کور / تازه خبرونه / د افغانستان په فضا کي نا اشنا رڼا خلک اندېښمن کړي دي

د افغانستان په فضا کي نا اشنا رڼا خلک اندېښمن کړي دي

د څو ولايتونو اوسيدونکي په فضا کښي د رڼا خپروونکي يوې نا اشنا پديدې ليدلو اندېښمن کړيدي.
دا چي په انځورونو کي وينئ تېر ماخستن په هرات، فراه او غور ولايتونو په فضا کي ليدل سوی دی.
د يادوني وړ ده چي وړمه شپه په کندهار او زابل ولايتونو کي د مځکي تکانونه محسوس سوي ول خو د زلزلې نړيوالي ادارې له مخي دلته زلزله نه وه ثبت سوې چي دولت هم په دې هکله هيڅ و نه ويله.

دې نا اشنا پېښو او پديدو له خلکو سره ګڼ شمېر پوښتني پيدا کړيدي چي زموږ په فضا کښي او تر مځکي لاندي څه روان دي او د چا لخوا روان دي؟
دا او دې ته ورته پوښتنو ته تر اوسه کومي مرجع ځواب نه دی ويلی.