کور / راپور / ښورابك يا ښوراوك ولسوالي هيڅ رسمي ښوونځى نه لري!

ښورابك يا ښوراوك ولسوالي هيڅ رسمي ښوونځى نه لري!

ښوراوك د كندهار په ټولو ولسواليو كي د مساحت په لحاظ دريمه غټه ولسوالي ده چي د پاكستان پولي ته نيژدې پرته ده . دغه ولسوالي كه له يوې خوا تر نورو 14 ولسواليو غټه ولسوالي ده خو په ډيري خواشينۍ سره بايد وويل سي چي هلته هيڅ رسمي ښوونځى نسته او كوچنيان يې ټول بېله كومو رسمي زده كړو د ژوند دغه مهم پړاو په توره تياره كي تېروي .

تاسو فكر وكړى چي د دغه ولسوالۍ مسووليت د چا پر غاړه دى او څوك يې بايد د زده كړي غم وخوري ولايت مقام ، ولايتي شورا ، پارلمان او كه د پوهني وزارت ؟ په داسي حال كي چي دغه ولسوالي هم لكه د هيواد د نورو ولسواليو په ډول پر دولت باندي حق لري چي د ښووني او روزني غم يې وخوري كه چيري خداى ( ج ) مه كړه د دغي ولسوالۍ اوسېدونكي همداسي په تيارو كي پاته سي نو هغه ورځ ليري نه ده چي د دغي ولسوالۍ ستونزي به يو مهال هغه كچي ته ورسيږي چي بيا به يې تر كنټرول لاندي راوستل د دولت او چارواكو له توان څخه ځكه ووزي چي په كوم ځاى كي چي پوهه نه وي هلته ستونزي وده كوي او چي ستونزي وده وكړي نو نه يوازي به يې زيان يوې ولسوالۍ بلكي ټول هيواد ته ورسيږي .

په دې لار كي زموږ په اند لومړى حكومت ، دوهم بهرنيان او دريم د همغه ځاى اوسيدونكي ګرم دي او د حيرانتيا خبره لا دا ده چي هيڅوك ور ته پاملرنه هم نه كوي او نه يې څوك ځان مسوول ګڼي . دا خبره بايد په تكراره بڼه وليكل سي او ياده سي چي د ښوراوك ولسوالي چي ګاونډي هيواد پاكستان ته نيژدې پرته ولسوالي ده تر يو شمېر نورو ډيرو ولسواليو كلكه څارنه غواړي خو افسوس چي اوسمهال يې هغه كمزورې څارنه لا په سمه توګه نه كيږي .

نو په دې كي بايد ټول مسوولين خپل مسووليت درك او د دغي ولسوالۍ پر اوسېدونكو او نوي نسل باندي ورحميږي ځكه د همدغه ولسواليو او ښارونو كوچنيان دي چي د سبا ورځي لپاره د هيواد په رغونه او پرمختګ كي لويه ونډه لري .