصادي فضاء داسي راوستلېده چي همداسي به دکابل حکومت خارجي ماهرانو ته تل اړ وي. نتيجه به ئې داوي چي ښاغلي احدي (د انګلستان د فايننشلټايمز په نقل قول) اعتراف کوي چي موږ پسله 6 کاله د نړيوال پولي سازمان هغه غوښتنه پوره نکړای سوای چي ويلي يې وه چي افغانستان به د خپلي بودجې 8٪ دداخلي عوايدو څخه پوره کوي.  تاسي وګوری، دکابل دحکومت کاري ظرفيت تردې حده کمزوری دی چي تر 15 مليونه ډالره په ډير مصرف او درې کاله مسلسل کار يې دداسي انکشافي پلان خاکه جوړه نکړای سواې چي نړيوال بانک او نورو مرسته کونکو ته د منلو وړ وای. د احدي په قول هغوی دغه پلان د بيا غور لپاره ورمسترد کړ. که دکابل حکومت دغربي نړۍ عميل نه وای ددغه استرداد موقع ئې هم نه ورکول.


دکابل بريښنا رئيس انجنير محمدسرورصديقي اريانا تلويزيون ته په 6 جوالای 2008 وويل چي /دکابل د ښار يوازي په سلو کي 65 کورونه نوبتي بريښنا لري./  پسله اوه کاله حکومت د زرو مليونو ډالرو په مصرف يوازي دکابل هغو سيموته بريښنا تهيه کړيده او هغه هم نوبتي چي هلته خارجيان او دحکومت غټان پراته دي.


افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد يې هم تر اويا په سلوکي پرهمدغه سکتور ولاړ دی. خو د اکسفام په قول دغه مهم سکتور تراوسه د 16000 مليونو ډالرو څخه فقط 400 مليونه ډالره ترلاسه کړيدي.  داچي ددې مبلغ څخه به څونه بزګرته رسيدلي وي معلومه نده خو دايقيني ده چي ډير به کم وي. يوازي امريکا په افغانستان کي سل مليونه ډالره د ورځي نظامي مصرف لري (واشنګتن پست 28 جولای 2008). دوی وايې چي موږ د ورځي 7 مليونه ډالره ملکي مصارف لرو چي ډيره برخه يې هغو ولاياتو ته ځي چي دوی عسکر پکښې لري. په بشري مرستو کي د مرسته کوونکو ترمنځ مفاهمه او تنظيم نسته او ډير ليدل سويدي چي پر يوه پروژه څو ځايه پيسه اخيستل سوي او پيسې ضائع سويدي. اکسفام ادعاء کوي چي مرسته کوونکي پدي کي ناکام سويدي چي پخپل منځکي او دحکومت سره خپل کارونه همږغي کړي. مرسته کوونکي مؤسسې او هيوادونه يې پدي کي پاته راغليدي چي د خپلو پيسو دمصرف په ځاي، مؤثريت او د مرستو د لګولو په ستراتيجي پسې وګرځي.  په بهرنيو مرستندويه مؤسساتو کي ډير فساد موجود دی. ددې لپاره چي خپل اداري فساد پټ او ماليه په بډه ووهي خارجي إن جي أو ګاني کوښښ کوي چي په کابل کي يو کمزور، رشوتخور او په اداري لحاظ فاسد حکومت موجود وي. پدي ډول د کابل دحکومت په اداري فساد کي د بهرنيو مرستندويانو لوې لاس دی.


دهغه هيواد اقتصاد چي تراشغال لاندي وي داشغالګر قوت لخوا داسي تنظيميـږي چي پرخپلو پښو ونه دريـږي او تل يې پرنورو تکيه او د مرستي لاس يې نوروته اوږد وي. افريقا چي دنړۍ په ټولو قارو کي دطبيعي زېرمو په لحاظ غني ده او په سوو کاله دغربي نړۍ ترتسلط لاندي اوسي او په سوو زره مليونه ډالره يې دمرستي په نوم پکې مصرف کړيدي، تراوسه يې نه خلک په وچه ډوډۍ ماړه سوه او نه ډيموکراسي پکښې راغله.


اتم سؤال داکثروافغانانو دا وو چي ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کي افغانانو ته ګټور دي؟


دبون قرارداد او دملګروملتو دمؤسسې امنيت شوری په افغانستان کي بهرني مداخلې اولاسوهني ته قانوني بڼه ورکړه او دافغانستان راتلونکې ئې چي څرنګه ګاونډيانو ئې او لويو طاقتونو غوښتل ترسيم کړه. د نړۍ 37 هيوادونو ته يې د ايساف ترنامه لاندي حق ورکړ چي د افغانستان سرنوشت دي دقوې د استعمال په شمول ددوی په لاس کي وي.  کوم حکومت چي د بون د کنفرانس په نتيجه کي د افغانانو لپاره جوړ سو په حقيقت کي د ملګروملتو د مؤسسې د پخوانۍ فيصلې مطابق او د هغه مؤسسې د سرمنشي د پخواني خاص استازي (الأخضر إبراهيمي) په قول د 6 + 2 حکومت وو. دا حکومت بايد د افغانستان د 6 ګاونډيو او 2 لويو طاقتونو (امريکا او روس) دګټو خوندي کوونکی وي. وروسته پردغه فارمولا هندوستان هم ورزيات سو يعني 6+2+1.  دلته افغانانو ته د اوليت حق ورنکړه سو بلکه دافغانستان حکومت بايد د افغانانو تر ګټو د نورو ګټي په افغانستان کي وړاندي وګڼي. نو ځکه تقريبا دهر وزارت يا ولايت مقام دافغانستان ترسرحداتو هاخوا يو حامي لري. دثقه معلوماتو له مخي دولايت له مقام څخه ووزارت ته ديو والي دتبديليدو د موافقې پرسر دوې مياشتي امريکايانو د ملل متحد پواسطه دافغانستان د يوګاونډې هيواد سره خبري وکړې څو هغه هيواد دځينو شرايطو په ايښوولو سره د نوموړي کس دتبديلۍ موافقه وکړه. حامد کرزي دجرمني دشپيګل مجلې سره په 2 مئ 2008 اعتراف وکړ چي نوموړی دخارجي مرستندويانو بې اجازي ددولت دعالي رتبه مامورينو تقرر او يا عزل نسي کولای.


نړيوالي ټولني ايران ته جنوب غربي ولايتونه ورکړيدي چي اباد يې کړي. دکندهار- چمن ترمنځ د اورګادي دپټلۍ غځولو کار پاکستان ته ورکول سويدی. ترکيې ته په شمال کي عمراني چاري محول سويدي. تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته په افغانستان کي دهغو سره وګاونډيو ولاياتو ته بريښنا ورکول او دکليو دپراختيا کارونه ورکول سويدي. هندوستان ته د افغانستان په ډيرو برخو کي لکه سلما پروژه، د ايران او دلارام ترمنځ سړک جوړول، دکابل-خوست سړک، دکنرونو انکشاف او نور دپاکستان سرحداتو ته څرمه د فعاليت موقع ورکول سويده.


