کور / علمي / زما ژوند جد وجهد / د باچا خان ژوندليک -دوهمه برخه

زما ژوند جد وجهد / د باچا خان ژوندليک -دوهمه برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز
د پرنګیانو د زور زیاتي له امله به کله ناکله د ځینو پښتنو وینه پر جوش راغله او پر ور وبه یې دانګل. ځیني وختونه خو به ان خبره مرګ ژوبلي ته ورسېده. د پښتون همدا خوی په خټه اخښل سوی دی؛ چي د بدۍ وس پیدا کړي بیا نو لکه د لړم بچي خپله مور هم خوري. یوه ورځ د رام داس په نامه یو تاڼه دار چي ډېر ظالم او بډي خور هندو وو، یوه کس د خپل ورور عبدالحمید خان کور ته وروست. هغوی بیده ول. تاڼه دار چي په کور وردننه سو هغوی پر راویښ سول. ده پر چیغه کړه چي ښور ونخورئ! خان توپک ته ورحمله کړل او ډزي یې پر وکړې. تاڼه دار ولګېد. مړ نه وو خو ساه یې نیولې وه چي هسي نه څوک یې بیا وولي. ظالم همېشه بې غیرته وي. غیرتمن خلک هېڅکله پر چا ظلم نه کوي. دغو مقابلو که څه هم قوم ژوندی ساتلی وو، خو بریا ته یې رسولی نسوای. د بریا لپاره قومي خوځښت او قرباني په کار وي. د هر چا په سر کي چي دغسي خیالات وروګرځي، نو دي په خپل قام کي د همدې سوچ نور څښتنان پیدا کړي، راغونډ دي یې کړي او بیا دي یو ګډ حرکت پیل کړي. قوم همداسي راویښیږي. دغسي مضبوط ټولنیز جوړښتونه دښمنان له منځه هم نسي وړلای. فردي مقابلې بیا د دې برعکس، ډېر ژر له پښو غورځول کېدای سي.
په لیليه ښوونځي کي مي د ډاکټر وګرم په نامه یو پرنګی استاد وو. د ده بل ورور د همدې مکتب مدیر وو. دا سړي ډېر له انسانیت او ترحمه ډک زړه درلود. یوه ورځ زما پښې ګزک وکړ. ده خپل کور ته بوتلم او په خپل لاس یې راومینځله او راپټۍ کړله. (غوره انسان هغه دی چي انسانانو ته خیر رسوي) حدیث همدوی پر ځانونو ښه عملي کړی وو. موږ پښتانه خو پردي څه چي د خپل ورور او قریب خدمت هم نه کوو. زما په وجود کي د انسانپالني، وطندوستۍ او ورورۍ زڼی د همدغه استاد د روزني له برکته کرل سوی دی.
زموږ په مکتب کي رنګارنګ لوبي کېدې. زما ټولي خوښي وې او ټولو کي مي سیالان ماتول. له هر څه سره چي به مي شوق وو، هغه کي به مخکي کېدم. له درسونو سره مي نه وه جوړه، نو چنداني خوند مي هم نه وو. حساب، هندسه او تاریخ مي بیا خوښ ول او پکښي ماهر وم. له درسونو سره زما د تربګنۍ بل علت دا وو چي په پردۍ ژبه راته تدریسېدل او ښه سم مي سر نه په خلاصېد.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان