کور / راپور / حکمتيار په لاهور کي: طالبان بايد پر ټاکنو باور ولری او د همدې لاري واک ترلاسه کړي

حکمتيار په لاهور کي: طالبان بايد پر ټاکنو باور ولری او د همدې لاري واک ترلاسه کړي

peace-conferance

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پرون په لاهور کي د افغان سولي په تړاو جوړ سوي کنفرانس ته په وينا کي وويل، چي طالبانو ته د واک رسېدو لپاره يواځينۍ لار انتخابات دي او د همدې لاري دوی کولای سي چي قدرت ته ورسېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کي وويل، چي طالبان بايد بين الافغاني مذاکراتو ته ځان چمتو کړي.

ښاغلي حکمتيار دا هم وويل، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبري اتري ګټوري دي خو کافي نه دي.

هغه وويل: “کله چي دا مذاکرات پيل سوي دي موږ ئې ملاتړ کړی دی، طالبان باید په صریحو الفاظو ووایي چې موږ پر انتخاباتو باور لرو او د انتخاباتو له لارې قدرت رسیدلو باندي یقین لرو او ددې ژمنه کوو چي نورې لارې به نه ازمایو”.

په لاهور کي تېره ورځ د افغان سولي په تړاو يو کنفرانس پيل سو، چي د افغان دولت سياسي مخالفينو پکي ګډون کړی دی.

دغه کنفرانس کي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، عبدالطیف پدرام، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د نوموړي استازو ګډون کړی دی.

دغه کنفرانس ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وربلل سوی وو، خو د نوموړي دفتر وايي چي د وخت د کمښت له کبله ئې په دغه کنفرانس کي ګډون ونه کړ.