کور / طنز / ژورنالیستانو، له اوبواوبرېښناتوبه وکړۍ !

ژورنالیستانو، له اوبواوبرېښناتوبه وکړۍ !

دکشمالي کښنه

وایي دافغانستان ولسمشروئيلي دي چې پاکستان به وولي ، زه خوپری باورکووم خوچې په نښه ويشتوکی به څنګه وي ، هسې نه چې دپاکستان پرځای ننګرهاروولي ، له ناټوداسې غلطیانې کيږي ، په نښه طالبان کي اووولي واده ، نوکرزې صېب له هغوتکړه دې  چې نښه به خطانه کړي ؟ خېر، دادبیاخبرې دي ، کرزې صېب داکارکوي خويوڅه وخت ته ضرورت لري خودده دکابینې داوبواودبرېښناوزیرصېب ( وبخښۍ داوبواوانرژۍ وزيرصېب ، برېښنا خوپه اسمان کی وي نودې به یې څنګه وزیرشي ؟ ) وخندوولم  .

دې وزیرصېب د آريانا ټلويزيون یوبل خبریال ته وئيلي چې خبریال نصير فياض  ترينه  د رشوت غوښتنه کړي  وه . د اوبو اوانرژۍ  وزیر محمد اسماعيل خان بینواویب پاڼي ته وویل چې نصیر فیاض ځکه په خپله خپرونه کې ده ته سپکاوې کړې چې  ده ېې  غوښتنه و نه منله . د اسماعيل خان پر وينا چې نصيرفياض له ده څخه د خپل کور لپاره د 24 ساعته بريښنا د فوق العاده امر غوښتنه وکړه چې و نه منل شوه .  ولاچې منم یې ، داسې خبریالان هم پيداکیږي چې   په اصطلاح له  وزیرصېب  نه  رشوت غواړي اوهغه هم له داسې وزیرصېب څخه چې ۲۴ ساعته دواسکټ په جېبونوکی دوه- درې نارنجکونه اوپه ښۍ اوچپه بډه چاړه اوتومانچه ګرزوي ، چې دا خبریال به په قام څوک وي چې له وزیره هم لوړدې . زماخوباورنه کیږي چې په ځانګړې توګه دې وزیرصېب ته حتا خپل اس هم وشڼيږي ، کېدای شي په دفترکی به  ورسره قمچینه نه وه اویابه یې  له سیاسته کاراخیستې وي اوپه سیاست کی خوسړې هرڅه کولې شي ، کله غوسه ،کله  ژړا،اوکله خندا خوسیاسي اړتیاوې دي . دافغانستان خلکوته خو اوس دا عادي خبره ده چې ورته وویل شي چې وزیر،والي  اوولسوال یې رشووت خواره دي ځکه چې دوی فکرکوي چې همدغه رسميات دي،که رسمیات نه وای نودې چارواکوڅنګه په نره داکارکاوه ؟ خودامې دافغانستان په تاریخ کی کله هم نه وواورېدلي چې افغانستان کی دې یوخوارینجي  خبریال له وزیره رشووت غوښتې وي ، درواغ هم که په شرعه روغ نه وي ، زماغوندې خلک به په لمانځه کی  وخندوي  . که ماته څوک ووایي چې پرون غرمه په هواکی کوکرې غپېده ورسره وبه یې منم خودانوڅنګه باورکړم چې څوک راته ووایي چې په ماهیپر کی مې موټردومره په سرعت  چلولې چې په هرکګلېچي کی به موټر داسې راغبرګ شوچې دشانمبرپلېټ به مخې ته راغې  . داسې شوني ناشوني په سړي سرګرزوي  .  افغانستان پرماله هرڅه ډېرګران دې ځکه  خویې په هرڅه اندېښمن یم خوزمونږ  اندېښنې هم دبربڼډتوب په رنځ  اخته  دي چې هرڅومره یې پټووبیا راڅرګندیږي  لکه دا یوه چې دافغانستان په څرمن  ولې لېوان  اړم شوي ، ټپوسان ورته دتیګوپرسرناست ، غړۍ وهي اوګېدړان ورته دټونګولپاره شاوخواسرګردان دي . که  دا دلېوانو، ټپوسانواوګیدړانوشړل اودافغانستان  دڅرمن  ژغورل  ژورنالیستانوته ورپه غاړه وي نوپه لاوډسپيکرکی په (کیشي پيشي) خوولاکه هغه ټپوسان هم والوځي چې ګنجي سرونه دتيږوپرسر دشرمخانوغر-وفش ته (ګردننک ) وهي . دیوه ژورنالیست سره خودقلم اوخولې بل څه نه وي ، په هغو هم کله مجبوریږي چې (ادې)  ته (أابا) ووایي .  په افغانستان کی خو دقلموال سیورې  لاپه مردک ويشتل کيږي ، نوژورنالیزم اوخبریالي به څه معناولري ؟ هسې خوزمونږ په فکرونوکی توره اوټوپک دنارینتوب نښې دي نوټولوژورنالیستانوته زما دامشوره ده چې په قلم اوکاغذ پيسې  نه خرابوي ، اوپه دغه پيسودې کلاشنکوفونه اومرمئ واخلي ، له یوې خوابه ځان پری ساتي اوله بلې خوا به دخپل کلتورسره برابرشي اوبیابه څوک بې فرهنګه  ورته هم نشي ویلای  .  اورښتیا، دې بلې ته موفکردې ؟ هغه انتخابات هم راروان دي ، څپېړې ، دژامواوغاښونوماتېدا، ځغلوول ، ټېل ناټېل کوول ، وهل ، راکاږل اوان تروژلوبه هم پکې وي نوکه دمایکروفون پرځای دکلاشنکوف شپېلۍ وکاروول شي ، ښه به وي  ، دادوخت تقاضاده ، هغه متل مونه دې اورېدلې چې وایي « چې څنګه ګټ ، هغسې یې کربوړې ، نوخوله اوغاښونه خودژورنالیست کسبي افزاردي اوچې داهم ورته څوک مات کړي بیابه کارڅنګه کوي اوڅوک به کارورکوي ؟ بلاورپسې په اوبو، انرژي او برېښنا ، تږي ، وږي دې ګرځي اوپه تیاره کی دې کښېني خوکلاشنکوف دې پيداکړي ، بې له دې په افغانستان کی نورژوندګران دې  ، خوله اوغاښونه موپه کلاشنکوف ساتل کیږي ، په قلم نه !!!

خوله ده زما اختیاریې نورکوي

زړه مې له داسې غمه شورکوي 

www.sealee-sialee.blogspot.com