کور / سياسي / د ترهګرۍ ضد جګړه له ننګونو سره مخ شوې

د ترهګرۍ ضد جګړه له ننګونو سره مخ شوې

امريكه له پاكستان سره له جګړي پرته بل لار نه لري

د امريكي جاسوسۍ اداري د پاكستان استخبارات له ترهګرو او ترهګرۍ نه په ملاتړ تورنوي او د پاكستان جاسوسۍ اداري بيا د امريكي استخبارات د پاكستان له مخالفينو نه په ملاتړ تورنوي، چي دغي بي باورۍ اوس د ترهګرۍ ضد جګړه له ننګونو سره مخ كړي ده.

د امريكي ولسمشر بوش د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ته د ده د سفر پر مهال چي امريكي ته يي درلود ځيني استخباراتي اسناد وسپارل چي له ترهګرو او ترهګرۍ سره يي د پاكستان د استخباراتو او پوځيانو اړيكي ښودلي او په دي کښي هغه ثبت شوى غږ هم و چي په كابل کښي د هند پر سفارت له بريد سره يي د پاكستان د استخباراتو اړيكي په ډاګه كولې. ګيلاني وغوښتل چي له موضوع څخه د بوش پام بلي خوا ته واړوي، نو له هغه څخه يي د نورو جزياتو او شواهدو د وركولو غوښتنه وكړه، خو بوش په دپلوماتيكه ژبه بېرته موضوع ته راوګرځېد او په خندا سره يي ګيلاني ته وويل چي موږ كله هم جزيات پاكستاني چارواكو ته سپارلي، هغه يي د ترهګرو په واك کښي وركړي او ترهګرو تري زموږ پر ضد ګټه پورته كړي ده. رضا ګيلاني نور ناچاره شو او تېښته يي غوره كړه او بوش ته يي داسي وښودل چي ګوندي اى ايس اى يوه ځواكمنه او خپلواكه اداره ده او په خپل سر عمل كوي، خو د ګيلاني دغه استدلال هم بوش ته د منلو وړ ونه ګرځېد او په قهر سره يي له ده نه وپوښتل چي اوس د اى ايس اى واك د چا په لاس کښي دى؟ ياني دا چي كه اى ايس اى د پاكستان د دولت په ولكه کښي نه دى نو د چا په ولكه کښي دى، چي امريكه له همغه سره حساب پاك كړي.

رضا ګيلاني چي وليدل د موضوع په هكله امريكه جدي ده نو امريكي ته يي ډاډ وركړ چي په دي اړه به پلټني وكړي او عملي ګامونه به واخلي.

په سبا يي د اسلام اباد چارواكو د معمول په شان د امريكي تورونه ناسم وبلل او ويي ويل هيڅ داسي سند نشته چي په كابل کښي د هند پر سفارت په بريد

كي د پاكستان د استخباراتو لاس لرل پري ثابت شي. دغو چارواكو د پاكستان پر وړاندي د امريكي تورونه د هغه هېواد پر وړاندي د امريكي دسيسه وبلله او ويي ويل چي امريكه د پاكستان په تورنولو سره غواړي پر پاكستان خپل بريد ته توجيه پيدا كړي، پر پاكستان بريد ته لاره هواره او هغه تجزيه كړي.

د پاكستاني چارواكو د انكار پر وړاندي د سي اى اى مامورينو د سپيناوي له پاره يو ځل بيا په دي ټينګار وكړ چي له ترهګرو سره د پاكستان د ملاتړ په اړه كره معلومات په لاس کښي لري، د پاكستان استخبارات افغاني طالبانو او ورانكارو ډلو ته د افغان او هند دولت پر وړاندي د ورانكاريو د ترسره كولو له پاره وسلې، استخباراتي معلومات او نوري اسانتياوي په لاس وركوي.

امريكي ته د رضا ګيلاني له سفر وروسته په اسلام اباد کښي د دواړو هېوادونو د دولتي او استخباراتي چارواكو تر منځ غونډه وشوه او دواړو خواو استخباراتي معلومات يو تر بله رد و بدل كړل. د امريكي له خوا هغه تصويرونه هم پاكستاني چارواكو ته وښودل شول چي د طالبانو له نوم وتلي قوماندان حقاني سره په يوه خونه کښي د پاكستان د استخباراتو د غړو ناسته يي ښوده.

