کور / راپور / طالبانو پر کندوز ښار حمله کړې ده

طالبانو پر کندوز ښار حمله کړې ده

راپورونه وايي، چي تېره شپه طالبانو د کندوز پر ښار له څلورو لوريو بريد کړی او د ښار پر ځينو ليري څنډو واکمن سوي دي.

ځايي رسنۍ وايي، چي برېد تېره شپه پيل سوی او اوس هم جګړه روانه ده.

د پېښي په هکله افغان چارواکو تراوسه څه نه دي ويلی.

طالبانو هم په يوې اعلاميه کي ويلي چي پر کندوز ښار ئې له څلورو اړخونو بريد پيل کړی او ځيني سيمي ئې تر کنټرول لاندي راوستي دی.

په ۲۰۱۵ کال کې هم طالبانو پرکندوز ښار حمله وکړه او دغه ښار ئې د څه وخت لپاره په کنټرول کي وو.