کور / #PTM / پښتنو مبارزه څه ده؟ 

پښتنو مبارزه څه ده؟ 

ليکنه: پښتون ځیرک

زموږ بې غوريو زموږ نسلونه تباه کړل!

نه لیونی یم نه ډير وخت لرم، فقط ستاسو لپاره لیکل کوم تر څو سره یو سو، نو لوستلو ته مو را بولم.

کله چې زموږ او ستاسو عمر زیاتیږي شايد تاسو پدې پوه سئ چي، ژوند یو لوی جنګ دی او برعکس موږ هره ورځ د ژوند سره ډغري وهلو ته اړ یو. په داسي حال کې چې وده کوو، د ژوند په اړه فکر کوو او د ژوند کولو لپاره څومره ستونزمن حالت ګالو؟ دلته ډیر شیان سته چي په ژوند کي نه سي صرف نظر کیدای او په ژوند کې مبارزه یو له هغو مهم او حیاتي موضوعاتو څخه ده چي اکثرو پښتنو ته هیڅ اهمیت نلري. ستاسو په ژوند کې به یو ټکی يا نقطه وي چې د هغه په وړاندي ودرېږئ او مبارزه وکړئ، بناً ستاسو د همدې مبارزې لپاره ځواک ته ضرورت سته، مګر د ځواک د ترلاسه کولو لپاره ستاسو حرمت او همت ستاسو د ځواک اندازه ده چې باید محاسبه سي. مثلاً پښتون قام په نړی کې 70 میلیوني نفوس دی ,خپل طبعي منابع لري , پوه او وړ کسان لري , د نړی په اکثرو هیوادونو کې د قام ښاغلي لري , 5000 کلن تاریخ لري , جغرافیایي بهترین موقیعت لري او داسي نور …. ، يعني کافي اندازه څه لرو. دا ټول باید محاسبه سي او د خپلي مبارزي په وړاندي وکارول سي البته په مختلفو مواریدو کي.

             د ډهلي تخت هیرومه چې را یاد کړم

             زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

نو دلته باید دا پوښتنه حل سي چي، ایا تاسو د ژوند د ځینو ننګونو سره مخامخ یاست؟ تاسو فکر کړئ چي څنګه باید پدې دوره کې بریالی سئ؟ ولي ټولي هڅي بې بنسټه درته ښکاري؟

زه به د ژوند سره د مبارزي په اړه لږ څه د لیکلو په ډول درته پریږدم، خو دا باید ووایم د هر کار د شروع مهمه زینه اعتبار او اعتماد دی،  د خپل تاریخ څخه خبرتیا ده , د خپلو مشکلاتو درک او پر حللارو يې فکر کول دي, د قام او اولس راتلونکي ژوند ارځول او تحلیلول دي.

ځکه ښه مثال یې په 2018م کال کي د پښتون ژغورنې د غورځنګ جوړښت او راپاڅېدل دي  چي، د لر او بر قام د تیرو 70 کلونو د غمونو, مشکلاتو او بدبختیو څخه د پښتنو د خلاصون دی، تر څو د پاکستان د وحشي ، ځناور فوځ د استعمار ، تشدد او ظلمونو ځان خلاص کړي.

                           ” لر او بر , لر او بر , لر او بر “

په مبارزه کې څو مهم ټکي په نظر کې نیول.

#اول : – په ژوند کي هیڅ یو شئ تل پاتی نه دی.

موږ باید په خپل ژوند کي هر وخت په یاد وساتو چي کله د حیاتي مشکلاتو، اندیښنو، ګواښونو او حیرانتیاو سره مخامخ کېدلو بايد ورته متوجه يو، ځکه که چیرې خلک رښتیا له ننګونو سره مخ سو، دوره او وخت خو به ضرور تیریږي، نو دلته دوې لاري دي يا به يې زغمو یا به يې د مخنیوي لپاره مبارزه کوو، نو کله چې د مبارزي له لاري موږ د هر ډول ننګونو څخه تیر سوو، نو تل بايد په یاد ولرو چې دا دوره به هم تیریږي او نوی پړاو به پیلیږي خو کیدای سي موږ تاسو مړه یو مګر یو خط السیر خو به د پښتون قام نوي نسل ته جوړ وي او هغه به عملاً کار ته برابر وي. بدبختانه پښتون قام د ریښتني مبارزې او ریښتني سالار کمئ د تیري يوي پیړۍ څخه محسوسوی. خو لاکن خوشبختانه دا کمئ نور د ختمیدو په حال کي دی ځکه موږ د پې ټې ایم له لاري د ګران او جانانه رهبر منظور پښتون په څهره کي خپل د راتلونکي روښانه او ځلانده ژوند خوبونه وینو.