د افغانستان په حساس جغرافيائي موقعيت ځان پوهول پکار دي چي له بده مرغه ډيرو دغه حساسيت ندی درک کړي او دا هيواد يې د بالوکاله جنګ ډګر ګرځوليدی. څرنګه چي د افغانستان ګاونډيان پخپلو منځوکي رقابتونه حتی دښمنۍ لري نو د نړيوالي ټولني دا پاليسي چي زموږ هر ګاونډي ته يې د افغانستان د ابادۍ په ظاهري پلمه يوسکتور يا برخه ورسپارلې ده ددې پرځای چي سيمه ايزه همکاري او تعاون رامنځته کړي پدي هيواد کي يې لانجي او تاوتريخوالی پيدا کړيدي چي قربانيان يې افغانان دي او تاو به يې خپله دوي ته هم ورسيـږي. راسئ دموضوع د روښانولو لپاره د مثال په ډول په افغانستان کي د هند او پاکستان رقابت ته وګورو. په افغانستان کي دهند د يوه پخواني سفير بهادرکومار په قول هندوستان دشوروي دتجاوز په وختکي دکابل د رژيم ملګرې وو او دافغانستان په داخلي جنګونو کي يې دشمال ائتلاف ملاتړ کاوه (او وروسته يې د طالبانو مخالفت پدې کاوه چي اکثريت يي پښتانه وه، اسلامي نظام يې غوښت او پدي باور چي پاکستان يې ترشا وو). د بهادرکومار په وينا /هـنـد اوس دکابل د حکومت سره نظامي مرستي کوي؛ فوج ته چي اويا په سلو کي افسران يې تاجيک دي تعليم و تربيه او وسائل ورکوي او د شمال ائتلاف سره اوس هم ډيري نژدې اړيکي لري؛ په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشريف کي يې قونصلګري پرانيستي دي؛ د زرنج – دلارام سړک جوړوي؛ د پارلمان تعمير ابادوي؛ له پلخمري ترکابله د بريښنا مزي تيروي؛ په کابل کي د حرارتي بريښنا يوه دستګا نصبوي؛ پر هريرود دسلما بند جوړوي؛ يوولس ولاياتو ته د تلفون مزي غځوي؛ کابل ته يې الوتکي او په سوو بسونه ورکړيدي؛ دولتي مامورين تربيه کوي؛ تراوسه يې 3000 افغانانو ته مسلکي روزنه ورکړيده؛ په سووو سکالرشپونه يې افغان ځوانانو ته ورکړيدي؛ روغتونونو سره طبي مرستي کوي؛ يونيم مليون ماشومانوته بسکوت ورکوي؛ په کنرونو کي پراختيايې پروژې جوړوي؛ (دکابل-خوست سړک جوړوي او کيداي سي چي د کندهار- سپين بولدک سرک هم ورکول سي). نوموړی دپلومات وايې چي داوخت په افغانستان کي شاوخوا 4000 هنديان په مختلفو پروژو کي کار کوي او هندي نشرات او د باليوډ فلمونو خو په افغانانو کي ډير نفوذ کړيدی. هند تر امريکا، برتانيې، جاپان او جرمني وروسته تر ټولو لوی مرسته کوونکی او ډير مؤثر هيوادو دی.  نوموړی وايې هند دافغانستان سرحد ته نژدې په تاجکستان کي يوهوائي ډګر جوړ کړيدی چي دافغانستان لپاره کارځيني اخلي./ د بي بي سي په وينا هند دا ټول کارونه په افغانستان کي دپاکستان د اثر دکمولو لپاره کوي.


له بلي خوا، افغانستان د پاکستان د ثبات، حاکميت او ارضي تماميت لپاره حياتي ارزش لري. نو ځکه هغه هيواد د افغانستان بهرنۍ پاليسي ته په ډير اهميت او دقت ګوري. پاکستان په افغانستان کي د هند داسي حضور هيڅکله نسي زغملاي چي دده امنيتي ګټي تهديد کړي. هغه په افغانستان کي دهند دنفوذ دخنثی کولو لپاره هرڅه کوي. افغانستان بايد پخپله خاوره کي دخپلو ګاونډيانو دکړو سخت مراقب وي؛ هسي نه چي داهيواد لومړی ددوی دسياسي کشمکش ميدان او وروسته دبالوکاله جنګ ډګر وګرځي او افغانان په وژنو او کړاونو واړوي. امريکا او غرب د افغانستان او مرکزي اسيا منابعو ته د رسيدو او پر ايران د فشار لپاره پاکستان ته په جيوپوليټک لحاظ ترهندوستان ډير اړ دي. پاکستان به د غرب لدغه مجبوريته دهند او په کابل کي دهند دطرفدار حکومت دکمزورولو لپاره استفاده کوي اوهغوته به په دننه افغانستان کي ماته ورکوي چي دا هم د افغانانو په مرګونو او کړاونو کيـږي. پاکستان فکر کوي چي دکابل موجوده حکومت هندوستان ته موقع ورکړېده چي د پاکستان پر سرحداتو خپل داستخباراتو ادارې فعالي کړي او له هغه ځايه پاکستان وڅاري. همداراز پاکستان پدي عقيده دی او څوواره يې شکايتونه هم کړيدي چي دافغانستان دخاوري په استفاده سره هندوستان د ايران په همکارۍ د سپين بولدک – دلارام او زرنج په مثلث کي د پاکستان په خلاف بلوڅانو ته نظامي تربيه ورکوي او پاکستان ته يې د تخريب لپاره ليـږي.


ترکيه او ازبکستان دافغانستان په شمال کي رشيد دوستم او نور ترکژبي تقويه کوي او دهغو سره دمرستي ترنامه لاندي په سيمه کي دخپلو ستراتيژکو ګټو لپاره کار کوي. روسيه، تاجکستان او ايران يې مخالفت کوي او مخ ئې نيسي چي پدې ډول دافغانستان شمال هم دګاونډيانو رقابت زوروي. اکبربای چي پخوا درشيد دوستم معاون وو دپيام افغان سره په يوه مرکه کي (28 جولای 2008) وويل چي ترکيه په افغانستان کي ډېره فعاله ده او درشيد دوستم هراړخيزه مرسته کوي. ده وويل چي زه پخوا درشيد دوستم مرستيال وم او ترکيې په نهه مياشتوکي زموږ دشوری دتقويې لپاره يووار درې نيم لکه ډالره او بيا درې لکه ډالره راکړل. حامدکرزي په 2 مئ 2008 کي دشپيګل المانۍ مجلې ته ويلي وه چي ما خپل په حکومت کي يو لوړپوړی چارواکی (رشيددوستم) له دندي ګوښه کاوه خو يو بهرنی هيواد (ترکيه) چي په افغانستان کي فوجونه لري پر ودرېد او ايسته مي نکړای سوای.


