کرزی غلام دئ ؟

د لراوبر اداره | اگست 7th, 2008


مولوې صاحب ماشاالله ډېر ښه تکړه عالم دی زموږد ېوه ملګرې په مدرسه کښي په تدرېس بوخت وې طالبان ورباندې راټول وې په کراچی همدا ېواځېنی مدرسه ده چی له وفاق المدارس پاکستان سره الحاق نلرې . ډېر افغانی طالبان هڅه کوې چی د مهاجرېنو په ګوټ کښي واقع دی مدرسی ته ځان ورسوی .
کله به چی زه او شهېد استاد خالدمحمودصاحب د بحث او مباحثی لپاره ورتلو او د مدرسی دمشر په زړه نازړه اجازت به مو د طالبانو سره خواله کول او هغوی ته مودانګرېزی لانګوېج د مفت تدرېس ترڅنګ د هېواد دروانی وضعی په اړه معلومات او هم دهغوی دځېنو علمی اشکالاتو او د جهاد په اړه د اسلام د حقېقی احکاماتو په اړه مباحثه کوله نو نوموړې مولوې صاحب به د سترګو تر کونجانو په داسی نظرراته کتل ته به وا موږ لېوان ېو او دده په رمه ګډ شوې ېو .
دری کاله وروسته ېو ورځ ورغلم پر نوموړې ځېنی سپېنږېری او طالبان راټول او مبارکېانې ورکوې ، زه نېغ ورنغلم ولې پوښتنه مې وکړه چاراته ووېل چی مولوې صاحب تازه له جهاد راغلې دې دزابل په شاجوې اولسوالې کښي په غزا بوخت وو دا خلګ مبارکې ورکوې .
زه نور راروان شوم پر لاری دافغانانو دې ابادې ته چی دکراچی په ښار کښي لکه دپېرېانو دکوډلې غوندې خړې ابادې او په کښي مېشت خلق چی زېاتره ېې دملا صاحب پلوېان ښکارېدل ډېر حېرانې وړې وم .
ماته دنبی اکرم [ص] هجرت او جهاد مخی مخی ته کېده چی دکوم مقصد لپاره ېې هجرت کړې وو نو په دارالهجرت کښي ېې هم هغه کارته ادامه ورکوله . ولې مولا صاحب
په کراچی کښي ډېر د سولې او ارام ژوند څېښتن دې دنبی (ص) برعکس دۍ ېواځی په خپل هېواد کښي د جګړې ددوام په نېت په اصطلاح هجرت راکړې دې ولې هغه کار ته دلته هېڅ ادامه نه ورکوې نوموړې کار ېې ېواځی په خپل هېواد کښي خوښ دې .
افغانی طالبانو د پاکستان د ادارو سره د اخلاص او احسان د بدل په شکل کښي هلته چندان د وزېرستان د جهاد حماېت نه کوې بلکه دمعلوماتو مطابق د طالبانو زړو وزېرانو ډېره هڅه کړې ده چی د اورپکو او پاکستان دولت تر منځ تړون ټېنګ کړې . د دوې په فکر پاکستان خو داسلام قلعه ده او زموږ ملاتړ کوې ولې دافغانستان دولت ېو ګوډاګۍ او د امرېکی غلام دولت دې پر هغوې جهاد فرض دې .  ولې دا احمقان نه پوهېږی چی که په رشتېا کرزی او افغان دولت غلامان وې نو بېا خو په اسلام کښي دغلام ډېر حقوق شته غلام د رحم او عاطفی حقداره دې . په اسلام کښي چېرته چا د غلام په مقابل کښي جهاد اعلان کړې دې
 چا دغلام سر غوځ کړې دې او چا ېې بدن مسله کړې دی ولې په حقېقت کښي د اقتدار د وږو ړانده استدلالونه دې نتېجی ته بنده رسوې چی وواېې : ېاره لکه چی فرعون هم ملامت نوو چی داقتدار په نشه کښی دخداېې دعوه کړې وه  .

Copyright Larawbar 2007-2024