کور / سپورټي / هند او نیوزیلنډ سره لوبېږي

هند او نیوزیلنډ سره لوبېږي

د کرکټ په نړیوال جام کې به نن هند او نیوزیلنډ لوبه وکړي.

نیوزیلنډ تر اوسه درې لوبې کړې دي، درې سره یې ګټلې دي او د دغو یو ورځنیو لوبو د جدول په سر کې دی.

هند دوه لوبې کړي دي او دواړه یې ګټلې دي.

په انګلستان او ویلز کې د دې یو ورځني نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون اسټرالیا د پاکستان ملي تیم ته د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبه د شنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره ده.