زموږ نور ګاونډيان هم پخپلو منځوکي سم ندي او ددوی حرص او منافقت په افغانستان کي سياسي، امنيتي او نور ډول ډول لانجې راپـيدا کړيدي. ددوی هغه اتفاق چي د طالبانو د راپرزولو او د بون د کنفرانس په وختکي وو اوس نسته.  اوس همهغه د پرون ملګري يودبل وينو توئيدو ته ناست دي. حتي اوس دامريکا په پخوانيو ملګرو او ستراتيجيکو انډيوالانو (ناټو غړو هيوادو) کي هم دافغانستان په باب اتفاق ندی پاته او د بخارست په سرمشريزه کي له ټول غربي نړۍ څخه په ډير تکليف 800 عسکره د افغانستان د جنګ لپاره ورټول سول. بل کال به دغومره عسکر هم نه پـيدا کيـږي او امريکا به مجبوره وي خپل عسکر زيات کړي او پدې ډول به کرار کرار دا جګړه د امريکايانو په جګړه بدليـږي. لکه په اتيايمه لسيزه کي چي غربيانو افغانستان ته د روسانو لپاره ديو دام په سترګه کتل اوس روسانو او ملګرو يې افغانستان د امريکايانو لپاره دام ګرځوليدی.  دامريکايانو ويني به تويوي، ځيني به چکچکي ورته کوي او نور ددې دانډيوالانو په شمول به په بيتفاوتي ورته ګوري. څرنګه چي افغان فوج دجنګ ايديالوجي او ملي خصوصيت نلري امريکايان به مجبور وي د جنګ ډير بار خپله واخلي او جنګسالاران، د بشري حقوقو پايمالونکي او قاچاقبران به خپل ملګري کوي، دفاع به يې کوي او پرقدرت به يې ساتي. او پدې ډول به دخپلو معنوي ارزشونو پايمالولو، شرم او رسوائي ته ادامه ورکوي. افغان ولس به نور هم ناراضه او د مقاومت ملګری سي.


ډېرعربان په افغانستان کي ددولت مخالف قوتونه تقويه کوي. هغه پدې نه چي خوښ يې دي بلکه پدې چي له بريالۍ امريکا څخه ويريـږي. هغوي په ډاګه وائي چي که امريکا په افغانستان او عراق کي کاميابه سوه په موږ پسي راځي او دا ويره دوی ته د امريکائي مقاماتو له بيابيا اظهاراتو راپـيدا سويده. ځيني عربان وائي چي په افغانستان کي اوسنئ کړکيچ امريکايانو د خپلو ستراتيجکو ګټو د تأمين په منظور راپيدا کړيدی او د خپل حضور د توجيه لپاره نه غواړي هلته امن او ارامي راسي. دوی ادعا کوي چي که څوک پرامريکايانو ټک هم ونکړي بيا هم دوی به افغانان تحريکوي او جنګ ته به ئې مجبوروي. دوی وائي چي امريکا بايد له افغانستانه ووزي. پدې ډول د عربانو هغه اتفاق چي د غربيانو سره يې د بون د کنفرانس په وختکي درلود اوس نلري.


امريکا، ناټو او ډېر افغانان ايران په مداخلاتو تورنوي. دکابل په اخبارونو او دغربي نړۍ په مطبوعاتو کي په بيا بيا نشر سويدي چي ايران په افغانستان کي دافغان دولت مخالفينو ته وسلي او پيسې ورکوي. دشمال ائتلاف ملاتړ خو ئې علني او پخوانی دی چي دهغو له لاري امريکايان او افغان دولت ترفشار لاندي راولي. په 27 جولای 2008 کي روئتر له کابله وليکل چي ترورستان له عربي نړۍ خصوصا عراق څخه د ايران له لاري افغانستان او پاکستان ته ځي او هلته افغاني او ميشته بهرني عسکر وژني. ايران اوس د ترورستانو دتګ او راتګ مطمئن دهليز دی. داسي خبرونه دي چي روسيه هم د تاجکستان له لاري افغانستان ته وسله او پيسه لېږي.


د ناټو او ايساف قوتونو د کابل د کمزوره دولت استقرار او مشروعيت ته لويه صدمه رسولېده. پرعام ولس، لارويانو، ودونو او جنازو بمباري، دخلکو وکوروته په زور ورننوتل، د خلکو بيعزتي او بي عفتي کول او خلک د محکمي له حکمه پرته نيول او بنديانول افغانان ډير خوابدي کړيدي.  داډول خپلسريو د منتخب جمهور رئيس، منتخب پارلمان، منتخبو ولايتي شوری ګانو او نورو دموکراتيکو او بشري حقوقو ارګانونو موقف ډير کمزوره کړيدی. کرزي څو واره د عام ولس د فشار په نتيجه کي ژړليدي چي د بيګناه خلکو دبمباريو بنديده زما په وس ندي پوره. دلته دکرزي دغه اعتراف د هيواد ملي حاکميت او ددولت مشروعيت ترجدي سؤال لاندي راولي. کرارکرار داجنګ اوس د تروريزم سره د مقابلې پرځای د افغان ولس خصوصاٌ دپښتون قوم سره دی چي د وخت په تيريدو به نورو ناټو سرتيرو ته ضرورت وي. په ياد ولرئ چي د سره فوج 120000 عسکرو چي هرشپـږ مياشتي بدلېدل او تازه دم کيدل د لس کاله مسلسل شديد جنګ سره سره ددې وس ونه درلود چي دافغانانو مقاومت مات کړي. افغانستان ته د نورو امريکائي عسکرو ليـږل مشکل نسي حلولای بلکه نور ئي هم خرابوي او پـيچلی کوي او په سيمه کي هغه قوتونه چي ددوی وينو توئېدو ته ناست دي تشويقوي چي مخالفين نور تقويه کړي. د افغانستان د اوږدمهالي امنيت لپاره نظامي قوت بايد د يوې پراخي ستراتيجي په چوکات کي (امنيت د سوکالۍ له لاري) استعمال سويوای چي ونسو.


