کور / خبرتیا او پيغامونه / د اشرفيه مدرسې څخه په بخښنه- مولوي حماد

د اشرفيه مدرسې څخه په بخښنه- مولوي حماد

درنو لوستونکو څرنګه چي زیات هیوادوال داشرفیې مدرسي دنامه سره اشنا دی نوموړی مدرسی د ۱۳۶۸ لمریز کال څخه په کار پیل کړی دی، دپیل څخه یی تراوسه پوری په سلګونو علماء ، قاریان اوحافظان فارغه کړی دی، دوس تر بریده يې دمسلمانو هيوادوالو لپاره زیاتی هڅی کړی دی زما په آند په هرډګر کی يې اسلامی هڅی بریالی ، په زړه پوری اوریښتینی دی  چی ښه نمونه یی په دی اونۍ کی دفارغانوپه اړه یوه منوره جلسه وه .

نوموړی مدرسه تل زیارباسی چی له هرلوری څخه بی پری واوسی یوازی خپل لیدلوری واسلامی چوپړته واړوی ، همداډول نه غواړی چی په هیڅ ډلی پوری ځان وتړی بلکی یوناپییلی چوپړترسره کړی اوخپل اقتصادی اړتیاوی دعاموخلګودبسپنواونفقاتوله لاری حل کړی .

څرنګه چی زه عبدالهادی حماد د دغی مدرسی داداری مسئول دنده لرم خوبدبختانه دتیری جلسی په اړه په کندهارکی دکلیدراډیوخبریال محمدصادق ريښتینی دغونډی مالومات وغوښتل اوماورته دټیلیفون پرلیکه دغونډی ځینی مالومات ورکړل زمادغه کړنه داشرفیی مدرسی له اداری تګلاری څخه خلاف ده ځکه اداره نه غواړی له هیڅ رازرسنیوسره اړیکی ونیسی ،له همدی امله زه دهمدی اداری اوپرسونل څخه بخښنه غواړم چی کلیدراډیوته دغه مالومات زماشخصی نظرواودمدرسی اداری تګلاره نه وه.

په ورته ډول زمابله تیروتنه داوه چی ددغی جلسی ویاندته می دپروګرام په اوږدوکی شعرونه اوشعارونه ورکړی و چی ځینی یی دځینوکسانودخوابدتیالامل ګرځیدلی دی، نوموړی پیښه هم زمادشخصی نظرپه پایله کی رامنځته سوی اودمدرسی تګلاره نه وه .

خدای دی وکړی چی دهمدی مدرسی مشرتابه اوپرسونل می دبخښی په لورونه ونازوی .

وروستی خبره داده چی څرنګه ماتردی دمه دکندهارپه اشرفیه مدرسه کی داداری مسئول دنده درلودل دیولړستونزواوبوختیاووله امله وهمدی اداری ته استعفاوړاندی کوم اوکوم کسان چی دهمدی مدرسی په نوم زماسره اړیکی لری په احترام ورڅخه هیله کوم چی تردی وروسته پخپله دمدرسی له اداری سره په تماس کی سی ځکه نوراداری مسئولیت نلرم .

په درنښت

داشرفیی مدرسی پخوانی اداری مسئول