     “” نر پښتون منظور پښتون , منظور پښتون , منظور پښتون “”

#دوهم : – د مبارزې دګټلو لپاره موده هغه څه ده چې مبارز اړتیا ورته لرئ:

د اور څخه پرته هیڅکله د سرو زرو څخه د سینګار ډولي او ښايسته شیان نسو جوړولای، کله چې په ژوند کې د هر ډول مبارزې سره مخامخ سو، فقط موږ تاسو دا فکر باید وکړو چې خدای ج موږ ته د دې دورې له لاري  یو وار بیا د اولس د ژوند د ارامتیا او د مشکلاتو د اصلاح موقع په لاس راکړل. احتیاط ! چې موقع ضایع يې نه کړئ په پلان او تدبیر سره مخ ته باید ولاړ سو. اولس باخبره کړو او ځان د اولس خادم کړو تر څو د ټولو ژوند په ګډه وژغورو. نر او ښځه باید په مبارزه کي ګډون وکړو. هره ممکنه لاره په دغه موده کي استعمال کړو تر څو د ښه ژوند څخه بهترین ژوند ته یو ګام واخلو.

اصلاً په مجموع کې د مبارزې لپاره لږ تر لږه 10 کاله عمر پکار دی. د پې ټې ایم د مبارزي دوهم کال لا نه دی پای ته رسیدلی ولي که واقعت ووایو د ټولو پښتنو ګډ هدف ګرزیدلی او د مشکلاتو په تناسب ښه لاسته راوړني هم لري ​​​​​ټول ونډه په کښي اخلي نر او ښځي.

په یاد ولرئ چې دا د خپل ژوند لوی او غوره هدف ته باید په ځیر سره تیاري وکړو.

#دریم : – مبارزه په ژوند کي نوري ننګوني هم رامنځ ته کوي!

مشکلات به وي خو دا به وروستۍ مبارزه هم نه وي او که چیرې موږ عکس العمل ونه ښووئ او مخامخ قصداً ځان چپ کړو نو دا مانا چې موږ کله هم نه پوهیږو او هر څه باید په مړو سترګو وزغمو. نو عجبه دا ده چې موږ به په ژوند کي د نورو مشکلاتو سره مبارزه په کوم شکل سره کوو. دلته نو دا خطر یا “ریسک” اخستل پکار دی او یوه د خیر دعا چې خپل ټول ژوند مبارزو ته ورکړو. ځکه د ژوند يو نوم مبارزه ده. زموږ هڅې به د تل لپاره پای ته ونه رسیږي خو په یوه خاصه دوره کي ځیني مشکلات حل سوي او هدف ته رسیدلي یو. زموږ د ژوند دوره نهایتاً 60 کاله ده نو په لهذا نوی ځوان او با انرژي نسل باید د ځان سره ولرو تر څو زموږ وروسته باید هغه پاته لار تعقیب کړي.

مثلاً منظور پښتون به څو کاله دا مبارزه وکړي ستاسو په خیال! ولې دا خبره نن په جار کوم چې د پښتون قام نوی نسل یې د راتلونکي 100 کالو لپاره راویښ او د لر او بر ناره یې تازه کړل؟

سته ځني ګلخانان او ګلمرجانان چي د خپل شخصی موقف , محافظه کارۍ او د تاریخ څخه نه خبرتیا یې اوس هم پر دا خبره ټينګوي چې لر او بر یو کیدل د دوی په تاوان او اصلاً نا ممکن کار دی، او مبارزه کول عبث ده. خو دا خلګ د نورو کسانو تر تاثیر لاندي راغلي دي د ځان پر موقف او رتبه بیریږي. ځکه بهانې جوړوي.

