کور / #PTM / منظور پښتين: کشمير جګړه دي پوځ وکړي، نور دي پښتانه په پردۍ جګړه کي نه کښېباسي

منظور پښتين: کشمير جګړه دي پوځ وکړي، نور دي پښتانه په پردۍ جګړه کي نه کښېباسي

د کشمير د کشالې په تړاو د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي کشمير په تاريخي لحاظ يو ځانګړی رياست وو او بايد هند، چين او پاکستان دا رياست بېرته کشميريانو ته ورکړي.

ښاغلي پښتين د يوې اردو ژبي ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي، چي د کشمريانو سره دوی همدومره همدردي کولای سي چي هغوی ته بايد خپلي سيمي بېرته وسپارل سي او يو ځانګړی رياست ځان ته جوړ کړي.

ښاغلي پښتين په کشمير کي د پښتنو د جنګېدلو په تړاو وايي، موږ دومره هم نیت بدي نه یو چي د شهادت درجې دي تل موږ حاصلې کړو موږ غواړو چي نورو وطنوالو ته د دي عظیم نعمت موقع ورکړو.

ښاغلي پښتين زياتوي: که کشمیر سره خبره د همدردۍ وی نو کشمیر په تاریخي لحاظ یو ځانګړی ریاست و هند چین او پاکستان یې باید بیرته کشمیریانو ته وسپاري موږ صرف همدا اخلاقي همدردې کولای سو نور خو موږ له کشمیریانو زیات ذلیل او ځپل سوي یو کشمیریان دي له موږ سره همدردې وکړي.

 که د جنګ خبره وی نو فوځ زموږ تر قبائلو او پښتنو ښه جګړهکولای سي د همدي لپاره ټیکسونه او نظامي روزنه اخلي همدا ئې کار دی او د کشمير د جګړې لپاره دي پوځ  ور مخته  سي او نور دي پښتانه په پردۍ جګړه کي نه کښېباسي.