د آريانا افغان هوايي شرکت الوتکي مړ وجود په توبه اڅکزۍ کي
د آريانا افغان هوايي شرکت الوتکه د طالب واکمنۍ په وخت کي له نن څخه دوويشت کلونه مخکي ګڼشمېر افغان مسافر پخپله پسته غېږ کي واخيستل له کندهار څخه يې د هرات پر لور خپل وزرونه ورپول ، د ١٩٩٧ميلادي کال د ژمي د توري سيلې موسم وو، چي کله د هرات فضايي ساحې ته ورسېده نو د ګڼي وريځي، توندو بادونو او طوفان له امله، له کښېنستو څخه عاجزه سوه، بيرته د کندهار پر لور راستنه سوه، د کندهار په هوايي حريم کي هم ورته موسمي ستونزه ورته پېښه سوه، د الوتکي او مسافرو د ژغورني په موخه د ياد شرکت چارواکو، پيلوټ (پايلټ) ته د مخابرې په مټ لارښوونه وکړه چي هسي نه د الوتکي تېل خلاص سې د کوټي ميدان هوايي ته ځان ورسوه همهلته الوتکه کښته کړه، پيلوټ د لارښوني سره سم د الوتکي مخه کوټي ته کړه، چي کله د کوټي هوايى فضا ته ورسېده نو پيلوټ د هوايي قواعدو له مخي د کوټي ميدان هوايي له چارواکو څخه پر مخابراتي کرښه د کښته کېدو اجازت وغوښت، بدبختانه د مقابل لور څخه افغان پيلوټ ته منفي ځواب وويل سو، پيلوټ بيرته په ناهيلۍ د کندهار پر لور د الوتکى روخ وګرځاوه، د توبه اڅکزۍ په حريم کي د الوتکي تېل خلاص سو، چي له امله يې الوتکه د لوى غوړمب په کولو سره پر مځکه ولوېده، په دې پېښه کي د پيلوټ په شمول ټول مسافر په حق ورسېدل، د هيچا جسد روغ او ثابت ونه موندل سو، د ټولو انسانانو د بدن غړي او غوښي د ټکړو په ډول وموندل سوې، د يادي انساني حادثې وير لومړى د چمن پر وګړو په دې ولوېد چي د سيمي څلورو تجارانو يې په الوتکه کي سفر درلود
اوس دلته پوښتني دا پيدا کيږي: چي د طالب حکومت خو پاکستان په رسمي ډول تسليم کړى وو، نو بيا يې ولي الوتکي ته د کوټي پر ميدان هوايي د بېړنۍ ناستي اجازه ور نه کړل سوه؟
بله پوښتنه دا ده: چي د افغان آريانا الوتکي مړ وجود د دوويشت کلونو راهيسې تر اوسه لا ولي د لاوارثه مړي په څېر بې يار او بې مددګاره د مځکي پر مخ د اوسپينو د ټکړو په شکل دوړو، يخني او ګرمۍ کي هسي عبث پروت ښکاري؟
آيا د آريانا افغان هوايي شرکت دغه پرزه پرزه الوتکه خپل اصل مالک لري؟ چي پاته شوني يې رايٶ ځاى او خپل دولتي ميدان هوايي ته انتقال کړي
موږ به کله خپل او پردي پېژنو؟
طالبه! د زړه په غوږو يې واٶره افغان يې، له دې آمله دي پنجابى په باطني لحاظ دوست نه سي جوړېداى او نه يې تر اوسه رښتنى دوست بللى يې البت د خپلو سياسي او جغرافيايي ګټو لپاره دي په خلاص مټ کاروي
د افغانستان په درد دردمن
عادل اڅکزی