حامدکرزي د چين له ولسمشر سره پر مهمو مسئلو خبري وکړې
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چين له جمهور رييس هوجين تاو سره په ځينو مهمو مسئلو خبرې وکړې :
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چې د اګست په اوومه نيټه د المپيک د نهه ويشتمې دورې لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په موخه بيجنګ ته راغلی نن د جمعې په ورځ يې د چين له جمهور رييس هوجين تاو سره وکتل .
دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکيو د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې، اقتصادي همکارۍ، او د چين او افغانستان تر منځ د ځمکنۍ لارې پر جوړلو خبرې وکړې .
د افغانستان او چين تر منځ د ځمکنۍ لارې په جوړلو سره به چين منځنۍ أسيا، منځني ختيځ او جنوبي أسيا ته يوه نږدې لار پرانيزي او دواړو هېوادونو ته زيات ارزښت لري .
ټاکل شوې چې ښاغلی حامد کرزی به نن شپه د نورو شاوخوا اتيا هېوادونو او نړيوالو ټولنو له مشرانو سره يو ځای د المپيک لوبو په پرانيستونکيو مراسمو کې ګډون وکړي