کور / راپور / ايتوپيا: د پوځي کودتا په هڅه کي د پوځ مشر د خپل ساتونکي لخوا په ډزو وژل سوی دی

ايتوپيا: د پوځي کودتا په هڅه کي د پوځ مشر د خپل ساتونکي لخوا په ډزو وژل سوی دی

Ethiopia

د يوې پوځي کودتا په هڅه کي د ايتوپيا د پوځ مشر د خپل ساتونکي لخوا په ډزو وژل سوی دی.

د پوځ د مشر ترڅنګ ګڼ نور لوړپوړي چارواکي هم وژل سوي دي.

د ايتوپيا ملي ټلوېزون وايي، چي دا د کودتا يوه هڅه وه چي ناکامه سوه.

د ټلوېزون د راپور له مخي پېښه د ايتوپيا په شمالي ولايت امهاره کي رامنځ ته سوې ده او ددغه ولايت والي د خپل مرستيال سره هم وژل سوي دي.

ددغه پېښي وروسته د ايتوپيا لومړی وزير اعظم ابي احمد د سخت فشار سره مخ سوی دی او په سيمه کي د بې ثباتی وېره سته.

لومړی وزير ابي احمد هغه وخت واک ترلاسه کړ، چي په هيواد کي تاوتريخوالي زور اخيستی وو او هيواد يوې کورنۍ جګړې ته ور داخلېدونکی وو.

ويل کېږي چي د کودتا د هڅي په پېښه کي د  پوځ د مشر وژونکی او په پېښه کي نور ککړ کسان نيول سوي دي.