د عامو خلکو وژلو، قهر او دولت ته ورځ په ورځ زياتيدونکې بدبـيني د ناټو او امريکائي قوماندانانو ترمنځ دنظر توپير راپيدا کړيدی کوم چي له لومړي سره په افغانستان کي د جنګ پر ستراتيژي يو نه وه. دناټو ځيني غړي وائي چي د بې پروائي اوعدم دقت په نتيجه کي په بمباريو دعام وګړو وژل به امريکا او متحدينو ته افغانان بدبين کړي.  دامريکا او برتانيا ترمنځ په هيلمند کي وروستۍ ناندرۍ دجنګي ستراتيژي پرسر ددوی ترمنځ اختلاف ښئي. پدې ډول دناټو غړو هيوادو ترمنځ چي په افغانستان کي جنګيږي کومه ښکاره او واضحه ګډه تګلاره نسته. که امريکايان په عراق کي فوج کم او افغانستان ته يې واستوي حالات به نور هم خراب سي او دناټو غړو ترمنځ به اختلافات نور هم ډير کړي. ناټو د شوروي اتحاد پخلاف جوړه سويوه نه د افغانستان غوندي يو کوچني هيواد د ټکولو لپاره. لتونيا، چک، لتوانيا، استونيا، پولينډ او هالينډ په افغانستان کي څه ګټي لري چي خپل زامن مړه کړي؟ هغوي د امريکا د خوښۍ لپاره ځانونه وژني خو دا قرباني ترډيره نسي ورکولای.  بله مهمه خبره داده چي په غرب کي ډير چارواکي، افغانان او د هغوې خصوصيات نه پـېژني. په عراق کي مخالفين د امريکايانو خلاف مخامخ نه جنګيـږي بلکه بمان ورته ايـږدي خو په افغانستان کي په سوو مخالفين مخامخ پر امريکايانو ورځي، سيمي ځيني نيسي او پر يوشمير سيمو همدا اوس طالبان عملاٌ حکومت کوي. که جنګ اوږد سي او طالبانوته سمه وسله په لاس ورسي بيا به ناټو ته مشکله سي چي جنګ يوسي. د افغانستان په ليري او نژدې ګاونډيانو کي داسي هيوادونه سته چي دغه جنګ اوږدول غواړي چي امريکايان پکښي راګير وي او ډيره وينه ېې توي سي. په کابل کي د برتانيا سفير ښاغلی شيررد کوپرکولز و بي بي سي ته په جون 2007 کي ويلي وه چي برتانيا غواړي 30 کاله په افغانستان کي پاته سي داځکه دا هيواد زموږ د خارجي سياست په سر کي دی. خو جرمنی، ايتاليا او هسپانيا دښاغلي کولز سره موافق ندي او فکر نکوي چي برتانيا 30 کاله په افغانستان کي جنګ مخته بيولای سي. دانګلستان صدراعظم ګورډن براؤن همدا موده تيره هفته لس کاله ته راټيټه کړه.


لکه چي وويل سوه، زموږ ګاونډيان او لوی طاقتونه په نړيواله او سيمه ايزه ډګرونو کي رقابت او حتی دښمنۍ لري. او دا رقيبان او دښمنان اوس په افغانستان کي فعال حضور لري او عملا په فعاليت لګيا دي. يو چي يې يو قدم اخلي هغه بل باندي شکمن دی دوه قدمه اخلي. يو وائې چه هغه بل مخته سو زه پاته سوم.  داسي رقابتونه به هغه وخت ښه وای چي افغانستان يو ملي او پرخپلو پښو ولاړ دولت درلودای. مګر اوس دا رقابتونه دافغانانو په ډير ضرر تماميـږي داځکه همدا هيوادونه خپلي دښمنۍ بالوکاله په افغانستان کي مخته بيائي او قرباني يي افغانان دي. ددوی حضور ددي پرځای چي افغانانوته ګټه ورسوي ضرر يي رسوليدی او ددې جګړه ځبلي هيواد استقرار يي ورخراب کړيدی. همدا ګاونډيان اوس دامريکا داشغال په پلمه په افغانستان کي يو مرکزي قوي حکومت نه غواړي بلکه يو کمزوره او تل پر نورو تکيه هيواد يې خوښ دی چي دوی ته محتاج وي، ددوی مرعوب وي او څوک حساب ورسره ونکړاي سی.


سربيره پر پورتنيو ضررونو چي دبهرني فوجونو حضور ئې افغانستان ته رسوي خارجيان دافغانستان داقتصاد او کلتور په ضرر هم دی. افغانستان پخوا پخپل ځان نسبتا بسيا يو زراعتي هيواد وو. اوس ئې زراعت فلج او يو تارياکي هيواد دی چي د نړۍ 93 په سلو کي مخدره مواد توليد او صادروي. هغه هيلمند چي پخوا د غنمو او پنبه ګودام وو نن دخارجيانو دفعال حضور له برکته ددنيا دمخدره موادو پايتخت دی. همداراز، خارجيانو دافغانستان تاريخي اثار هم لوټ کړل. دناروې افترپوستن په 18 جون 2008 وليکل چي دناروې عسکرو دافغانستان د 4000 کلو زاړه تاريخي اثار غلا کړيدي او له افغانستانه يې ايستلي دي. ناروې دافغان موزيم په بيا ودانولو کي مرسته کړيده. دافسوس خبره ده هغه عسکر او بهرنيان چي افغانستان ته دمرستي، صداقت او بيا ودانولو په نوم راځي غلاوي کوي او تاريخي شتمنۍ او فرهنګي خزاني لوټوي.


واشنګتن پست پخپل 28 جولای 2008 ګڼه کي ليکي چي:افغانستان کي هرڅه بهرني قرارداديانو ته ورکول سويدي. دامريکا دنړيوال انکشاف اداره قضا او عدليه هم بهرني قرارداديانو ته ورکوي چي دامريکا او ناټو دفوجيانو سره په مشوره ستره محکمه او عدلي نظام اصلاح کړي. دوی به افغان قاضيانوته دقضا چل ورزده کوي چي دچا په باب څنګه قضاوت وکړي او کوم مجرم ته څومره او څنګه سزاء ورکړي. دوی به قاضيانو ته ورزده کړي چي دخلکو څه حقوق دي او دښځو سره په قضا کي څه معامله وکړي.\ دافغانستان قضا تراواسه اسلامي تشخص درلود او هرچا ورته احترام کاوه. قاضي به پرتورن شل کاله قيد او يا داعدام حکم راوايست، محکوم به تسليم او حکم به تطبيق سو. خو چا قاضي ته بد نه ويل او نه يې تهديداوه.  موږ نه وه اورېدلي چي يو قاضي پدې سبب چا مړ کړ چي مجرم ته يې د مرګ سزا ورکړيوه.  بلکه خلکو به ويل چي کوم لاس دقاضي پري کړي درد نکوي.  هغي قضا ته به څه تقدس پاته سي کومه چي دامريکايانو او نورو غيرمسلمانو لخوا تنظيم او رهنمائي کيـږي او په سيمه کي د نورو د ستراتيژکو ګټو په خدمت کي وي؟  دافغانستان په قضائي نظام کي دا لاسوهنه به دا مهمه او محترمه اداره د نورو سکتورو پشان د لوی فتور او بحران سره مخ کړي.


ترڅو په افغانستان کي يو ملي حکومت چي داکثريت مورد اعتماد وي منځته نه وي راغلي او ترڅو چي افغانستان اشغال او بهرني مسلحي قابضی قواوې پکښې وي ترهغو به دخارجيانو حضور افغانستان ته دګټی پرځای مضر وی. 



