کور / #PTM / د پي ټي ايم د لاريونونو په برکت عارف وزير او اقبال لالا خوشي سوي دي

د پي ټي ايم د لاريونونو په برکت عارف وزير او اقبال لالا خوشي سوي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ فعالان او  صوبايي اسمبلۍ ته کانديدان عارف وزير او اقبال لالا له زندان څخه خوشي سوي او خپلو کورنيو ته رسېدلي دی.

عارف وزير د مي مياشتي پر ۲۷ په بنو او اقبال لالا د جون پر ۲۴ نېټه په ټانک سيمه کي د پوليسو لخوا په دې تور ونيول سول  چي د پي ټي ايم په ملاتړ ئې ويناوي کړي دی او خلګ ئې د خپلو حقوقو لاسته راوړلو ته هڅولي دي.

عارف وزير د علي وزير د تره زوی دی کوم چي اوس هم د پاکستاني رياست په زندان کي شپې سبا کوي.

د خړ کمر له پېښي ورروسته  پاکستاني رياست د آی ايس آی په لارښوونه د پي ټي ايم ګڼ مسان نيولي دي او پرته له کوم جرم څخه ئې په زندان کي اچولي دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه پاکستاني ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ چي ۱۶ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

له يادي پېښي وروسته پوځ په سيمه کي ګرځبنديز ( کرفيو) ولګول او هلته د خوراکي توکو او روغتيايي خدماتو باندي بنديز لګېدلی دی، چي په دې سره په سيمه کي يو بشري ناورين رامنځ ته سوی دی.

له دغي پېښي وروسته په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ هم ونيول سول او تراوسه په زندان کي دي.

د نيول سويو کسانو په ملاتړ او د ترهګر پوځ پرضد په لراوبر کي پراخ لاريونونه وسول، چي له برکته ئې ځیني کسان راخوشي هم سول، خو لا هم ډېر کسان په زندانونو کي پاتي دي.