video " />   video " />   video " />   video " /> دالمپيک لوبي په پلازمېنه پيکينګ کښي پېل شوې    – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / دالمپيک لوبي په پلازمېنه پيکينګ کښي پېل شوې  Fotos  video

دالمپيک لوبي په پلازمېنه پيکينګ کښي پېل شوې  Fotos  video

سرچينه ايتر تاسوИТАР-ТАСС ، لنته روlenta.ru

Photo: A general view of drummers 


Beijing Olympic Main Press Center opens


  دالمپيک د۲۹ دورې دوبنۍ لوبې دپيکينګ په هغه ملي لوبغاړي کي چي د((مرغۍ ځاله )) نوم ورکړه شوی پيل شوې . دپرانيستلو په مراسم تر ۹۰ زرو زياتوکسانوګډون درلودچي دهغه جملې له ۸۰ زياتو هيوادونه دولتي مشرانوهم دپرانستلودمراسيمو دپرانستلوننداره کوله . همدا ډول دنړيوالوخبري رسنيو دڅرګندونوله مخې دنړۍ په ټولوهيوادوکښي ميلياردونوانسانانو دالمپيک دلوبودپرانيستلو دمراسموننداره کړېده . 





دالمپيک دبازيودپرانستلو مراسم پر پنځو ځله ۸ عددباندي يعني د۲۰۰۸ کال د ۸ مياشتي په ۸ ورځ دماښام پر ۸ بجواو ۸ دقيقو پيل شوه (2008.08.08.08 (.دغه تاريخ ورځ ،ساعت اودقيقې  تصادفي ندي اکل شوی په چين کښي خلک عقيده لري چي اتم عدد دخوشبختۍ راوړلووعدددۍ .

دالمپيک لوبې دپېړيو راپدې خوا دالپميک داورپه لګېدوسره پيل  کيږي .

 Passing of the flame

Li Ning lights cauldron of Beijing Olympic Games

 Li Ning  makes his way to the Olympic cauldron

Li Ning lights cauldron of Beijing Olympic Games


دالمپيک دبازيو دلوبو په وخت کښي بايد په ټوله نړۍ کښي جګړې ودرېږي .مګر متاسفانه داجګړې او انسان وژنه په عراق اوافغانستان کي رواني  دی .

همدا نن دروسې اوګرجستان دسوله ساتوځواکونو تر منځ چي دګرجستان په خاوره کې ځاي پر ځاي شوی دي ، يودبل پر خلاف دتوغنديو ډزي وشوې .د ايترتاس دخبر له مخې دروسې ولسمشر ميدوېديف دهيواد دملي امنيت شورا بېړنۍ غونډه راوغوښتل اوپه غونډه کښې ئي په ګرجستان تورولګاوه چې د جنوبي اسيتي پر پلازمېني او پر څوکليو ئې داګست پر اتمه شپه دوسله والي حملې په درشل کي دروسې دسوله ساتو ځواکونو چي دنړيوالو نورمونو اوپرېکړو له مخې دلته اوسی دملکي وګړو په شمول  څوکسان هم وژل شوی دي .

دروسې ولسمشر ميدويديف دګرجستان دغه عمل په جنوبي اسيتې کښي دروسې پر سوله ساتو ځواکونوبربنډه وسله واله حمله وګڼل ،اوڅرګنده ئې  کړه دګرجستان دلوري  کړنې دمنل شوو نړيوالو نورمونو خلاف دي  اوبې جوابه به پاته نشي . هغه وويل زه دروسې دجمهور رئيس په توګه  دنړۍ په هر ګوټ کښي چي وي دروسې دهر تبع دژوند او امنيت دساتلو دنده پر غاړه لرم .موږ به هيچاته د غير قانوني کړنو او دخپلو اتباعو دوژلو اجازه ورنکړو , اوملامت به لازمه جزاوويني . دملامت څخه دميدوېديف هدف هغه پوځيان دي چي دروسې پرسوله ساتو ځواکو باندي ئې حمله کړېده .

دالمپيک دمراسيمو پرانستل ډير جالب اوحيرانوونکي وه ،په ځانګړې توګه اتش بازي ((سورسورانکي ))

 


Fireworks explode over the National Stadium


Fireworks of the opening ceremony


Photo: Fireworks go off after the torch


Photo: A general view is seen


دمراسموپه پيل کښي دمامول سره سم  دسولي دسمبول په توګه  دتياتري ننداري دچينايي لوبغاړو لخوا وړاندي شوې ،وروسته دهر هيوادسپورتی لوبغاړي په ځانګړو جامو کښي پداسي حال کي چي دخپل هيواد دملي بيرغ ئې له ځان سره لېږداوه دنړۍ د۲۰۵ هيوادوسپورټی  لوبغاړي دپکن ملي لوبغاړي ته راننوتل اودلوژله مخې تر تېرېدو وروسته ځانګړ ځاي ته ولاړل . دمعلوماتو له مخې دپيکينګ دالمپيک پدغو لوبو کښي نږ دې لسزره سپورټمينان برخه لري ،چي دسپورټی بازيوپه مختلفو برخو کې به ګډون وکړي .

دالمپيک دلوبو په تاريخ کښي دالومړنۍ ځل وچي ددومره زياتو هيوادوڅخه دومره سپورتی کلوپونو دچين دالمپيک په لوبوکې برخه اخلي . دالمپيک لوبې به دسپورټي لوبوپه مختلفو برخو کې  ۱۶ ورځي دوام ولري اوداګست پر ۲۴ به پاي ته ورېږي .

دپيکينګ دالمپيک لوبې دالمپيک دنړيوالي کمېټې د رييس ښاغلي   Jacques Rogge په وينا په رسمی توګه پرانستل شوې .