کور / کیسه / ناببره پیښه‏

ناببره پیښه‏

خپله نکتایی می سمه کره او یو کوچنی ګل چی یو دوست می له خارج نه لیګلی وو د نکتایی په سر نصب کړ، ‏بوټان می رنګ کړه او له کوره ووتم.‏
آسمان شین وو او د لمر رڼایی لا هری خواته خپره وه. د انسانانو سیوري می خپل شاوخوا ته لیدل چی ټول د یو ‏مقصد په لور روان وول، کور.‏
‏ یو څو قدمه مخکی لاړم او کله چی د سرک سر ته ورسیدم د تکسی راتګ انتظار می ایسته. ها خوا اودیخوا می ‏ډیر وکتل اما تکسی می نظر ته ونه رسیده. ډیر انتظار می  وایسته یو دوه تکسی چی په نظر راغلل ما ته یی ونه ‏دروول. د لمر تودوخی زما په سر تاثیر واچاوه د دید توان می له لاسه ورکړ او سر می وګرځید. ژر کیناستم او د ‏یو څو دقیقو وروسته  د سرک ها خوا د اوبو د یو نل څنګ ته کیناستم. په معدی می درد راغی، معده می له بیرون ‏نه و موخله او پدی جریان کی می څو ارګه می هم وواهه. ما چی د څو کلو راهیسی د معدی تکلیف درلوده او اکثراً ‏به د روحی او دماغی فشارونو لاندی د اسید افرازات
 زیاد شول او په سر به می هم درد پیدا شو. ‏
نکتایی می له غاړی وایستله او د کمیس څو تنی می واځی کړی. بیا می کرتی وایستله  اوبه چی سړی هم وی لږ ‏می وڅکلی اولږ می  په سر هم واچولی  ګنسیت می لږ کم شو او د معدی درد می هم لږ کم شو.‏‎ ‎
بیرته د سرک څنګ ته لاړم او د تکسی په انتظار ودریدم. د یو څو دقیقو وروسته یوه تکسی راغله. زه چی د یو ‏رستورانت ته تللم، د رستورانت نوم ورته واخیست او په قیمت مو سره خبری وکړی. او تکسی ته پورته شوم.‏
‏*** ‏

زه چی د دولت مامور ووم او په ډیرو ستونځو سره می د یوی میاشتی معاش د میاشتی تر اخیره رساوه اما بیا می ‏هم پیسی د اضافی مصارفو لکه داسی مخصوصو ورځو لپاره جدا کوول.‏
په لاره چی تلمه دیخوا و هاخوا به می کتل یو یو کس به می تر نظره کیده او ډیر خلک د تودوخی له آمله بیرون نه ‏وتل. ما خپل لاس د مخ مخی ته نیولی وو چی د لمر د شعاع مخه ونیسم. ورو ورو زما سر آرام شو. سګرت می ‏ولګاوو او یو څو نفسه می په آرامه وایستل، بیا می ګومنځ له جیبه وایستله او سر می هم ګومنځ کړ.‏
د تکسی چلوونکی سره په خبرو لګیا شوم او د سیاسی مسائیلو نه شروع تر اقتصادی او اجتماعی مسائیلو، پر هر ‏څه مو خبری وکړی. او د چا خبره د زړه کړس مو وباسته. ‏
تکسی چلوونکی چی د شل کلو ځوان وو او ګیره یی په فرانسوی تیپ سره جوړه کړی وو او د سر ویښتان یی چی ‏تور رنګ یی درلوده پورته وهلی وو. او کله به چی کومه ښایسته انجلی د موټر له خوا تیریده نو حتماْ به یی ورته ‏کتل او بعضی جنوکی به یی خو تر ډیری فاصلی پوری په سترګو تعقیبوولی.‏
تکسی چلوونکی هم چی زه ولیدمه چی سګرت څکووم، خپل سګرت یی روښانه کړ او په ډیره علاقی سره یی ‏خبری کولی. هغه د خپل خبرو په منځ کی وویل چی دوه کاله مخکی دی له ښوونځی نه فارغ شوی دی او دا دوه ‏کاله یی پر له پسی کانکور امتحان کی اشتراک کړی وو خو ښه نتیجه یی تر لاسه نه کړه، نو همدا وو چی د یو ‏دوست نه یی څو لکه روپی په پور واخیستی او دا موتر یی واخیست. اقتصادی وضع یی متوسطه ده. ‏
‏*** ‏

د تکسی چلوونکی سره می ښه بندار جوړ کړی وو. چی یو ځل له سرکه یو ماشوم  په منډه تیر شو. دی چی په ‏کیسه کوولو مصروف وو نا څاپی یی برک ونیو او د ټایر آواز یی شاو خوا ټول خلک حیران او وارخطا کړل. جلی ‏هم چی ډیره ډاره شوی او رنګ یی تک سپین شوی وو یو ځل د سر ک مینځ کی ودریده، نه پوهیده چی کوم خوا ‏ته لاړ شی. بعد له یو څو ثانیو فکر نه یی بیرته په حرکت شروع وکړه  او په منډه له سرکه تیره شوه. تکسی ‏چلوونکی چی  دیر په قهر وو د ژبی لاندی یی څو ښکنځلی هم وکړې.  ځان یی کنترول کړ او بیر ته یی په حرکت ‏پیل وکړ. ‏
یو څو متر ه چی مخکی لاړو  رستورانت می تر سترګو شو اما هیڅ څوک د رستورانت مخی ته نه لیدل کیدل. په ‏زړه کی می وګرځیده چی زه به خو ډیر وخته نه یم راغلی، ساعت ته می وکتل شپږ نیمی بجی وی دومره وخته هم ‏نه وو لمر لویدلی وو. موږ یی پنځه بجی رستورانت ته غوښتی وو. له ځانه سره می فکر کاوو چی وخته خو ندی ‏نو ولی هیڅ څوک د رستورانت مخی ته نه لیدل کیږی. ‏
د تکسی پیسی می ورکړی او د رستورانت د دروازی په لور می حرکت وکړ.  له جب نه می کارت راویسته او بیا ‏می ولیده چی رستورانت می غلط کړی نه وی خو چی و می لیده رستورانت می غلط کړی نه وو. اما خلک ولی نه ‏ښکاره کیدل. ‏
بیر ته می د روازی په لور حرکت وکړ. ‏
دروازی ته چی نژدی شوم د رستورانت کارکوونکی ته می کارت وښود، هغه کارت ته وکتل او بیا یی ما ته وکتل او ‏وی ویل
‏\”وروه تا ته یی څه ندی ویلی‎…. ‎‏ \”‏
ما ویل \” نه\” ‏
هغه ویل \” د شاه ماما مړ شو. \”‏
ما ویل \” زه خو خبر نه ووم… انا لله و انا الیه راجعون… څه وخت مړ شو. \”‏
هغه ویل \” دری ورځی کیږی\”‏
ما سر و خوزاو او ومی ویل
‏ \” زه خو خبر نه یم…. څنګه مړ شو.\”‏
هغه ویل \”  زه هم دقیق خبر نه یم خو یو چا وویل چی د هند سفارت مخی ته چی انفجار وشو په هغه انفجار کی ‏دی هم شهید شوی دی. \”  ‏
ما چی دا خبره واوریده ډیر خواشینی شوم، اوف می و ایسته او له رستورانت نه بیرون ووتم. ‏


‏ ‏
مازیګر ۷:۶ بجی  د ۱۳۸۷ کال د چنګاښ ۲۶‏
سره مینه- کابل، افغانستان‏