کور / کیسه / د ظفر ګادی

د ظفر ګادی

ظفر چی د په لاسی ګادی کی یی څو منه کچالو او پیاز اچولی وو،  د کوڅی په منځ کی روان وو. چرت یی وهه که ‏دا شیان خرڅ نه شی د تره پور به څنګه ادا کړی نا څاپه یی د یو موتر چی دهغوی په لور روان وو، د هارن آواز ‏واورید. وارخطا شو لاس  ګادی یی  چپه شو او  کچالو او پیاز یی په ویاله کی چی له ناپاکو آوبو نه ډکه وه ولویدل. ‏لاس ګادی هم د ګادی (موتر) لاندی شو او مات شو.  د هغه چی ملا هم درد کوله دیوال ته یی تکیه وکړه او حیران ‏پاتی وو چی څه وکړی. خپله ځوانی او بداینه  یی  په یاد شو ه او سترګی یی ډنډی ډنډی شوی. زوی یی له ځمکی ‏جګ کړ په مخ یی ښکل کړ او اسمان ته یی وکتل.‏


د ۱۳۸۷ کال د زمری میاشت‏
وزیر محمد اکبر خان، کابل