" /> " /> " /> " /> پكتيا: دولتي چارواكو او قومي مشران پر امنيت وغږيدل  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / پكتيا: دولتي چارواكو او قومي مشران پر امنيت وغږيدل  Fotos

پكتيا: دولتي چارواكو او قومي مشران پر امنيت وغږيدل  Fotos

په پكتيا ولايت كې د نهو ولسواليو قومي مشران له دولتي چارواكو  سره په ګډه پر امنيت خبرې وكړې.


هغه غونډه چې نن ورځ د دې ولايت د غونډو په تالار كې جوړه شوې پكې له شپږو سوو څخه زياتو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.دولتي چارواكو پر قومي مشرانو غږ وكړ چې له دوى سره د امنيت په راوستلو كې همكاري وكړي او هغه لارې چارې هم ور په ګوته كړي چې قومي مشرانو يې له لارې د امنيت په ټيكاوو كې ونډه واخلي.


 غونډې ته د پكتيا ولايت د نهو بيلا بيلو ولسواليوقومي مشرانو په وار خبرې وكړي.



دوى وويل چې موږ له وژنې اومرګ ژوبلې ستړي او نه غواړي چې خپل كور د نورو په لاسونه نا امنه د وژنې ډغر وګرځوي.


يو شمير قومي مشرانو وويل چې دولت دې په ولسواليو كې د بيا رغاونې چارې او حياتي پروژې پيل كړي ترڅو خلكو ته كار پيدا شي او له دولت سره يې اړيكې نيږدې شي.


قومي مشرانو د پټان او ګرديز ترمنځ د غځيدلي سړك په پاخه او اساسي توګه د جوړونې غوښتنه هم وكړه.


دولتي چارواكو ته يې وويل چې دوى به تر هر څه ډير د امنيت او د بيارغاونې د پروژو په ساتنه كې ونډه واخلي .


پكتيا والي جمعه خان همدرد قومي مشرانو سره ژمنه وكړه چې ډير ژر به د ولايت په بيلابيلو سيمو كې د بيارغاونې پروژې پيل كړي خو زياته يې كړه چې د دوى مخالفين په لوى لاس د دې ډول پروژې د دريدو هڅې كوي.


ښاغلي همدرد وويل چې د پكتيا په نا امنه كولو كې خارجيان ، په حكومت د ننه او يو شمير خپل منځي اختلافات لوى لاس لري.


ده پر قومي مشرانو غږ وكړ چې دوى ته د امنيت او ټيكاوو هغه لارې چارې ورپه ګوته كړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.


د پكتيا ولايت چارواكي په داسې حال كې له قومي مشرانو سره په ګډه خبرې كوي چې په وروستيو څو ورځو كې پكتيا ولايت د يو شمير نا امنيو شاهد وو.