نهم سؤال دا وو چي په امريکا کي به د راتلونکی نومبر د انتخاباتو په نتيجه کي نوي جمهور رئيس په سپينه ماڼۍ کی کښينی. هغه بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟


جواب:  د امريکا نوی جمهور رئيس هرڅوک چي وي، زما پيشبيني داده چي افغانستان ته به ډېرعسکر استوي او جنګ به تودوي. هغه به په عراق کي خپل عسکر کموي او افغانستان ته به ئې استوي. امريکايان فکر کوي چي په عراق کي کاميابي ورته ګرانه خو په افغانستان کي اسانه ده. ددې لپاره چي له عراقه وتل په ماته څوک تلقي نکړي نو امريکايان به خپل ځانته د اوړو دپزي دايښوولو په منظور پر افغانستان عسکري فشار ډېروي. دوی له تاريخه ناخبره افغانستان يو اسانه هدف ګڼي.  کله چي افغانستان ته ډېر عسکر واستول سي نو دامريکا ميډيا لکه راديو او تلويزيون به هم په افغانستان کي فعاليت ډېر کړي. په افغانستان کي دامريکايانو پراخ حضور به زموږ ليري او نژدې ګاونډيان ووېروي او وهڅوي چي مخالفينو ته نوره پرمختللي وسله او مالي ملاتړ ورکړي.  دابه جنګ ډېر تود کړي او دبهرنيو عسکرو تلفات به نور هم ډېر سي. دتلفاتو دډېرېدو په صورتکي به دناټو غړي هيوادونه خپل عسکر کم او يا وباسي او دجنګ بار به په افغانستان کي يوازي دامريکا پراوږو پاته سي. دامريکايانو تلفات به نور هم ډېر سي او ميډيا به ئې په امريکا کي په ښه تفصيل خپروي. دا حال به دوه درې کاله دوام وکړي او بيا به لکه د ويتنام دوختو پشان دسپيني ماڼۍ په مخکي خلک مظاهرې کوي چي له افغانستانه دي زموږ عسکر راووزي. په ويټنام کي امريکا ماته نسوه بلکه دخپلو خلکو فشار راوايسته داځکه خلکو دسپيني ماڼۍ په مخکي نارې وهلې چي زموږ زامن ولي په ويټنام کي دجنګسالارانو دبرسراقتدار ساتلو لپاره مري؟ زموږ مېړونه ولې پرويټنام دجنايتکارانو دمسلط ساتلو لپاره وينه تويوي؟ زموږ وروڼه ولي په سايګون کي دقاچاقبرانو دګټو قرباني کيږي؟  زه تاسوته پېشبيني کوم چي درې کاله وروسته به دامريکا ولس دسپيني ماڼۍ په مخکي همداسي نارې وهل پيل کړي چي زموږ زامن ولي په افغانستان کي دفلاني قاچاقبر وزير دبرسراقتدار ساتلو لپاره مري؟  زموږ سړيان ولي په کابل کي درشوتخورو او طفيليانو دچاغېدو لپاره قربانيـږي؟  زموږ وروڼه ولي پرخلکو دجنګسالارانو دترپلو لپاره خپلي ويني تويوي؟ موږ څه حق لرو چي پر زورېدلي افغانانو دبشردحقوقو دښمنان مسلط وساتو؟ موږ نه غواړو دکابل فاسد حکومت دژوري پشان زموږ په وينو وپائي. …..  دا ميډيا، دامظاهرې او دا فشار به دامريکا حکومت مجبور کړي چي خپل فوجونه له افغانستانه په ټيټ سر وباسي.  پدې ډول زه دامريکا راتلونکې په افغانستان کي دويټنام دجنګ دوخت سره تشبيه کوم.  ما امريکايانو ته دا خبره دخپلي تجربې او تاريخ څخه په درس په پوره وضاحت کړېده چي که تاسي په افغانستان کي پرنظامي حل اصرار کوی نو زه په پوره ډاډ درته وايم چي ستاسي سرنوشت دروسانو دی. هغوی په يولک وشل زره فوج خپل مطلب ته ونه رسېدل، تاسي هم نسی رسېداي. خو داهم درته وايم چي په افغانستان کي دناټو ماته تاسي، دناټو غړو هيوادونو، افغانانو او دسيمي خلکو ته ښي پايلي نلري.  (دناټو دماتي عواقب مي په تفصيل ورته تشريح کړيدي چي دلته يې د ذکر مجال نسته). ما ورته وويل چي دمخه تردې چي امريکا ددغه شوم سرنوشت سره مخ سي دامريکا نوی جمهور رئيس بايد دافغانستان په باب دامريکا پاليسي بدله کړي او سياسي حل ته پرنظامي حل ترجيح ورکړي. پدې کي دټولو خير دی. دامريکا نوی جمهور رئيس بايد د هغه فارمول له مخي او يا هغه ته ورته کوم چي ستاسي په وړاندي مي ايښی دی عمل وکړي او له افغانستانه د خپل فوجونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړي. 



لسم سؤال دا وو چي په افغانستان کي په راتلونکي کال کي د جمهوري رياست لپاره انتخابات دي، ستاسي په نظر څوک به موزون سړي وي؟


که دافغانستان په باب د امريکا او ناټو پاليسي همداسي وي لکه اوس چي ده او بدله نسي نو اول ممکن دامنيتي شرايطو دخرابۍ په وجه انتخابات ونسي او که وسي نو هرڅوک چي د نوې انتخاباتو په نتيجه کي مشر سي کامياب به نه وي. دافغانستان دولتي دستګاه اوس يوې فاسدي معدې ته ورته ده ترڅو اساسي علاج يې ونسي هره سالمه غذا چي ورسي فاسديـږي. البته څه سليقـئی تغيير به دهر نوي سړي سره راسي خو هغسي به نه وي چي خلک ئې طمع لري. زه دسړي لپاره نظام نه غواړم بلکه يو سم نظام بايد جوړ سي او بيا دهغه لپاره په سړي پسې وکتل سي. يعني نظام د سړي لپاره نه وي بلکه سړی دنظام لپاره وي.  نو ځکه زه اوس پر سړي هيڅ فکر نکوم بلکه دا فکر کوم چي څنګه دا نظام په يو ښه نظام بدل سي څو وکولای سي صالح خلک راجلب کړي. 



اخير سؤال د هرچا دا وو چي څه بايد وسي چي افغانستان د رواني فاجعي څخه خلاص سي (د کړکيچ د حل لار)؟


دغه سؤال ته ما د اوسني نظام دبـديـل ترعنوان لاندي جواب ورکړی دی. هرڅوک د کابل پرحکومت انتقادونه کوي او وايی چي افغانستان يې تباهۍ ته روان کړی دی خو دهيچا سره نسخه نسته چي څه بايد وسي چي له دغه تباهي څخه راوګرځي. شکايتونه ډير دي خو دحل لار نامعلومه. هرڅوک دا سؤال کوي چي که دا نظام نه وي نو پرځای به يې کوم څه وي چي هم په هيواد کي امن او اطمنان راولي او بيا د 1992 کورني جنګونه تکرار نسي، هم دسيمي هيوادونه ورڅخه مطمئن وي او هم نړيوال قانع وي چي افغانستان د نړيوالي ټولني يو فعال او ګټور غړی دی. 



