وزيرستان: که ګرځبنديز دوام بشري ناورين رامنځته کوي
په شمالي وزيرستان کي نن په اوومه ورځ هم د پوځ لخوا ګربنديز دوام لري. له خلکو سره خوراکي توکي ختم سويدي او ناروغان دارو درملو ته لاس رسئ لري.
تعليمي نظام خو له لويه سره د پوښتني سره مخامخ وو خو د پوځ لخوا رامنځته سويو نا امنيو، مرګ ژوبلو او وروستيو ګرځبنديز د ښوونځيو دروازې هم د پښتنو ماشومانو او تعليم العلمانو پر مخ تړلي دي.
د چارو څارونکي د وزيرستان او ډيورنډ کرښي ته څېرمه مېشتو پښتنو سره د پاکستاني رياست او پوځ پر بشري ضد تګلارو او پاليسو اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چي که پوځ له دې غيرانساني چلند څخه پر شا نکړل سي نو د يوه لوی بشري ناورين رامنځته کيدلو خطر سته.