خو دا خبره ضرور کوم، که د قام لږ او اقلیت کسان غواړي کنه غواړي دا قام به ضرور یو کیږي، او بله چاره نسته ، که په دې خپه کیږي رب زړه وچوي.

#څلرم: په مبارزه کې به تاسو پوه سئ چې څوک ستاسو سره دي او څوک نه؟

کله چي تاسو په ژوند کي د هر ملي هدف لپاره مبارزه کوئ نو همیشه ستاسو د شاوخوا خلک تاسو مطالعه کوي، خدای به مو مل وي او سپیڅلتیا او قوي تدبیر او پلان به لرئ. شهید داود خان به ویل تصمیم د بري لمړئ شرط دی. که مبارزه د هره اړخه قوي وي او رښتیا د قام و وطن د ژغورني لپاره وي، نو ځیني ​​ملګري به تاسو پریږدي او ځیني به در سره پاته سي خو مطمئن یم لوی اکثریت به درسره مل وي ولي د وخت په تیریدو به هغه ملګري چې ستاسو رښتیني ملګري وه  او درڅخه پاته وه هغه هم درسره مل کیږي. عملاً هغه ټول کارونه ترسره کړي ترڅو دا دوره ستاسو لپاره غوره او د لاسته راوړنو ډکه وي. تاریخ پر دیوالونو نه په کتابونو کز دی.

#پنځم : – ټول بریالي او مخکښ خلګ په مبارزه کي د قام د سترګو تور وي.

هر هغه څه په یاد وساتئ چي پر تاسو په دغه دوره کي تېر سوي دي. تاسو نه لومړنی او نه به وروستۍ کس یاست چي د دغه مبارزه کوئ. همدا رنګه مبارزه ستاسو په ژوند کې د سترو موخو چمتو کول دي او وپوهیږئ چې هیڅکله به ریښتني خلګ ستاسو سپیڅلتیا هیره نه کړي.

اولس جانان که چې د ټول اولس جانان سي.

#شپږم : –  اصلاً تاسو د ژوند په ارزښت پوهیږئ:

مبارزه هغه ازموینه ده چي تاسو یې د لوی موخو لپاره اړتیا وینئ، که تاسو د دې مرحلې له لاري تیر نه سئ نو تاسو به پدې  هم پوه نه سئ چي ژوند څومره خوږ او په خپل ژوند کي خپل اختیار څومره ارزښت لري او کله چې تاسو په دې دوره کي و کومو اهدافو ته ورسېدلاست لازمي به پوه سئ  چي یو خوږ د سکون او وياړ احساس به کوئ.

احساس د ژوند بل مهم پړاو دی.

دا احساس نو نسلونو نسلونو ته په میراث پاتیږي.

دا احساس د وطن , خاوري , ملي ارزښتونو , ملی افکار زیږوي ,  او ژوند شيرينوي.

کله چي احساس مړ سو انسان جسماً به ژوندی وي خو د انساني او پښتني معياره به بېګانه وي.

موږ ته تر ​​​​​هرڅه مهم احساس د وطن او قام د ژغورولو احساس دی. زموږ په کندهار کې به علامه رشاد بابا به همیشه ویل (وطن پر هر چا ګران دی خو ما ایمان پر راوړی دی) زه یې شخصاً ورسره منم. وطن ډير بچیان لري خو هغه بچیان چي وطن ورته تر ​​​​​ټولو مهم او عظیم وي هغه بچیان د ګوتو په شمار دي.

مبارزه به د لوی افغانستان , تاریخي ​​​​​​​​​​​​​​​​​​​​پښتون ویاړلي قام لپاره کوو همدا نن اراده وکړئ او په قامې سپیڅلي مبارزه کي خپل وجداني او ملي مسؤولیت او رسالت ادا کړئ.

هر څه چي دی موږ ته وطن ښکلی دی

کب ته وي خوږي د سمندر اوبه

درنښت

ستاسو پښتون ځیرک

فرانسه , پاریس

12.06.2019