کور / علمي / سرونه او مېخونه – قلموال

سرونه او مېخونه – قلموال

د کابل ايکسپريس  په نامه  فلم جوړولو د جګړې  د دوران يو لړ ترخه واقيعتونه او پېښې يو ځل بيا  په اذهانو کښي را ژوندۍ او تازه کړل. دا فلم  څرګندوي چې  د طالبانو تر حکومت  وړاندې  د تنظيمواکۍ  په دوره کې  يو شمېر کسانو د جنايت داسې تجربې هم ترسره کړي چې د انسانانو  په سرونو کښي به يې ميخونه ټکوهل  او په دې  وسيله به يې  وژل.
دا د تاريخ  يو تريخ حقيقت  او نه هېرېدونکى  واقعيت دى، خود کابل ايکسپريس د فلم طرحه  لږ څه  ناسمه ده، ځکه  فلم  دا کار زموږ د هزاره  وروڼو کار بللاى  او هغوى  يې تورن کړي چې  د پښتنو په سرونو کښي به يې مېخونه ټکوهل، خو حقيقت داسې نه دى، بلکې  حقيقت دادى، چې هزاره ګان لکه د افغانستان  د نورو قومونو  غوندې يو زحمتکش، د هېواد په دفاع کې  فعال او دهېواد ملي ګټو ته وفادار قوم  دى، له نورو  قومونو سره  څنګ پر څنګ  يې د هېواد له  دښمنانو سره مبارزه او جهاد کړى او خپل ملي رسالت او اصالت يې تر سره کړى دى.
د نمونې  په توګه  پر افغانستان د ايراني صفويانو د تېري پر وخت او په کندهار کښي د ګرګين د واکمنۍ  پر مهال هزاره ګان د ملي مشر ميرويس نيکه د مبارزې ملګري وو او له  احمد شاه بابا  سره د هند په سوبو کې  هزاره ګانو ښکاره  ونډه درلوده، د افغان- انګليس  په دريو جګړو کې  هزاره ګانو له خپلو  نورو افغاني  وروڼو سره  څنګ پر څنګ  له يرغلګر دښمن سره  مبارزه کوله، د اماني  دورې په پاى کې  هزاره ګان د اماني  حکومت په پلوۍ له سقوي  اغتشاش اچوونکو  سره جنګېدل، د شوروي د تېري پر وخت  هزاره ګانو  له کمونستانو اوشورويانو سره تود جهاد درلود او همغه  وو کله چې  خلقيانو پر ١٣٥٨ ل کال  کښي وردګو ته د هزاره ګانو پر ضد وسلې ورکړې، دوى دا وسلې پر خلقي حکومت  را واړولې او له هزاره ګانو سره  د خپل جهادي سنګرد ملګرو په توګه  مله شول، حتى تر تنظيمواکۍ وروسته  هم چې  طالبانو پر هزاره ګانو  اقتصادي بنديزونه ولګول په څنګ کښي ورسره  پرتو پښتنو  دوى ته خوراکي مواد  ور رسول او تاريخي وروري يې ورسره وپاللــــــــه. پاتې شوه  د سرونو او مېخونو خبره، دا هم  يو واقعيت دى، چې دا کار  د تنظيمواکۍ  په دوره کې  وشو، خو  په کابل ايکسپريس فلم کې  دا اشتباه شوې چې دا يې د هزاره قوم کار بللاى، خو حقيقت دا دى چې  دا دهزاره قوم کار نه،  بلکې د يوې جنګې ډلې کار دى، چې ايرانيانو اتمه لسيزه کې  د حزب وحدت په نامه جوړه کړه، بيا يې  افغانستان ته راولېږله او دلته يې د هزاره ګانوهغه ملي تنظيمونه  چې له روسانو او کمونساتو سره  په جهاد بوخت وو، له  منځه يوړل او  د يوه هزاره ورور د ليکنې له مخې چې همغه وخت  د لندن په کيهان نومې جريده کې  خپره شوې، دى ګوند  په هزاره جات کې   لس زره هزراه ګان ووژل او د توپک په زور يې  د وحشت له لارې هزاره جات کښي د زور واکمني پيل کړه. کله چې  په ١٣٧١ ل کال کښي د برهان الدين رباني په مشرۍ  تنظيمواکي راغله  او يو شمېر  پخوانيو مجاهدينو او کمونستانو  تر منځ  ګډ حکومت جوړ شو، د وحدت  د ګوند ډله هم ددې حکومت يوه پايه شوه او ورسره د اتحاد  د ګوند  ډله هم  ددې حکومت يو مهم  ترکيبي توکى و،  د اتحاد اسلامي مشري عبدالرسول سياف او احمد شاه احمدزي پر غاړه وه او د وحدت اسلامي د ګوند مشري د عبدلعلي مزاري، کريم خليلي او حاجي محمد محقق پر غاړه وه، دوى هېڅ بې هېڅه  د عربستان