جنسي تېري کوونکي چا زړور کړل؟
تېره ورځ مو واورېدل چې په سرپل کي پنځه تنه وسلوال يوه کورته ننوتل ،دکورنۍ ټول غړي يي سخت ووهل او وډبول وروسته يي پر يوي معصومې کوچنۍ دهغي په خپل کور کي جنسي تېرى وکړ او سري سترګي بېرته لاړل. دالومړى ځل ندى چې دهېواد په شمال په ځانګړي توګه په سرپل کي پر معصومو پيغلو او کوچنيو نجونو داډول تېرى کېږي او حيا او عزت يي لوټل کېږي ، بلکي په دي وروستيو کي هلته دناقانونه ټوپکسالارو لخوا دا ډول ناوړه کړني ډېري زياتي شوي دي په همدي نږدي ماضي کې په همدي ولايت کې په ولسي جرګه کي ددي ولايت دخلکو ديوه استازي !!!زوى هم ديوي نېستمني او بېوزلي نجلۍ له اړتياڅخه ناوړه ګټه واخېسته دمرستي په تور يي کور ته بوتلله او هلته يي ورسره دمرستي پرځاى پري جنسي تېرى وکړ.
دطالبانو له سقوط څخه وروسته په افغانستان کي دجرمونو، په ځانګړي توګه د جنايي او اخلاقي جناياتو ګراف ډېر زيات لوړ شوى دى . دامجرمين او اخلاقي ناروغان دومره سپين سترګي ، زړوراو بي حيا شوي چي اوس پيغلي او ځواني نجوني خو پرېږده ان دذوق دتنوع لپاره پر کوچنيونجونواو ان زړو او بوډيو مېرمنو ډله ييز جنسي تېرى کوي چي ژوندۍ بېلګه يي تېرکال په تخار کي په ډله ييزه توګه دپنځلسو تنو وسلوالو لخوا پريوي ٦٥ کلني مېرمني جنسي تېرى دى .
داوحشي ډوله انسانان يواځي پرجنسي تېري بسيا کوي نه ، بلکي ډېر ځله ليدل شوي چي دوى له تېري وروسته هغه نجلۍ وژلي هم وي .
ان ډېر ځله ليدل شوي چي ځينو خلکو پرخپلو لورګانو ، خويندواو نورو محرمو مېرمنو جنسي تېري کړى او هغه ډول جنايتونه يي ترسره کړي دي چي قلم يي په ليکلو شرمېږي .
سربېره پردي چې زموږ دټولنې ډېره برخه نه غواړي چي د افغاني کلتور اودخپلي کورنۍ دشرم او حيا له کبله داډول پېښي رسوا او ياپري خلک او حکومت خبر کړي خو هغه پېښي چي نور دپټولو نه وي او اوبه له جامه اوړي هم هره ورځ لسګونو ته رسېږي .
اکثره درني او شريفي مېرمنې چي کله ددي وږيو لېوانو دهوس ښکار شي نو دخپل شرم او دخپلي کورنۍ دشرف اووقار په خاطر بيا په خپله ځانونه وژني .
په ځينو لويو ښارونو کې خو دفحشا لپاره سترسترمرکزونه جوړ شوي دي او له بده مرغه دي کرغېړن عمل دسوداګرۍ بڼه خپله کړي ده ، همدااوس په پلازمينه کابل کي دمېلمستونونو ، انجوګانو ، موسسو ، هوټلونو او … په نوم دفحشا مرکزونه شته چي له بده مرغه حکومت يي په مخنيوي کې جدي ندى ، دابه هم ناشوني وي چي دهېواد ملي امنيت اونوري امنيتي اداري دي تري خبري نه وي او که حکومت ناخبري پلمه کوي نو سخته ده چي څوک ورسره دا پلمه ومني.
داچي ددي اخلاقي ناروغۍ دورځ پر ورځ سرايت او پراختيا لاملونه څه دي اوولي يي مخه نه نيول کېږي اوږده تفصيل ته اړتيالري خو زما په اند ډېر مهم يي په هېواد کي د اسلامي شريعت نه تطبيق، د قانون نشتوالىاو کمزوري ، مجرمينو ته سزا نه ورکول ، اداري ، سياسي اوکولتوري فساد ، ټوپکسالاري او زورواکي ده .
کله چي دلته ځيني خلک ويني چې حکومت ډېر لوى لوى مجرمين نه نيسي او يا ډېرو لويو مجرمينو ته له نيولو وروسته مناسبه سزا نه ورکوي نوپه ذهن کي يي دشهوت ،دشتمنۍ د حرص او دويني څښلوچينجي وخوځېږي .
