کور / خبرتیا او پيغامونه / په دوحه کي د بين الافغاني کنفرانس پرېکړه ليک

په دوحه کي د بين الافغاني کنفرانس پرېکړه ليک

بسم الله الرحمن الرحیم

موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له  ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په  دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.

موږ د کنفرانس ګډون کوونکي همدارنګه د ملګرو ملتونو له سازمان، د سیمې له هیوادونو او په خاص ډول له امریکا سره دمذاکراتو او بین الافغاني ناستو لپاره دسهولت برابرونکو هیوادو څخه مننه کوو چي د افغانستان د مسئلې دحل لپاره یې لازم امکانات برابر کړي دي او هیله لرو چي ټول اړخونه به په راتلونکي کي همدغه همکاري پداسې ډول انجام کړي چي زموږ د هیواد او ولس په خیر او یوې واقعې سولې ته د رسیدو سبب سي.

دا چي له اوږده بحران وروسته په افغانستان کي د تلپاتې او سراسري سولې د راتګ لپاره وضعیت آماده سوی، نو دې هدف ته د رسیدو لپاره موږ دوحې د بین الافغاني کانفرانس ګډونوال په لاندې مواردو کي توافق ته ورسیدو.

موږ د کنفرانس د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکو له دیده د خبرو اوتفاهم

له لارې کولای سو چي د هیواد د نن او راتلونکي په اړه مشترک درک ته ورسیږو او هغه موانع چي پدې لاره کي شتون لري لیرې کړو. لدی کبله موږ ټول دخبرو د تداوم پر ضرورت ټینګار کوو.

لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي بشپړ اتفاق لري چي په هیواد کي تلپاتې سراسري او باعزته سوله چي د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کي سونې ده.

دوهم: افغانستان یو متحد، اسلامي هیواد او د ټولو میشتو وروڼو قومونو مشترک کور دی.  د اسلامي نظام حاکمیت، اجتماعي او سیاسي عدالت، دوګړو اساسي حقوق، ملي وحدت، خپلواکي او ارضي تمامیت هغه ارزښتونه دي چي ټول افغانان ورته تعهد لري.

دریم: افغان اولس چي په تېر تاریخ او په تیره بیا تیرو څلویښتو کلونو کي یې له خپل دین، هیواد، فرهنګ او خپلواکۍ څخه د دفاع لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي، ټول نړیوال، سیمه ایز  او کورني جهتونه دي زموږ د ملت لوړو ارزښتونو ته په احترام قائل سي. د دې لپاره چي په راتلونکي کي افغانستان بیا د جګړو او بحران شاهد ونه اوسي، بین الافغاني تفاهم او د هیواد د بیلابیلو اقشارو تر منځ پوهاوی یو مبرم ضرورت دی. نړیوال، سیمه ییز او ټول داخلي اړخونه د دې بهیر ملاتړ ته رابولو او تقویه یې د ټولو په خیر ګڼو.

څلورم: دا چي د جګړې په اوږدیدلو سره هره ورځ زموږ ولس متضرر کیږي نو سولې او د بین الافغاني مؤثرو مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره لاندې اقدامات ضروري بولو:

الف ــ د جګړې ښکیل اړخونه دې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو په ځای په خپلو رسمي بیانونو کي له نرمې ژبې کار واخلي.

ب ــ دسولي دناستي ټول ګډونکونکي له امریکاسره په قطر کي د روانو مذاکراتو  ملاتړ کوي او په افغانستان کي د روان تحمیلي جنګ په پای ته رسولو کي یې موثر او مثبت قدم بولي.

پنځم: د دې لپاره چي زموږ ولس د جګړې له زیانونو خوندي  او د جګړې ناخوالې تر ټولو ټیټې کچي ته راښکته اود سولي لپاره داعتماد بهتره فضاءجوړه سي د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړي.

الف ــ د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو بې قید او شرطه خوسي کول.

ب ــ دهیواد په ټولو سیمو کي د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین.

ج ــ په ځانګړې توکه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو،پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی.

د ــ د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات د صفر  کچي ته راښکته کول.

شپږم: د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کي د ښځو د حقوقو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او همدارنګه دمذهبي اقیلتونو. ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ

اوم: د دوحې دکانفرانس ګډون کوونکی توافق لري چي د سولې تګ لاره به په لاندینیو مواردو څرخي:

الف – په افغانستان کي پر اسلامي نظام توافق.

ب –  د سراسری سولی دپیل په شرایطو او عملي کیدو.

ج – د سولې تړون د موادو پر پلي کیدو او څارنې.

د – د بنیادي بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونوچي دټولو افغانانو ملکیت دی، دسولی له توافق څخه ورسته په اړیني اصلاح خوندیتوب او غښتلتیا.

ه – د افغان کډوالو او د جنګ لکبله د داخلي بیځایه سویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنیدلو.

و – د مرستندویه ھیوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې ھمکارۍ او اړیکو پر شرایطو.

ز – د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس کي د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید.

ح – په نړیوال کنفرانس کي د سیمې، ګاونډیو او نورو ھیوادونو له لورې په افغانستان کي د نه لاسوھنې ژمنې او توافق باندي ټینګار کوي.

اتم ــ موږ دسولي په اړه دټولو هڅو او لدې جملې د مسکو د تیر بین‌الافغاني کنفرانس پریکړه لیک چي د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه جوړ سوی و تائیدوو او ټول ګډونوال په یوه خوله، له اسلامی کانفرانس، د ملګرو ملتو له سازمان، امنیت سوری، اروپایې ټولني او ټولو ګاونډیو هیوادو څخه غوښتنه کوو چي د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني کانفرانس پریکړي تائید او ملاتړ یې وکړي.

ومن الله توفیق