او ايران  په لمسون  د کابل په لويديځو برخو کې  د شيعه او سني  په نامه  جګړه پيل  کړه، چې په عين حال کې  د پښتون او هزاره  د جنګولو رنګ هم  ورکړ شو، د (اتحاد) پلوي عربو به ويل: چې (( شيعه کافر او مرګ يې روا دى)) خو د حزب وحدت  ايراني پلويانو به  حتى د جګړې  ډګر ته ځانونه رسول او دا جګړه به يې تودوله، په دې جګړه کې  د وحدت د ګوند  غړو د پښتنو په سرونو کښي مېخونه ټکوهل، حتى  له هغه شخص نه به پوښتنه کېده، چې  څو کلن دى، بيا به يې  د همدومره کلونو په شمېر په سر کښي مېخونه  ور وهل. همدا راز  له ښځو  نه به يې تي غوڅول چې د داسې تيو ډکې برخې رابرسېره شوې، په کانتيرونو کښي به يې کسان اچول او بيا به يې  کانتير ته  اور ورته کاوه، چې دا جنايتونه  له چا نه پټ نه دي او نړيوالو رسنيو په بشپړ  تفصيل ثبت کړي دي. نو په دې ترتيب  په سرونو کې  د مېخونو ټکوهلو واقعيت يو روڼ  حقيقت دى، چې  بايد هېر نه شي، خو دا کار د هزاره زحمتکش قوم نه دى کړى، بلکې دا د يوې مزدورې ډلې کار دى، چې اوس د دولت په ټولو ارګانونو کښي لوړې څوکۍ لري، د دولت د مشرتابه  پر څوکيو ناست دي، د ملي شورى مهم کميسونونه يې په لاس کښي دي، د بشر حقوقو کميسيون مشري پر غاړه لري او په  خلاص مټ  له خپل  هدف سره د ملي شتمنيو په لوټ  او تالان بوخت دي.
دوى له پېښو او حالاتو  نه په ډېره ځيرکۍ  بهره برداري کوي،  په ورستيو  دوو کلونو کې  چې د وردګو  ولايت په بهسودو کښي د هزاره ګانو او کوچيانو  تر منځ  د ځمکو  پر سر حقوقي  موضوع  را ولاړه شوې، دوى  په ډېر مهارت  له دې  حقوقي پېښې نه سياسي استفاده کوي، خليلي د استعفا ګواښ وکړ. محقق د دروغو روژه  په خپل کور کښي (؟) ونيوله، سيما ثمر  د بشر حقوقو له امکاناتو نه به  په ګټې اخيستلو يو اړخيز فلمونه واخيستل او موضوع ته يې سياسي بڼه ورکړه.
سره له دې چې  د کوچيانو  اته سوه کورنۍ چې بهسودو ته  تللې او په خپلو ځمکو يې اړولي وو، په مقابل کې  يوازې  وې او کوچيانو  او پښتنو دا حقوقي موضوع  په سياسي بڼه نه اړوله، خو  ددې  ملت دښمنه  کسانو او د وحدت   د پرديو په مټو جوړ شوي ګوند يو شمېر هزاره ګانو له احساساتو نه کار واخيست او موضوع يې تر دې حده سياسي کړه چې  پر باميانو سربېره  يې په مزار شريف، کابل  او نورو ځايونو کې  هم مظاهرې وکړې او بېچاره  کوچيان يې چې نه په اسمان کښي ستورى لري او نه پر ځمکه سيورى، د القاعدې ملګري وبلل. موږ په وضاحت سره ويلاى شو، چې دا ګوند  او د دوى قاتل مشران  د افغانستان  او افغان ملت  قسم خوړلي دښمنان او د ايران حلقه بګوش غلامان دي. دوى حاضر دي چې  د خپلو  ناولو هدفونو لپاره  نه يوازې  پښتانه، بلکې د هزاره ګانو په شمول د هېواد  ټول قومونه  قربان کړي او د پرديو غلامان کړي. نو هوښياري په کار ده، د افغانستان ټولو قومونو په سختو حالاتو کې  خپله  وروري وساتله  او له دې  سره افغانستان  وژغورل شو، اوس هم  بايد ددې کسانو په مقابل کې  هوښيار وا وسي او لکه څنګه يې چې  زرګونه کلونه خپل وحدت ساتلى همداسې د خپل وحدت د ساتلو په لاره کې  د وحدت  د دروغجن شعار ورکوونکو د وحدت ماتونې فتنې شنډې او د دوى اصلي څېرې، چې پرون يې په سرونو کښي مېخونه ټکوهل او نن د قانون او بشر د حقوقو د کميسيونونو تر ماسک  لاندې خپلې زړې ملت دښمنۍ او تفرقه اچونې ته دوام  ورکوي، بربنډې کړي.
زحق نياز کند عاشق وطن ((محمود))
که دشمنان وطن باد زير خاک وطن!