مشوره ور کوم ؟

په نړۍ كې د هيوادونو په سطحه په تشكيلاتي سيسټمونو كې دوه ډوله نظامونه صورت نيسي، څو وكولاى شي له همدغو دوه ډوله سيسټمونو په رويكارولو سره خپل دولتي امورات پر مخ بوځي، او د خپل قلمرو په چاپېر كې يې د حكومت چلولو طرز د ولس د سوكالۍ لپاره وكاروي. دا ډول سيسټمونه پر دوه ډوله دي چې يو يې مركزي او بل ډول يې فدرالي بلل كېږي. په مركزي دولت كې د واك چلونې اختيار د دولت له مركزي چارواكو سره وي او همدا مركزي چارواكي خپل صلاحيتونه او خدمات د خپلو ولايتي رسمي نمايندګانو (واليانو) په توسط تر خپل حاكميت لاندې ولايتونو كې پلي كوي، چې د ملت او مركزي حكومت تر منځ د مماس ټكى هم همدا ولايتي حكمرانان بلل كېږي، چې له مركز څخه د خدماتو په پلي كولو سره هدايت اخلي. دا ډول دولتي سيسټم د اصولو په نظر كې نيونه سره تر ډېره حده موفق او د ملت تر منځ تجزيه نه منونكې پايلې په لاس كې لري، چې د نړۍ له دا ډول هيوادونو څخه يو هم افغانستان دى. دويم ډول سيسټمونه په دولتي اراضيو كې فډرالي سيسټم دى، چې له مركز يا پلازمېنې سره په ډېرو مواردو كې يوازې د هماغو هيواد د پوځ صلاحيت وي او نورې ټولې چارې د مركزي دولتي كابينې په پرتله د ايالتونو د ګورنرانو او سيمه ييزو ايالتي وزيرانو له خوا سمبالېږي. اساسي توپير په دې كې دى چې د مركزي حكومت ټول ولس د يوه ملت د حكمرانۍ رول لوبوي خو په فډرالي ډوله حكومتونو كې واك د ملتونو، سياسي ګوندونو، افوزسيون او تاييد كوونكو له خوا پر مخ وړل كېږي.

افغانستان هم د نړۍ د مركزي دولتونو په څېر د حاجي ميرويس نيكه او احمدشاه بابا له دورو څخه شمېرل كېږي، چې تر اوس مهاله ساتل شوى دى. سره له دې چې د هيواد د تجزيه كولو لپاره به ډېرې هلې ځلې د دې حريم د تجزيې لپاره تر سره شوې وي، خو د حاجي ميرويس نيكه، احمدشاه بابا، امير شيرعلي خان، غازي امان الله خان او نورو غوندې هيوادپالو او هيواد مينو بچيانو د دا ډول توطيو په وړاندې د سر او مغز په سودا د هيواد مركزي واك تامين كړى دى. د بدبختۍ پر لور د افغانستان د وركشولو هڅې هغه وخت مخ پر زياتېدو شوې چې كله په هيواد كې د ډيموكراسۍ د پلې كولو لپاره هلې ځلې پيل او ګوندي تعدد ته لار هواره شوه، دا په دې معنا نه وي چې ټول سياسي ګوندونه د افغانستان د تجزيې لپاره د بدبختۍ نوغې شوې بلكې په ګوندي تعددد كې ځينو هغه  ګوندونه چي له لويو حزبونو څخه وزوكېدل، د دې لامل شول چې د دې واحد ملت لپاره د تجزيې دارمغان پيغام له ځانه سره ولري