پاكستان دغه ناسته توجيه كړه او ويي ويل چي نوموړي ناسته د پاكستاني طالبانو له يرغمل څخه د پاكستان د سفير د خلاصون له پاره وه چي له نوموړي قوماندان څخه چي په پاكستاني طالبانو کښي نفوذ لري، په دي اړه مرسته غوښتل شوي وه.

پاكستاني چارواكو بيا د امريكي پر استخباراتو تور ولګاوه چي د پاكستان له سرسخت دښمن بيت الله مسعود سره اړيكي لري او پاكستاني استخباراتو څو ځله د ده د ځاى او موقعيت په اړه امريكايي چارواكو ته معلومات وركړي وو چي هغه بمبار كړي، خو دوى دا كار تر اوسه ونه كړ او همدا راز يي زياته كړه چي بيت الله مسعود پرمختللي تخنيكي وسايل ترلاسه كړي چي د پاكستاني ځواكونو تګلوري پري څاري، دوى نه پوهيږي چي مسعود ته دغه وسايل چا وركړي دي.

د پاكستان موخه له دي څرګندونو څخه ظاهراً له بيت الله مسعود سره د امريكي اړيكو ته ګوتنيونه او له ترهګرۍ څخه د خپل ملاتړ توجيه كول وو.

ګيلاني هېواد ته له ګرځېدني وروسته خبريالانو ته وويل چي د امريكي او پاكستان اړيكي ډېر نازك پړاو ته رسېدلي، د دواړو هېوادونو تر منځ بي باوري زياته شوي او د لري كولو له پاره يي بايد كار وشي.

د پورتنيو بدلونونو په اړه د افغان دولت دريځ لا په خپل پخواني ځاى و او ټينګار يي درلود چي د پاكستان استخبارات د افغان دولت له مخالفينو سره مرستي كوي، افغانستان ته ترهګر او ورانكاري له پاكستان څخه راځي، د ترهګرۍ اساسي مركزونه په پاكستان کښي دي او تر څو چي د جګړي په جغرافيي له سره كتنه ونه شي او دغه جغرافيه پاكستان ته ونه لېږدول شي، نو پر ترهګرۍ غلبه ناشوني ده.

ولسمشر كرزي د سارك په پنځلسمه غونډه کښي چي تېره اونۍ په سريلانكا کښي جوړه شوي وه له ترهګرۍ څخه يادونه وكړه او د ترهګرۍ ضد جګړه کښي يي د سارك هېوادونو مرسته وغوښتنه، خو لكه څنګه چي په كار وو له ترهګرۍ سره د پاكستان له اړيكو يي بايد په بشپړ جرئت سره پرده پورته كړي واى، هغسي يي ونه كړل او له احتياطه ډك يو منځلارى دريځ يي غوره كړ.

كرزى د سارك په غونډه کښي له ګډون وروسته هند ته په سفر ورغى او په هند کښي يي د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کښي وويل چي د هند پر سفارت بريد کښي د پاكستان د استخباراتو لاس وو او د دغه سفارت د چولو او الوزولو له پاره له پاكستاني چاودېدونكو توكو څخه كار اخيستل شوى و.

د همدغه ګرمو خبرو او تورونو لګولو پر مهال د افغانستان استخباراتو د يوي خبر پاڼي له لاري خبر وركړ چي په كندهار کښي د پاكستان د قونسلګرۍ يو مامور د يوي ترهګري ډلي مشر ملارحمت الله ته د قومي مشرانو د تښتولو او وژلو په موخه پيسي او نور امكانات برابر كړي دي. په خبر پاڼه کښي راغلي چي د ملي امنيت چارواكو دغه معلومات له ملارحمت الله څخه ترلاسه كړي چي دا مهال له دوى سره بندي دى او د پاكستان له قونسلګرۍ سره يي په خپلو اړيكو اعتراف كړى دى.

