کور / راپور / د ايم کيو ايم مشر الطاف حسين په لندن کي پوليسو نيولی دی

د ايم کيو ايم مشر الطاف حسين په لندن کي پوليسو نيولی دی

په پاکستان کي د متحده قومي مومنټ (ايم کيو ايم) پارټۍ بنسټګر الطاف حسين تېره ورځ په لندن کي پوليسو نيولی دی.

د لندن پوليسو هم تاييد کړې ده، چي يو نفر ئې د وينا پر مهال نيولی دی، خو د ايم کيو ايم يو مشر وايي، چي نيول سوی کس ددوی مشر الطاف حسين دی.

الطاف حسين په پاکستان کي د هندي مهاجرو لپاره مبارزه کوي او د پاکستان پر دولت ډېري سختي نيوکي کوي.

ايم کيو ايم ډله په کراچي کي فعاليت لري، چي کله کله ددومبارزه په تشدد واوړي او د همدې تشدد له  مخي پکي ګڼه مرګژوبله رامنځ ته سي.

الطاف حسين له کلونو کلونو راهيسي په لندن کي جلاوطنه دی او له هماغه ځايه خپلو پلويانو ته د موبايل له لاري وينا کوي.

پر نوموړي وړاندي هم په لندن کي د تورو پيسو پر سپينولو او د پيسو د قاچاق تورونه پوري سوي وه.