بيا هم کله چي دلته خلک د ضوابطوپرځاى د روابطو اودقانون پرځاى دپيسو اووسلو حکومت ويني ،او کله چي دلته خلک ويني خپله لوړپوړي چارواکي ترستوني په اداري، سياسي او اخلاقي فساد کي ډوب دي او ان ځيني زورواکي اوس هم له دولت څخه راج او باج او حق السکوت اخلي نوهرومرو ده چي دټولني بي لاري ، جنايت کوونکي او جرم خوښوونکي عناصر لا هم زړور کېږي .
په بله وينا ، ويلى شو چي له بده مرغه زموږ په هېواد کې په خپله حکومت په مستقيم او غير مستقيم ډول جنايتونو او جرمونو ته لار هواره کړي ده او دوى خپله پدي کارونو کي لاس لري. مثلاً کله چي محکمه دڅو تنو وژونکي ته داعدام پرځاى دوه کاله بندسزا ټاکي ، کله چي زناکار ته د دريو اوغله ته د څلورو مياشتوبند سزا ټاکل کېږي او هغه هم بيا په فرمانونو او معافيو کي ورته بخښل کېږي نو مجرم به ولي نه زړور کېږي ، ايا داپخپله دمجرم تشجيع کول او غله ته څراغ په لاس ورکول ندي ؟ .
کله چي ځيني زورواکي ښاغلي له قانون څخه مستثنى او مافوق وي، خداى يي په ياد نه اودملت دوينو د زبېښلو له لاري له لاس ته ورغلو پيسو يي جېب ډک وي ، کومه ذاتي تمانع ونلري او دحکومت لاس يي هم ګرېوان ته نه رسېږي نو له چا ووېرېږي او ولي يي زامن دنورو پر ناموس تېرى ونکړي ؟
کله چي زموږ لوړپوړي چارواکي په خپلو بهرنيو سفرونو کې هم ځان کنترولولى نشي ،او ان په ګارسو نانو هم حملي کوي ،کله چي امنيتي مؤظفين له غلو سره دجوال خوله نيسي ،کله چي دنشه يي توکيو له کاروباريانوخپله برخه اخلي کله چي غل، قاتل ، لاره شکوونکى او دنورو پر حريم او ناموس تېرى کوونکى په پيسو او واسطو پرېښودل کېږي نو هلته به ولي هر جنايت نه کېږي ؟دغلو او مجرمينو ملاتړ نورڅه ډول وي ؟
دځنګل نوم ولي بد دىټول پوهېږي چي لامل يي هلته د قانون او اصولو نشتوالى دى ،هلته واک له زورورو سره دى ، زورور حيوان کمزوري داړي ،خوري يي خو څوک نشته چي پوښتنه تري وکړي او يايي محاکمه کړي .
داچي دطالبانو په وخت کي دهرډول جنايت او ظلم مخه نيول شوي وه ا وډاډمن امنيت تامين وو هغوى خو کوم سحر او جادو نه وو کړى اونه شعبده بازان وو يواځينى لامل يي داوو چي هغوى له استثنى پرته پر هرچا قانون ( شريعت ) تطبيقاوه هغوى به دزرګونوخلکو په مخکې قاتل قصاص، زناکار يا سنګسار او يا په درو وواهه او دلاره شکوونکي لاس او پښي به يي غوڅ کړل نو بيا به يوه مياشت ددي ليدونکيو هډوکي زېږه او وېره پري حاکمه وه او هېڅکله به يي جرئت نه کاوه چي دچا شتمنۍ ، ژوند او کورني حريم ته په سپکه سترګه وګوري .
همداراز دهغوى په وخت کي به چي هرچارواکي له خپل دولتي موقف څخه ناوړه ګټه اويا بډي واخېستي نو مخ به يي پري تور او پر خره به يي سپور کړ او کوڅه په کوڅه به يي ګرځاوه ،له نقدي جريمي پرته به يې زندان ته هم ولېږه. نو ټولو وليدل چي څومره ډاډه امنيت يي راوستى وو، تردي چي يو تن کولىشول له ميليونونو ډالرو سره له تورخم څخه تراسلام کلا يواځي سفر وکړي
خو داچي اوس دلته د٣٧ هېوادونو دپوځونوا ووسلو د شتون برسېره هم دومره حالت بد دى مهم لامل يي دادى چې قانون ( شريعت) نه تطبيقېږي او له مجرمينو سره دشريعت او قانون له مخي وړ چلند نه کېږي .
