کور / #PTM / پي ټي ايم په هالنډ کي ټاکني کوي

پي ټي ايم په هالنډ کي ټاکني کوي

‎د پښتون ژغورنې غورځنګ د کړنلارې سره سم او د مشر منظور احمد پښتین په لارښوونه، د هالنډ څانګې هوډ کړی چې د نوې مشرتابه (مرکزي) کمېټې ټاکلو لپاره نوې ټاکنې د لږ ځنډ نه وروسته ترسره کړي.

د پي ټي ام رامنځته کیدو سره د اروپا په ډیرو هیوادو کې لنډمهالې مرکزي کمېټې وټاکل شوې چې څه دپاسه یو کال کې ډیرې لاسته راوړنې لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ ورځ تر بلې پراخیږي.

‎اوس چې په هالنډ کې پي ټي ام پراخ بنسټ او نوي تکړه او ژمن غړي لري، ددې وخت رارسېدلی چې د غورځنګ د کارونو لا ښه کولو او چټکولو په موخه نوې ټاکنې وشي. د هالنډ مېشتو ټولو پښتنو نه په درنښت هیله کېږي چې په خپل پراخ ګډون دا ټاکنې بریالۍ کړي ترڅو نوې کاري ډله په پراخ اعتبار او پوره پياوړتيا سره د پښتون ژغورنې او خپلو حقونو ترلاسه کولو کارونه پر مخ بوزي.

‎ همدارنګه تاسې ته په درنښت بلنه درکول کېږي چې په مشرتابه کمېټه کې د چوپړ لپاره ځانونه کاندید هم کړئ. د ټاکنو د پروسې او ځان کاندیدولو نور جزیات د ټاکنو کميسون تير ځل شریک کړي وه او په لنډ وخت کې به بيا اعلان شي.

غونډه څلور وړې برخې لري: د لنډمهالې کمېټې کاري راپور، د نوې مشرتابه جرګه ګۍ ټاکنې، د پښتون ژغورنې په ډګر کې په کاري پروژو هر اړخيزې خبرې کول او د کاري ډلګيو جوړول، او مشاعره او ويناوې.

نېټه او وخت:
د روان کال د سپټمبر ۱۴ (د خالي/ شنبې ورځ) د ماسپښين څلور بجې.
(Zaterdag 14 september om 16:00 uur)

پته:
Stichting De Driehoek
Zuiderkruis 742
3902 XX Veenendaal

‎د اړیکو شمیرې:
0641293413
0614677635
0640546409
0651286813