کور / راپور /  دارواښادكانديداكاډميسن استادمحمدانورنوميالي په ياد غونډه

 دارواښادكانديداكاډميسن استادمحمدانورنوميالي په ياد غونډه

دكندهاردمشاهيروپه مقبره كي دارواښادكانديداكاډميسن استادمحمدانورنوميالي دنوي جوړسوي مزاردكاردپاي په پلمه ګڼوليكوالو، شاعرانو، پوهانواوفرهنګيانودارواښادنوميالي روح ته ددوعااودهغه ديادپه موخه يوه فرهنګي غونډه وكړه.

دغه فرهنګي غونډه چي دكندهارلسګونوپوهانو، ليكوالانواوشاعرانوپكښي ګډون كړي ودروهي ادبي بهيرله لوري پرلاره اچول سوي وه چي پكښي يوشميرويناوالودارواښادنوميالي په اړه بيلابيلي ويناوي وكړي .

په كندهاركي دويښ ملګري فرهنګي ټولني مشرشاعراوليكوال عبدالقديم پتيال غونډي ته په خپله ويناكي كانديداكاډميسن ارواښادنوميالي دهيواديوه ستره علمي سټه وبلل اوزياته كړل چي نومړي دټولن پوهني ، تاريخ ، فلسفي اوفولكلورپه برخه كي معتبراثارلري .

دافغان ژورنالستانواوليكوالانوخپلواكي ټولني مرستيال ليكوال اوژورنالست احمد فرزان بيادارواښادنوميالي داثاروپرخپاروي ټنګاروكړاوزياته كړل چي دهغه فسلفي نظريات اودټولنيزي اصلاح مفكوري بايد دعلمي سيمنارونوپه ترڅ كي شرحه اوتفسيرسي .

په كندهاركي  دبينوافرهنګي ټولني مشرعبدالاحمد محمدياردارواښادنوميالي دځينودوستانوپه مرسته دهغه ټولوچاپ اوناچاپ اثارودچاپ اوخپراوي زيرى وركړاوويي ويل چي ډيرژربه داستادنوميالي اثاربياچاپ اودفرهنګيانوترلاسونوورسيږي .

كانديداكاډميسن محمدانورنوميالى په كال ( ١٣٨٥ش د ميزان ١٢مه) په ډنمارك هيوادكي دورپيښي ناروغي له امله ومړچي وروسته يي مړي  كندهارته راوليږدول سواو دمشاهيروپه هديره كي ښڅ سو.

نومړي دتوكم پيژندني ، تاريخ ، فسلفي، ټولنپوهني اوفولكلورپه اړه شاوخوا۱۸بيلابيل چاپ اوناچاپ اثارلري .