له مشروطه دورې څخه د همدې دورې د پيلامې پيلوځي ښاغلي محمدسرور واصف الكوزي په افغانستان كې د ګوندي ژوندانه په اساس ايښودنې د افغان ولس د ترقۍ او پرمختګ لپاره لومړۍ هڅه وكړه. فيض محمد انګار د ويښو زلميانو د تحريك په پيلولو سره نوره هم لار پراخه كړه، چې وروسته يې كاريګر او بزګرو حقوقو په عنوان د نورمحمد تركي په مشرتابه او ببرك كارمل په مرستياليتوب د خلق ډيموكراټيك ګوند بيا ورپسې د عبدالرحمن محمودي په مشرۍ شعله جاويد بيا د غلامحمد فرهاد ((پاپا)) په رهبرۍ افغان ملت ګوند او بيا مساوات رامنځ ته شول. ځينوګوندونو د خپلو اهدافو د پلي كولو لپاره د هيواد تر پولو دباندې د لوى قدرتونو ګرېوانونو ته لاسونه ورواچول، دا د دې لامل شول چې له هغوى څخه د مرستې د تر لاسه كولو په موخه د خپلو اهدافو د پوره كولو په پرتله پردي اهداف تعقيب كړي چې پايلې يې د افغاني ټولنې لپاره وخيمې ثابتې شوې.


د خلق ډيموكراټيك ګوند وروستۍ مرامنامه چې د افغان نېشنليزم پر عكس د سوسيالسټو اهدافو پيرو وپېژندل شوه، افغان ملت ګوند هم د افغان نېشنليزم په چوكاټ كې د نيمه كمونيزم لار غوره كړه. د دې لاملونو په لړ كې د مصر له الازهر پوهنتون څخه راستانه شوو ښوونكو د پروفيسور رباني، استاد سياف او حضرت صاحب صبغت الله مجددي د غلام محمد نيازي په مشري په غيررسمي او نامنظم ډول د اخوانيزم لپاره مټي راونغاړل، چې وروسته د انجنير غلام رباني عطيش، انجنير عبدالودود، انجنير حبيب الرحمن، انجنير حكمتيار، استاد عبدالقادر توانا، مولوي حبيب الرحمن په غړيتوب د استاد عبدالرحيم نيازي په مشرۍ د _جوانان مسلمان_ په نوم، چې د سردار محمدداود خان شهيد په دوره كې د حزب اسلامي په نوم ونومول شو، رسمي بڼه يې واخيسته.


د افغانستان د پخواني ټولواك محمدظاهرشاه د واكمنۍ په دوره كې مخكې تر دې چې د ببرك كارمل په مشرۍ له خلق ډيموكراټيك ګوند څخه پرچم بېل شي. د دغه ګوند په رهبري شورا كې د استاد حفيظ الله امين د ترينګلو اړيكو او ټكرونوسره په پايله كې د نوموړي ګوند بل غړى محمدطاهر بدخشي د _ستم ملي_ په نوم ګوند بېل كړ، چې د نوموړي په ادعا د نوموړي ګوند هدف په شاهي مشروطه نظام كې د لږكيو اقليتونو د حقوقو تامينول وو، دا يوه لوى اكثريت ميليت په وړاندې، چې پښتانه ووپه غير مستقيم ډول يې دهغوۍ دحاكميت دمخنيوي په اړه ځان را منځه ته كړ .


