کور / اقتصادي / انکشاف، ثبات او سولې ته د افغانستان د رسولولو پروسې

انکشاف، ثبات او سولې ته د افغانستان د رسولولو پروسې

ليکنه: محمد روښان ښاد

جګړه ځپلی افغانستان یوازې سولې نه، بلکې ثبات او انکشاف ته هم اړتیا لري، ځکه له ثبات او انکشاف مه واره سوله بې مانا ده، خو دا چې دغه درې مهمې پروسې یانې انکشاف، ثبات او سوله څخه ممکنه ده او افغانستان ورته څنګه رسېدلای شي. د دې وضاحت او ځواب د ترکۍ خبریالې د هغې پوښتنې په ځواب کې موندلای شئ چې له ولسمشر غني یې پوښتلې.

ترکۍ خبریالۍ له ولسمشر غني څخه وپوښتل، تاسو د جمهوررئیس، مالیې وزیر او د نړیوال بانک د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي، چې تاسو ته امکان درکوي څو افغانستان له مختلفو زاویو وارزوئ. ستاسو په نظر، هغه کوم خنډونه دي چې افغانستان ورسره په دوامداره ډول مخ دی؟

جمهوررئیس: موږ له پنځو کلیدي موضوعاتو سره سر و کار لرو. لومړی، د داسې دولت جوړول چې وکولای شي زموږ د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د هیلو استازولي وکړي چې یوازې (په ولسواکۍ ولاړ) ډیموکراتیک دولت کولای شي دې موضوع ته د عمل جامه واغوندي. هیله لرم په تېرو څلورنیمو کلونو کې مې ثابته کړې وي، چې افغان مېرمنې غوره دي او افغان ځوانان له انرژۍ ډک، وړ او نوښتګر نسل دی چې کولای شي د خپلې راتلونکې مالکان وي. زه په دې بهیر کې خپل ځان یو ارتباطي پُل وینم.

دویمه موضوع، د مارکېټ جوړول دي. د «خصوصي سکتور» لغت په یوه پراخ لغت بدل شوی دی، خو دغه لغت په لومړي ځل په ۱۹۴۶ کال کې استفاده شو. د افغانستان له طبیعي پانګې د اعظمي استفادې او د هغه د پرمختګ لپاره اړتیا ده د کار بازار بنسټونه جوړ شي. تېر کال، افغانستان د نړیوال بانک له لوري د هغو هېوادونو د لېست په سر کې اعلان شو، چې د کسب و کار په برخه کې یې اصلاحات راوستي دي.

درېیمه موضوع، سوله جوړونه یا د سولې تثبیت دی. د پایداره سولې په نه موجودیت کې هغه قېمت چې د جګړې لپاره ورکول کېږي، ورانوونکی دی. یقیناً د سولې د تثبیت لپاره لازمه ده په تېرو څلوېښتو کلونو برلاسي شو.

څلورمه موضوع، د ملت جوړونې بهیر غښتلي کول او ملي یووالی دی. دا کار ټولنیزو پروګرامونو ته اړتیا لري او له هغه ملت پرته امکان نه لري چې خلک یې احساس کړي؛ هېڅوک تر بل غوره یا کم نه دی. افغانستان مختلفې ژبې او اقوام لري، خو زموږ واک زموږ په تنوع کې دی. موږ باوري یوو چې هر افغان پرته له دې چې خپله ژبه په پام کې ونیسي، ځان په دې کور [هېواد] پورې تړلی بولي.

پنځمه موضوع، سیمه ییز اتصال دی. په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې، په زور یو هېواد د انکشاف پر لور نشئ بیولی، خو د اتصال له لارې دا کار امکان لري. دغه پنځه پروسې چې ما تشریح کړې، کولای شي افغانستان د زیاتو دردونو او ستونزو تر ګالولو وروسته انکشاف، ثبات او سولې ته ورسوي. زموږ مقام به زموږ د مېلمه پالنې هغه فرهنګ بیا راژوندی کړي، چې تر دردونو او کړاونو وړاندې دوه زره او پنځه سوه کاله موږ نړۍ ته ثابت کړی و.