باور دى چي که حکومت يو زناکار سنګسار ، يو قاتل اعدام او ديوه لاره شکوونکي لاس او پښي غوڅ کړي نوبيا به هېڅوک هم دي جنايتونو ته زړه ښه نکړي او کوچنۍ او معصومې نجوني خو پرېږده ان له وېري به له مشهورو فاحشو سره هم اړيکي ونه ساتي .
داچي الله ج دانسانانو لپاره الهي شريعت او اسماني قانون رالېږلى او مجرمينو ته يي دهغوى دجرم له حجم سره سمه سزاټاکلې او ددي شريعت او الهي دين په نفاذ يي ډېر ټينګار کړى دى لامل يي دادى چي هغه تر خپلو بنده ګانو ډېرښه پوهېږي چي دانسانيت سکون او ارام دهمدي قانون په تطبيق کي دى ، او انساني ټولنه به هغه وخت هوسا ، سوکاله او له هرډول وېري خلاص ژوندولري چي دا احکام پري تطبېق شي .
ديو قاتل قصاصول په حقيقت کي ټول بشر ته ژوند ورکول دي . يوه زناکار ته سزا ورکول په حقيقت کي يوه ټولنه له رزايلو، فسادونو اوډول ډول طبي او اخلاقي مکروبونو اوساري ناروغيوڅخه ژغورل دي
له مجرمينو سره نرمي او هغوى ته له ټاکل شوي سزاڅخه کمه سزا ورکول په حقيقت کي له ټولني سره ظلم او دميليونونو وګړيو پر حقوقوتېرى دى . په شريعت کي دزناکار او دبل پرحريم دجنسي تېري کوونکي سزا دري مياشتي قيد نه،بلکي په عام محضر کي دواده والا سنګسارول او دمجرداتيا دري وهل دي او قاضي کولى شې چې هغه وحشي صفته انسانان چي په څلور کلنو کوچنيونجونو، خپلومورګانو، خويندواو نورو محرمو جنسي تېرى کوي که مجرد هم وي سياستاً اعدام او ياډېره درنه سزا ورکړي .
وړاندي مو وويل چې دالومړى ځل ندى چي دلته په افغانستان کي جنسي تېري او بي ګناه خلک وژل کېږي بلکي ، دالړۍ له اووکلونوراهيسي چټکه روانه او هره ورځ يي ګراف لوړېږي ،دداډول پېښو شمېره زرګونو ته رسېږي او ټوله نړۍ پري خبره ده خو داسي ښکاري چي دالومړى ځل دى چي زموږ ولسمشر کرزى پري خبرېږي ، ايله اوس يي ديوي ناوړه پېښي په اړه نسبتاً سخت غبرګون وښود او امنيتي چارواکي يي له دندو ګوښه کړل ، په دي ډول ويلى شوچي ښايي ښاغلى کرزى وروستى شخص وي چي له دي جنايتونو خبرېږي ، ځکه پدې اړه دده له نسبتاً کلک غبرګون څخه ښکاري چي که دى په دي پېښو خبر شي نو هرومرو يي پښتني احساسات راپارېږي .
خو ايا يواځي همدا غبرګون به ستونزي حل کړي؟ ښکاره ده چي دااقدام هم دستايني وړ او دجنايتونو دمخنيوي په لوري ارزښتمن ګام دى خو دابايد وروستى ګام نه وي که چارواکي په هېواد کي دجنايتونو او جرمونو مخنيوى غواړي نو لويه لار يي پر مجرمينو داسلامي شريعت تطبيق او له هرډول استثنى پرته هغوى ته له شريعت سره سمه سزا ورکول دي ، همداراز بايد دهغو عواملو مخه هم ونيول شي چې ذهني او جسمي عياشيو ته زمينه برابروي او پدي اړه بايد ډېر پام تلويزيوني او راديويي خپرونواو په لويو ښارونو کې دمېلمستونونوپه نوم دفحشا مرکزونوته وشي .
پوليس بايد په رښتيا هم ملي ، فني ،مخلص ، ويښ او دقانون په تطبيق کې جدي واوسي .او دولت دې دچارواکيو دمکافاتواو مجازاتو لړۍ نوره هم روانه وساتي.
زموږ هېواد هر ساعت او هره شېبه دنوروهېوادونواونورو مدنيتونو دناوړه او غېراسلامي کلتور له يرغل سره مخ دى او دلته ددي کلتورونو ددودولو لپاره منظم فعاليت روان دى چي زموږ ډېر ځوانان او په ځانګړي ډول تنکي ځوانان تري سخت اغېزمن کېږي چي ددوى دمخنيوي لپاره هم بايد دولت بېړني اوله تزلزل وتي غوڅ ګامونه واخلي .