د چپ او ښي اړخو ګوندونو تر منځ په پارلمان كې د رقابتونو په لړكې سره له دې شعله جاويد لومړۍ، اخوان المسلمين دويم او نورو ګوندونو درېيم او څلورم پړاوونه ونيول. د ستم ملي او مساواتو ګوندونو هغه څه چې دوى له ځانه توقع لرله، هغومره موفق نه شول. ستم ملي خو كابو د يوه پوسټ څښتن هم نه شو. د افغانستان په معاصرو سياسي جرياناتو كې ځينې سياستوال په همدې باور دي چې د ستم او شعله جاويد ګوندونو له لومړيو ورځو هم د دې لپاره نه وه وړاندې شوې، د افغاني سيمې د ملي او بين المللي پاليسۍ ته د پرمختګ جزوي لامل شي. بلكه هغوي هغه اهداف لرل لكه څه ډول چي دستم ملي په اړوند وړاندي سول د ثور تر كودتا وروسته په ښي اړخ كې حاكم د خلق ګوند چې په دې وخت د پرچم ګوند پكې مدغم شوى و او د مقاومت په جهادي اړخ كې حزب اسلامي چې دا وخت لا دجمعيت ګوند نوو تاسيس شوي .دمقاومت او بريد په ساحه كښي را ايسار شول د افغان ملت ګوند نه له چا سره ملګري ولرله او نه هم په ايتلافي ډول له راسته او چپه اړخه ګوندونو سره رامنځ ته شو، خو شغله جاويد او ستم ملي وروسته چي نور جهادي ګوندونه را منځته سول له حزب اسلامي پرته په نورو جوړېدونكو سياسي تنظيمونو كې مدغم شول. روسانو د يرغل پر مهال د افغانستان په سياسي كشمكش دخيل كورني ګوندونه د ازاد سياسي رقابت په عوض په مسلح برخورد كې راګيرول، چا چې د افغانستان په راتلونكي سياسي موقف كې د وركډېدو هيله لرله، په دې جريان كې له هيواد څخه دباندې په نورو هيوادونو كې مېشت شول. د ځينو سياسي پوهانو په نزد د روسانو تر وتلو وروسته يو ځل بيا د شعله جاويد او ستم ملي ګوندوندونو خپلو فعاليتونو ته لاس ورواچاوه. په پېښور او كوېټه كې د راوا په نوم د _جمعيت انقلابي زنان افغانستان_ د يوې مېرمنې (مينا) په رهبرۍ ګوند جوړ شو چې د ښځو د تخنيكي روزنې لپاره يې بېل كورسونه او د ملالۍ په نوم يې كوېټه كې يو نسايي ولادي روغتون تاسيس كړ چې د نوموړي ګونددجوړېدو سمارټ هدف د حزب اسلامي د _خواهران مسلمان_ په نوم په خپل ګوند يو رياست تشكيل كړي وو دفعاليت مخ ډب كول وه كوم چې له هلكانو څخه بېل يې د نجونو لپاره ښوونځي او يوه ښځينه مجله ترچاپ لاندې ونيوله.دجمعيت انقلابي زنان افغانستان د رهبرۍ مينا په مړينې دا ګوند له څه ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. نوموړى ګوند سره له دې چې د خپلو اهدافو د پلي كولو لپاره پلان شوې طرحه لرله خو د هغوى ټوله دفتري او ښوونيزه برنامه چې د افغاني رسمي ژبې دري پر اساساتو ولاړه وه، پر دې بنسټ چې د افغاني ملي او رسمي ژبې پښتو انډول يې له دري ژبې سره نه و ساتلى او هر وخت به يې په ګوندي شعارونو كې پر دوكتور نجيب الله (پخواني افغان جمهور رئيس) او انجنير حكمتيار باندې د قاتلينو، خاينينو او فاشستانو نومونه ايښودل او يا به يې د هغوى كاري كاتورونه سوځول، ځينو له صحنې څخه دباندې او دننه سياستوال له همدې لاملونوڅخه دا انګېري چي په خپله راوا ګوند د ستم ملي د يوې  برخي رنګ اخيستي دي . د اسلامي سازمانونو څخه چپ لاس يعنې په كابل كې د حاكم پرچم ګوند په درشل كې هم په دې وخت ستونزې رامنځته شوې. د كارمل پلوه پرچم ډلې غړو كوښښ كاوه چې په رژيم كې د دوكتور نجيب د نفوذ د مخنيوي او په ځينو لوړو پوسټونو كې د خلق ګوند جنرالان له صحنې څخه ليرې شي. يا په بل عبارت په عمومي ډول ملي صالحه متلاشي كړي، په مرموزو حركاتو يې لاس پورې كړ، په پايله كې خلقي جنرال محمداصف شور چې د حربي ښوونځي دوره يې له حكمتيار سره په همصنفيتوب كې تېره كړې وه، ترور، د دفاع پر وزير شهنواز تڼى كودتاباندي دجلال رزمنده پر جمي لخوا دكلاشيكوف دفير په شليك پاڅون ته دهغه مجبوريت او نيازمحمد مومند له صحنې ليرې كېدل ..