         بـــديــل   A l t e r n a t i v e


په 2001 کی د طالبانو ترسقوط وروسته ډيرو افغانانو د خپل تاريخ پخلاف نړيوال فوج ته ښه راغلی ووايه څو دهغو زورواکانو له ظلمه يې وساتې کوم چي د امريکا په مرسته بيا قدرت ته رسيدلي وه. داستاد رباني د وخت دداخلي جنګونو او بشري ناورين ترخه يادونه دهرچا سره تازه وه. همداراز، دافغانانو هيله وه چي نړيواله ټولنه به د خپلو وعدو مطابق ديو سم حکومت جوړېدوته موقع ورکړي او د وران سوي افغانستان په بياودانولو کي به فعال سهم واخلي. خو په تيرو تقريبا 7 کلونو کي دغه وعدې ترسره نسوې او په ملکي او نظامي ساحوکي دملي او بين المللي بيسابقه حمايت سره سره ډير لـږ کار وسو. اوس افغانان نژدې دي چي خپلي هيلي له لاسه ورکړي. نړيوال هم په افغانستان کي روښانه اينده ځانته نه ګوري. لکه د انګليستان لارډ پاډي اشډن چي وائي /ناټو ډيره نژدې ده چي د افغانستان کنترول له لاسه ورکړي./  د ناټو پخوانئ قوماندان، د پي ار ټي مؤسس او د امريکا د اتلانتک کونسل مشر جنرال جيمز جونز اخطار ورکوي چي/ ناټو په افغانستان کي ګټونکې نده./ داروپائي پارلمان دبهرني اړيکو څانګه په تير اپريل کي راپور ورکړ چي/ دياغيانو دفعاليت دوام او دافغان حکومت کمزوري په افغانستان کي د غرب او اروپا ماته يقيني کوي./  ډير څيړونکي دافغان حکومت حالت هغه سخت ناروغ ته ورته بولي چي د شديد مراقبت په خونه کي په مصنوعي تنفس ژوندی دی. چي کله هم دغه مصنوعي تنفس (خارجي فوجونه او د ډالرو پيچکارۍ) ځيني ليري سي ناروغ سمدستي مري. په کابل کي د تير ثور د اتمي دجشن واقعه ئې ښکاره مثال دي چي د مخالفينو څو فيرونو د اردو جنرالان وزغلول او رئيس جمهور او وزيران ئي پرميدان دښمن ته پريښوول. خو ددې ټولو مشکلاتو سره سره موږ پدې باور يو چي دکړکيچ د حل لار اوس هم سته پدې شرط چي نړيواله ټولنه ئې وغواړي او پر سمه لار ديو لوی ګام د اخيستلو اراده او جرائت وکړي.


د افسوس خبره ده چي ناټو او نړيوالي ټولني په ټولو ونکړای سواې په افغانستان کي امنيت راولي بلکه خپله د امنيت داخلال سبب سويدي. اوس ددې پرځای چي د ترورستانو سره وجنګيـږي د خلکو سره جنګيـږي. د کابل حکومت له کابله بهر پر اطرافو ډير لږ کنترول لري؛ لوی ښارونه اکثره وحکومت ته د نيمه وفاداره زورواکانو په لاس کي دي. پداسي حال کي چي کلي او درې دحکومت له کنترول بهر دي، د هيواد جنوبي، ختيزي او لويديزي برخي اکثره بالفعل د طالبانو په لاس کي دي چي د ناټو سره په جنګ دي او د هيواد شمال د زورواکانو په پنجو کي دی. طالبانو اوس شمال ته خپل واک غځولی دی او پرکابل ئې هم فشار ډير کړيدی. ناټو بايد په شمال کي هم د طالبانو د مقابلې لپاره فوج واستوي چي ددغه کار لپاره نور عسکر بايد افغانستان ته راولي. امنيت دکابل په ښارکي چيري چي نړيواله ټولنه او ناټو کافي حضور لري ورځ په ورځ خرابيـږي؟  دعراق پشان اوس نه يوازي د سړک دغاړي بمان او اسانه اهداف ويشتل ډيرسويدي بلکه په رڼا ورځ بانکونه وهل کيـږي، دارائي چور او سوداګر تښتول کيـږي.  هيڅ يو لوړ رتبه مأمور د کابل په ښار کي بيله مرمي ضد موتر چي ښيښې ئې هم بايد توري او باډيګاردان ورپسي وي نسي ګرځيدای.  کرزی سره لدې چي دخلکو منتخب مشر ځانته وائي پخپلو خلکو اعتماد نسي کولای او ځان په خاصو امريکائي باډيګارډانو ساتي. خو ددومره احتياط سره بياهم څو واره له مرګوني ګوزاره خلاص سويدی. دا ټول په هيواد کي دکمزوره امنيت مثالونه دي.


د کابل حکومت نه يوازي مسلحو مخالفينو فلج کړيدی بلکه ډيرهغو کوچنيو حکومتونو هم فلج کړيدی چي د کرزي د حکومت په داخل کي جوړ دي. دجمهور رئيس لومړی مرستيال او ځيني وزيران ښکاره د کرزي په مخالفه جبهه کي ولاړ دي. دوهم مرستيال ئې په دايکندي او باميان کي خپله خاصه اجندا مخته بيائي.  دبلخ والي عطاء محمد نور په بلخ کي، د فوج لوی درستيز رشيد دوستم په شبرغان او فارياب کي، حسين انوري په هرات او د کرزي وروڼه په کندهار او کابل کي ټول خپلي شخصي ادارې چلوي چي د مرکزي حکومت مشروعيت او مؤثريت ئې شديدا متضرر کړيدی.


افغانستان به ناټو او امريکايانوته تر عراق ډېر خطرناک ثابت سي. په افغانستان کي د عراق پشان د شيعه و سنی او نور قومي حاد اختلافات نسته چي هغه ته لمن ووهل سي. که څه هم په بون او ترهغه وروسته ډير کوښښ سويدي چي افغانستان پرقومي، سمتي، ژبني، نژادي او مذهبي بنيادونو لکه عراق وويشي خو مطلوبه نتيجه يې نده ورکړې. لکه دروسانو په وختکي دلته هم دڅو خرڅ سوو کسان پوسيله ډير تلاښ وسو چي اقليتونه دپښتنو پخلاف راوپاريـږي خو دافغانستان شريفو او نجيبو قومونو داستعمار داتوطئه تراوسه کاميابۍ ته نده پري ايښې او په هيڅ ځای کي دقومونو ترمنځ جګړه نسته.  د وخت په تيرېدوسره به داشغال پرضد مقاومت پدې قادر سي چي ټول ولس د خارجيانو پخلاف راپورته او تنظيم کړي. علاوتاُ، په عراق کي هيڅوک د امريکايانو پخلاف مخامخ نه جنګيـږي بلکه ډير تلفات د سړک دغاړي بمان او انفجارات کوي. پداسي حال کي چي په افغانستان کي په سوو طالبان مخامخ د ناټو دعسکرو سره جنګيـږي.  په عراق کي هيڅ سيمه په زور جنګياليو نده نيولي او خپل حکومت يې ندی پر کړي خو په افغانستان کي همدا اوس ډيري سيمي دطالبانو په لاس کيدي او حکم پر چلوي.  که جنګ اوږد سي طالبان به نوره او ښه وسله پـيدا کړي چي د ناټو لپاره به جدي خطر وي.


