کور / راپور / ختيځ همغږۍ مرکز د ختيځ پيژندنې سيمينار جوړ کړ

ختيځ همغږۍ مرکز د ختيځ پيژندنې سيمينار جوړ کړ

د “ختيځ همغږۍ مرکز” په يو بېساري نوښت نن د «ختيځ پيژندنې» تر عنوان لاندې لومړنى سيمينار جوړ کړ. په دغه سيمينار کې چې د هېواد له مختلفو ولايتونو په کې خویندو او ورونو ګډون کړی وو، د ختيځ په امنیتي، جغرافيوي، اقتصادي، زراعتي، پوهنيز، روغتيايي، معلوماتي ټکنالوجۍ، اوبو مديريت او نورو اړونده موضوعاتو پر اهميت د پوهانو او متخصصينو لخوا خپلې څيړنې اونظرونه له ګډونوالو سره شريک شول. همدا ډول د سيمينار ګډونوالو د ازاد بحث په ترڅ کې خپل نظرونه وړاندې کړل او د ورته سيمينارونو په جوړولو يې ټينګار وکړ. دوئ همدا ډول ختيځ همغږۍ مرکز ته د بريالي سيمينار د جوړولو له امله مبارکي وويله.
ختيځ همغږۍ مرکز ژمن دی چې له صحي خدماتو، عامه پوهاوي، منازعاتو د حل، او نورو ټولنيزو خدمتونو سربيره اکاډميکه برخه هم فعاله وساتي او د ختيځ په اړه بېلابېل علمي، تخصصي او څېړنيز سیمینارونه، ورکشاپونه او کنفرانسونه جوړ کړي.