کور / #PTM / امريکا ته د عمران د سفر پرمهال د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کېدو لپاره مظاهرې سوي

امريکا ته د عمران د سفر پرمهال د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کېدو لپاره مظاهرې سوي

امريکا ته د پاکستان د لومړي زير عمران د سفر سره هممهاله هلته د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ مظاهرې هم سوي دي.

په دغه مظاهرو کي چي په سلګونو کسانو ګډون درلود د پي ټي ايم د مخکښانو علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتني کېدلې.

د امريکا په کېپټل ون ارينا کي چيرته چي عمران خان وينا کړې، ومخي ته ئې ډېر خلګ راغونډ سوي وه او د پي ټي ايم د بندي سويو کسانو د ازادېدو غوښتنه ئې کول.

راغونډو سويو خلګو په لاسونو کې ئې بېنرې او پوسټرې نيولې وې چې پرې د پارلمان د غړو او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو محسن داوړ او علي وزير د خوشي کولو غوښتنې ليکلي سوې وې. دوی غوښتنه کوله چي د جنوبي او شمالي وزيرستان نه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي دې له زندانه خوشي کړی سي.

علي وزير او محسن داوړ د خړ کمر پېښي وروسته د پاکستاني پوځ لخوا ونيول سول او له کوم جرم پرته په زندان کي شپې سبا کوي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر کي د پاکستاني پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وسوې او پکي ۱۶ تنه شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د پېښي سمدستي وروسته پوځ علي وزير ونيوی او درې ورځي وروسته ئې په جنوبي وزيرستان کي محسن داوړ هم د ځان سره زندان ته بوتلو.