د جنرال تڼي په ليرې والي د دوكتور نجيب په غيرمستقيمه لارښوونه حزب اسلامي خلق افغانستان په كابل كې جوړ شو، خو د دې ګوند د جوړېدو په ګټه اخيستنه سره په كابل كې د ځينو سياستوالو په وينا د اقليتونو د حقوقو د ساتلو په نوم بيا نوي سازمانونه د _ساما، سازا او …_ په نوم جوړ شول، خو له بده مرغه چې وايي څه ژرنده پڅه څه غنم لامده، په چپه او راسته اړخونو كې د لويو ګوندونو او كوچنيو ورځ په ورځ نوي جوړېدل او زاړه ترميم كېدل، د دې جوګه شول چې بشپړه د درملنې نسخه دې له ځان سره ولري. د ملت غړو له دې ګوندي كړيو څخه د دې پر ځاى چې عبرت واخلي، د موجوده ډيموكراسۍ څخه په ګټه يې د شلو_پنځه ويشتو ګوندونو په پيروي نږدې تر شپېتو زيات ګوندونه جوړ كړل، چې د دې وروستيو ګوندونو په ټلواله كې يو هم د _كنګره ملى_ ګوند دى، چې د ښاغلي عبدالطيف پدرام په مشرۍ په افغان سياسي بهير كې راوړاندې شوى دى. ښاغلى پدرام چې قيافتاً د يوه معاصر سياستوال په پوزيشن كې ځان راڅرګندوي، دا توقع نه ترې كېدله چې د يوه داسې ملي اتل (امير امان الله خان) غازي د جل وهلي روح د ارامۍ لپاره داسې نسخه رانه وړه چې د نوموړي روح دې ورارام كړي، بلكې هغه يې نور هم ناارام كړ. په مخكې يادو شوو ګوندي بيان شوي اساساتو كې سره له دې په ځينو كې د هيواد د تجزيې بويونه محسوس كېدل خو بيا يې هم د هيواد د تجزيې لپاره كوم ليكلي څه په ګوندي اساس نامو كې نه پرېښودل خو د ښاغلي پدرام دغه منطق چې د ګوند نوم يې كنګره ملي چې د ټول افغان ملت د يووالي سمبول ورڅخه مرادېږي، د فډرالي منطق سره څه ډول سر خوري چې په هغه كې د جلا_جلا ميليتونو د حكمرانۍ د تثبيت لپاره فډرالي مفكوره د مننې وړ وي.


پدرام ملامت نه دى، هغه په دې پوهېږي چې امير امان الله خان د افغان هيواد حريم په نړۍ كې د يوه ازاد هيواد په توګه په رسميت پېژندلى خو ولس يې هغه په مكافاتو له خپل هيواده تبعيد ته اړ كړى دى. موږ ښاغلي پدرام ته دا مشوره وركوو چې ښي اړخي او كيڼ اړخي سياسي بهير ته ګډون د هيواد او ولس د سوكالۍ په موخه د هر افغان حق دى خو داسې نه چې سبا ته د همدې هيواد او ولس د محوه كېدو په موخه سياسي ډګر ته ورداخل شي.


په پاى كې ښاغلي پدرام ته بايد دا مشوره وركړو چې موږ تا غوندې ناځوانان نه يو چې د ځان او ستا په افغانيت كې شك پيدا كړو، خو دا ويلاى شو چې پښتانه (افغانان) د ډېر احسان طاقت نه لري. هغه لفظي سوغات چې تاسو افغان امان الله خان غازي ته وړاندې كړ، د هغه د سپېڅلو وارثانو په توګه يې په دوه چنده تاسو درنو ته ډالۍ كوو.