په افغانستان او نړيواله ټولنه کي پاليسي جوړونکي خوشبينه او پدي عقيده دي چي په افغانستان کي د تيرو 7 کلو په موده کي ډير پرمختګ سوی او ژر به موجود مقاومت مات او دا هيواد به يو دموکراتيک اباد مملکت سي. خو د نړيوالي ټولني يوشمېر ډير مهم څيړونکي پدغه استلال قانع ندي او وائي چي دکابل حکومت او نړيواله ټولنه دهغو وعدو په سرته رسولو کي ډير پاته راغليدي کوم چي دافغان ولس سره ئې کړيوې. دريمه ډله څيړونکي استدلال کوي چي بدون شک څه کار سويدی خو قانع کوونکی او مشوق ندي. دوی وائي چي که موجوده وضع دوام وکړي نو په افغانستان کي دنړيوالي ټولني ماته يقيني ده. ژر بايد يو کار وسي چي دغه دماتي خواته روان جريان و مثبتي خواته واړوي. دا ډله څيړونکي مأيوس ندي او هيله لري چي نړيواله ټولنه د مخالفينو او هم دهيواد په داخل او خارج کي دهغو کسانو سره چي دکابل دحکومت سره نه جنګيـږي خو په اوسنی وضع هم راضي ندي دمفاهمي ور پرانيزي. همداراز، باايمان او وطندوسته افغانان بايد دخپل وطنوالو په وړاندي نور بېتفاوته پاته نسي او يوازي په شکايت دزړه سوده ونکړي بلکه عملا دوطن دازادۍ او دخپلو خلکو دتباهي دمخنيوي په خاطر پر يوه پلتفورم راټول او وطنوالو او نړيوالوته دمشکل دحل بديل وړاندي او دټولو لپاره دهيلو يوه مرجع سي.  افغانان تردرې لسيزو زيات کافي وزورول سول او دځينو داخلي او خارجي حلقو دمفاداتو لپاره ددې مظلوم ملت نور زورول دتحمل وړ ندی.  ددې تراژيدي دوام که په هرسياسي، مذهبي، قومي يا نړيوال ملحوظ وي يو ډيرغيرانساني عمل او لويه نامردي ده.  د سيمي او نړيوالو طاقتونو مشروع ګټي بايد دافغانانو دګټو سره هماهنګي سي. اوس هم موږ فرصت لرو چي يوه همږغې او منسجمه ستراتيژي چي په عمل کي ښه نتيجه ورکړي طرحه کړو چي دهغه په برکت افغانان وتوانيـږي چي يو مستقر، فعال، دوست او دنړيوالي ټولني قابل اعتماد انډيوال دولت جوړ کړي.


دافغانستان ددولت دمخالفينو سره دملل متحد يا ناټو مخامخ خبري د عدم اعتماد او ځينو نورو ملحوظاتو په وجه ښائي مطلوبه نتيجه ورنکړي. خو هغه پوه او ازمويلي افغانان ښائي له بحران څخه د افغانستان دراوتلو لاري چاري پيدا کړي کوم چي دطالبانو، حکمتيار، شمال ائتلاف او تنظيمونو غړي ندي او نه هم د امريکا دنظامي کمپېن يوه برخه ده بلکه تل ئې دوطن او اسلام دګټو دفاع کړي او دټولو اړخونو دسالمو عناصرو سره يي ښه روابط ساتلي دي. څرنګه چي د افغانستان موجوده بحران نړيوالو مداخلو خلق کړيدی نو دعملي قدم پحيث اول نړيواله ټولنه وظيفه لري چي پدې لارکي يو مثبت قدم واخلي. دوهم او حتی اول دافغانانو وظيفه ده چي دخپل نجات لپاره سره راټول او دخپلو وطنوالو او نړيوالي ټولني سره دبحران دحل په لارکي مرسته وکړي. ټول بايد په افغانانو کي يو داسي شخص يا ډله ولټوي چي پورتني خصوصيات ولري، افغانان ئې په بد نوم ونه پـيـژني، دطالبانو او مجاهدينو سره ئې اړيکي بدي نه وي، د سيمي هيوادونه ترې ونه ويريـږي او نړيواله ټولنه ورسره کار وکړايسي او ورڅخه وغوښتل سي چي دموجوده بحران د حل په لار کي يو مثبت کردار اداء کړي.  هغه بايد په افغانستان کي دکړکېچ دټولو اړخونو سره تر مفاهمې وروسته دموجوده نظام دبديل طرحه جوړه او ټولوته وړاندي کړي او داکثريت موافقه پرواخلي.


بـديـل بايد لاندي څو ټکي په پام کي ونيسي:


1. دطرحي په اساس د … کلو لپاره افغانستان ته يو انتقالي حکومت جوړول چي دموجوده حکومت ځای ونيسي. داحکومت ائتلافي ندی او غړي يي دکوم هيواد يا افغاني ډلي نمايندګي نکوي خو دچاسره دښمني هم نلري او ددولت واک دچا يا ډلي يا هيواد پرضد نه استعمالوي.  انتقالي حکومت خپل واک د نوي اساسي قانون د احکامو مطابق دخپلي دورې په اخيرکي ومنتخب حکومت ته سپاري.


2.   افغانستان ډير مهم ستراتيژک موقعيت لري چي د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، ايران او خليج په منځکي پروت دی. افغانستان که مستقر وي په سيمه کي لوی مثبت رول لوبولای سي. او دا هيواد هغه وخت مستقر کيدای سي چي بېطرف وي.  افغانستان هغه وخت افغانانو او نوروته دسر درد سويدی چي بيطرفي يې خرابه سويده. په 19 پيړۍ کي برتانويانو، په شلمه پـيـړۍ کي روسانو، ورسته دافغانستان ګاونډيانو او د 21 پـيـړۍ په سرکي د امريکا مداخلو افغانستان او سيمه دبحران سره مخ کړه. حتی غيردولتي او انفرادي مداخلاتو او دالقاعدې مليشوته پناه ورکولو هم افغانستان او سيمه بحراني کړه. دافغانستان بقاء په بيطرفي کښې ده چي دګاونډيانو سره ښه روابط ولري او د نړيوالي ټولني انډيوال وي.


