کور / راپور / د مهاجرت د نړیوالی ورځي په مناسبت

د مهاجرت د نړیوالی ورځي په مناسبت

مهـاجـرت
زه فاروق اعظم په جمعه ۱۴ جون ۲۰۱۹م د اطریش په مرکز ویانا کی وم. هلته می د افغانانو په جومات کی پر مهاجرت د کوم سره چی دوی مخ وه، څو خبري وکړی چی انسانان ولی مهاجر کیږي او په نوی چاپیریال کی دوی ته څه ستونزي او فرصتونه سته. مهاجرت او له ځایه بی ځایه کیدل یوه دردناکه پدیده ده چی د دوو عمواملو نتیجه ده:
لومړی. د ټېلې او فشار عامل. دلته خلک په زور له کورو او خپلو سیمو ایستل کیږي او مجبور کیږی چی خپل اصلی ټاټوبی پریږدي او بل ځای ته پناه یوسی. دغه عامل پر دوو برخو ویشلای سو:
الف. طبیعی عوامل. زلزله، وبایي ناروغی، سونامی، سیلاب، وچکالي او داسی نور طبیعی ناخوالی انسانان له خپل اصلی ځایه بیځایه کوي. دغه وخت خلک مجبور دي، خپل اصلی ځای خوشی کړي او یو نسبتا د امن ځای ته پناه یوسي.
ب. انسانی عوامل. دلته یو شمیر انسانان د نورو انسانانو د بیځایه کیدو او دربدرۍ سبب کیږي. انساني عامل پر دوو برخو ویشلای سو:
– د تعمیر او ابادۍ په منظور بیځایه کول. د دغه بیځایه کیدو یو مثال دادی چی حکومت پر یو رود بند جوړوي. دغلته کلي او کورونه تر اوبو لاندی کیږي. حکومت ددغه سیمی خلک بل ځای ته نقل مکان کوی. لکه په مصر کی د اسوان بند کله چی د نیل پر رود جوړیدی، د مصر حکومت د هغه ځای تقریبا سل زره اصلی خلک (اهالی نوبة) د اسوان له سیمی وایستل؛ ځینی یې په شمال کی په کوممبو او ځینی یې په جنوب خشم الجربة کی میشته کړل سول. د اسوان د ډم په جوړیدو سره د سیمی ډیر کلی تر اوبو لاندی سول. په افغانستان کی چی کله په ۱۹۵۱م کی په کندهار کی د ارغنداب پر رود د دهلی بند جوړیدی، حکومت د دهلی خلک له سیمی وایستل؛ اکثرو ته یی نقده پیسه او یا په هیلمند کی مځکی ورکړل سوی. زما په کوچینوالی به په کندهار کی دا شعر د هرچا په خوله کی وو:
پاچا ماظاهرخانه رود تړې په امریکه – غرقه دي دهله کړه چی تا رود کړ راټنبه
– تخریبـي بـیځایه کیدل. دلته کمزور انسانان د نورو زورورو او حاکمو انسانانو لخوا د کورونو پریښوولو ته مجبوریږي او یا د جنګونو په نتیجه کی بیځایه کیږي. په دوو نړیوالو جګړو، د هندوچین په جګړه، د هند د ویش پر مهال، د بنګله دیش په جنګ کی، … ډیرو خلک د جنګونو په سبب د خپلو کورونو پریښوولو ته مجبور سول. په افغانستان کی د ۱۳۵۷ ش (۱۹۷۸م) کمونستی کودتا د نړۍ د تاریخ یوه دردناکه فاجعه او زموږ د هیواد د تیرو څلورو لسیزو د بدختیو پیلامه وه چی د هیواد یو ثلث نفوس یې ګاونډیو هیوادونو ته په مهاجرت مجبور کړ. ما خپله د یو مهاجر په توګه او بیا د مهاجرینو د وزیر په حیث لیدل چی میلونونه افغانان د پاکستان او ایران په سوځونکو دښتونو کی په خیمو کی پراته وه. پر افغانستان د روس او بیا د امریکا تجاوزونو او دهغو په نتیجه کی بمباریو، نظامی فشارونو او ناآمنیو ملیونونه افغانان چی ډیر یی پښتانه دي په دننه افغانستان کی هم له یو ځایه بل ځای ته په کډه کولو مجبور کړل. په زوره له کورونو او وطن څخه د خلکو شړل دومره لوی او عظیم جرم دی چی قرانکریم یې د همهغه انسانانو د قتل او وژلو سره برابر بولی (لا ینهاکم الله عن الذین لم یقاتلوکم فی الدین ولم یخرجوکم من دیارکم ان تبروهم و تقسطو الیهم) نور بیا …
د مهاجرت تکلیـفونه او فرصتـونه