کور / راپور / د پاکستان مخکنی لومړی وزير شاهدخاقان عباسي نيول سوی دی

د پاکستان مخکنی لومړی وزير شاهدخاقان عباسي نيول سوی دی

په پاکستان کي د مسلم نواز ګوند يو مشر او پخوانی لومړی وزير شاهد خاقان عباسي نيول سوی دی.

د پاکستان چارواکي وايي، چي پر نوموړي د سي اين جي ګيس په تړاو ځيني مقدمې درج سوي دي.

نوموړی په لاهور کي نيول سوی دی.

د مسلم ليګ (ن) ګوند مرستياله او د نوازشريف لور مريم نواز وايي، چي  دا د تحريک انصاف ګوند د آمرانه چلند يو بله څپه ده چي غواړي له دوی څخه سياسي غچ واخلي.

د مسلم ليګ پخوانی مشر او لومړی وزير پروېز مشرف هم د فساد په تور دا مهال په زندان کي دي.

 پاکستان  دا مهال سخت اقتصادي او سياسي کړکېچ سره مخ دی، چي په کور دننه سياسي ګوندونه د پوځ او رياست د کړو وړو څخه سخت په تنګ سوي دي.