افغانستان بايد دسويس پشان يو بېطرف هيواد اعلان سي؛ بايد تضمين سي چي نه افغانستان دنورو په چاروکي مداخله کوي او نه نور دافغانستان په داخلي امورو کي لاسوهنه کوي. ګاونډيان بايد دافغانستان بيطرفي اوعدم مداخلت ته متعهد سي او افغانستان پخپل وار دهغوی په داخلي چارو کي دعدم مداخت تعهد وکړي او دملګروملتونو مؤسسه بايد دافغانستان دګاونډيانو دغه تعهد تضمين کړي.


3.   ټول خارجي فوجونه بايد له افغانستانه په يو مناسب مهالويش ووزي. افغانستان پداسي يوه جغرافيائي موقعيت کي واقع دی چي بهرنۍ مداخله که دهرچا لخوا وي نوري مداخلي هڅوي.


4.  ټول غيرافغان انفرادي مسلح قوتونه بايد له افغانستانه ووزي.


5.   ددې پرځای چي افغانستان تل دخپل جغرافيائي موقعيت قرباني وي، که فرصت ورکړه سي يقينا به دا هيواد سيمي ته دثبات يو مهم عنصر وګرځي. داځکه افغانستان نه يوازي د اوبو ښې زيرمي او ډير ګټور معدنونه لري چي دسيمي دهيوادو په هوسائي او پرمختګ کي ورڅخه کار اخيستل کيدای سي بلکه دا هيواد د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، او منځني ختيځ ترمنځ د راکړي ورکړي مهم پل کيدای سي. يو ارام افغانستان دسيمي دثبات لپاره ډير ګټور دی.  تراوسه هروخت چي په افغانستان کي نا ارامي پيدا سوي يا چا پيدا کړېده نو ګاونډيانو او حتی نړيوالو ددغه اور څخه د ځان ساتلو لپاره افغانستان ته ور دانګليدي.  خو څرنګه چي دوی پخپل منځکي جوړ ندي نو کله چي هغه اور څه قابو سويدی دوي هلته بيا دخپلمنځي رقابتونو اور بل کړيدی او پدې ډول يې افغانان په يو بل مدحش اور اړولي دي چي دهغه اور تاو هم همدغو اوربلوونکو ته رسيدليدی.  او بيا همدوی حيران وي چي خپل بل کړی اور څنګه مړ کړي. دا ورانونکی بحران هرڅو لسيزي وروسته بيا بيا راپيدا او تکراريـږي، افغانان پکي سوځي او سيمه ناقراره کوي. زه توقع نلرم چي پرافغانانو دي د چا زړه وسوځي او پردې مظلوم او زوريدلي ولس دي څه رحم وسي. داځکه تراوسه داډول انساني ضمير په چا کي پـيدا نسو.  خو وايم چي افغانستان د سيمي يوه مهمه برخه او د نړيوال کلي يو مهم کور دی چي نا ارامي يي هروخت ټول نا ارامه کړيدي.  راسئ ټول لږ په سړه سينه غور وکړو چي زموږ ټولو خير په څه کي دی او څنګه دبحرانونو دا شيطاني دائره ماتولای سو او ددې په عوٍض کي چي ناقرار افغانستان دسيمي او نړيوالو د ناقرارۍ سبب سي او يا ګاونډيان او نړيوال په افغانستان کي د عدم استقرار سبب سي، افغانستان د سيمي په ثبات او سوکالۍ کي مهم رول ولوبوي. هغه هيواد چي د سيمي او نړۍ د ناارامۍ او عدم استقرر سبب کيدای سي دثبات او پرمختګ سبب کيدای ئې هم سي. افغانستان ديورنډ دخط هاخوا په قبائلي سيمو، دهندوستان په کشمير او دمرکزي اسيا او ايران په ثبات کي مهم رول اداکولای سي.


6.   دټولو ګاونډيانو سره دافغانستان ښې او يا کم ترکمه عادي اړيکي بايد دافغانستان دبهرني سياست مهمه برخه وي او پرېـنـږدي خاوره ئې ديوګاونډي په ګټه او دبل په ضرر وکارول سي.


7.   افغانستان به دنړيوالي ټولني سره دوستانه روابط لري؛ نړيوالو ته بايد دا ثابت کړه سي چي افغانستان دچا غلام نه بلکه دمسؤليت په احساس سره دنړيوالي ټولني يو باوري انډيوال او دوست دی.


8.   دافغانستان موجوده نظام چي دزورواکانو په لاس کي ورکول سوی او داستعماري ګټو په حکم مناصب پر قوم، ژبه، نژاد او دتوپک پرشمېر ويشل سويدي بايد اصلاح سي. په نوې انتقالي دوره کي بايد ددولت منصبونه داهليت، لياقت، مؤثريت، احتساب او شفافيت پربنياد توزيع سي. دا ډول قابل او سم حکومت به يقيناٌ دافغانانو او نړيوالو اعتماد او همکاري ورجلب کړي.


9.   دتيرو ديرشو کلو په موده کي دزمامدارانو قوت دخلکو په توهين، ازارولو، شړلو، وژلو او بمباريوکي استعمال سويدی چي بده نتيجه ئې ټول وينو. نوی انتقالي حکومت بايد دغه پاليسي وولس ته په ځان رسولو بدله کړي؛ ولس ته بايد دهغوی دمستقبل يو واضح تصوير او کړنلاره ورکړي او دځان سره يې ديو هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره ملګری کړي.


10.   څرنګه چي دافغانانو موجوده کړاؤنه ترډېره حده دبهرنيو قوتونو دمداخلو نتيجه ده نو دا دنړيوالي ټولني فرض دي چي ددغه کړاؤنو په ختمولوکي به هم مرسته ورسره کوي. نړيوالي مرستي بايد ديوې معيني مرسته کوونکي ادارې لخوا تنظيم سي او هرهيواد اجازه ونلري چي هرچيري او هرڅومره چي ئې خوښه وي پيسې مصرف کړي.  مرسته سوې پيسې بايد ددولت د پنځه کلن پلان په چوکات کي دافغانستان د بيارغوني لپاره ولګول سي. دا پلان بايد مارشال پلان ته ورته وي دکوم دعملي کيدو چي ښاغلو بوش او بلير وعدې کړيدي. د لومړي پنځکلن پلان په تطبيق سره به افغان دولت ترډېره حده دخپلو خلکو او نړيوالو هغه باور ترلاسه کړي چي داهيواد سمي خواته روان دی، امن او عدالت به تأمين، اقتصاد به وده وکړي او نړيوال رقابتي بازار ته به لار پرانيزي. دا وخت به افغانستان د نړيوالي ټولني يو مثبت غړی وي او د سيمي په استقرار او دمخدره موادو دتوليد او قاچاق په مخنيوي کي به معتنابه کردار ادا کړای سي.


پای
د پورتنۍ موضوع په اړه خپلي تبصرې د موضوع يا ليکوال د نوم په يادولو پر دې پته راوليږئ Larawbar.com@gmail.com