ډاكټرانو اسفنديار ولي خان ته د استراحت توصيه وكړه
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ته د هغه د ورپېښي ناروغۍ په اړه ډاكټرانو توصيه كړې چي پوره دوې ورځي پر كور كښېني..
اسفنديار ولي خان چي د وينو د فشار په ناروغي اخته دئ، تېره ورځ په كراچي كي د يوه روغتون ډاكټرانو پر كور د استراحت توصيه ورته كړې ده، چي د ګوندي غړو په وينا روغتيا يې د ډاډ وړ ده.