پدراميانو ته

د لراوبر اداره | اگست 8th, 2008


څرنګ له خبرو چي خبرې پيداکيږي
مينه کې هم لوړې او ژورې پيداکيږي
مه بوله زړګئ مې ګنهګارديوڅه حق لري
زړونه چې به مينه شي سندرې پيداکيږي
نشته  هيڅ مزه مې نن دغر او نه د کلي
نه پکې چنارنه هم نښترې پيداکيږي
ټيټ وڅوک راغلى وپرلوړو مسخرې کا
باز يې ښکاروې که و کوترې پيداکيږي
هرژوندى زوال لري او هر زوال يوه نښه
ميږى چې شي بدبخت نو يې وزرې پيداکيږي
ماچې پرې حساب کړ هغه نن مې دحساب سړى
شاته يې څوک شته چې ترې لښکرې پيداکيږي
مه تنګوه زړه \” ګل شاه \”دژوند همدغه کار دى
خير! ژوندکې کله کله کيسې سترې پيداکيږي

Copyright Larawbar 2007-2024