داسي معلومېږي چي د پاكستان، امريكې، هند او افغانستان تر منځ تبليغاتي جګړي زور اخيستى او يو ډول ګونګتيا يي رامنځته كړي ده.

په دي وروستيو کښي القاعدي د نيويارك په سوداګريز مركز د بريد پړه رسماً په خپله غاړه واخيسته چي پخوا له دي بريد څخه انكار كېده او همدا راز ويي منله چي د دوى څلور لوړ پوړي غړي په دي وروستيو کښي په پاكستان کښي د امريكي د بمبارۍ په ترڅ کښي وژل شوي دي. شنونكي په دي اند دي چي د القاعدي دغه بربنډي څرګندوني كولى شي د القاعدي او ترهګرۍ ضد جګړي په اړه شكونه لري كړي او دغه جګړي ته د امريكي په ګټه مشروعيت وبښي.

همدا راز د القاعدي دغه څرګندوني د دوى شتون د پاكستان په قبايلي سيمو کښي په اثبات رسوي، چي قبايلي سيمو ته د ناټو ځواكونو د پښي راكاږلو ته د سترګك وهلو په مانا دي.

د افغان دولت د ملي امنيت اداري د پاكستان استخبارات او لوړ پوړي پوځي چارواكي د طالبانو په ملاتړ او په كابل کښي د هند پر سفارت په بريد کښي په لاس لرلو تورن كړل، خو پاكستان دغه تورونه ونه منل.

څو ورځي وروسته يو پاكستاني تلويزيون د قوماندان حقاني يوه مركه خپره كړه، چي په دغه مركه کښي راغلي وو چي يو شمېر جګپوړي افغان جنرالان له دوى سره د امريكي پر ضد جګړه کښي مرسته كوي.

شنونكي وايي كه دغه مركي ته كتنه وشي نو ليدل كيږي چي د افغان دولت هغو تورونو ته ځواب و چي په کښي ويل كيږي د پاكستان استخبارات او ځيني جنرالان له طالبانو څخه ملاتړ كوي. د امريكي استخباراتو بيا په دي اړه څرګنده كړه چي قوماندان حقاني د شوروي پر ضد جګړه کښي له دوى سره ښه اړيكي درلودي خو دغه اړيكي د شوروي له ړنګېدو او د مجاهدينو تر واك رسېدو وروسته خرابي شوې.

ځيني شنونكي بيا وايي چي ښاغلى حقاني د پاكستان د يوي استخباراتي لوبي په لړ کښي افغانستان ته د يوي فرمايشي مركي له پاره راوستل شوى و.

د پاكستان له طالبانو سره د دغه هېواد او پوځ چلن هم دوه ګونتيا لري، ځيني طالب قوماندانان د پاكستان له استخباراتو سره نږدي اړيكي لري او وايي كه  د پاكستان پوځ يي له يوه مخه تباه هم كړي نو له دوى سره به ونه جنګيږي او هم ګوزارشونه وركړ شوي چي د پاكستان استخبارات د يو شمېر طالب قوماندانانو تر پوښښ لاندي د القاعدي بهرني غړي په خپلو سيمو کښي پټوي.   

له پورتنيو څرګندونو څخه دا پايله ترلاسه كيږي چي پاكستان له ترهګرو نه په ملاتړ او استفادي سره په سيمه، افغانستان او هند کښي خپلي ستراتيژيكي ګټي او سياسي_پوځي موخي پالي او ګوندي دا چي د ترهګرۍ پر ضد جګړه، د پاكستان پر ضد جګړه او د دغه هېواد د وېشلو او ټوټه كولو له پاره يوه دسيسه بولي، غواړي د ناټو او افغانستان پر ضد له ترهګرۍ څخه خپل ملاتړ پري توجيه كوي.

ناټو او امريكه په پام کښي لري چي په يو اړخيزه توګه په پاكستان کښي د ترهګرو پر مركزونو بريدونه وكړي او پاكستاني چارواكي ټينګار كوي چي هيچا ته به پر خپله خاوره د بريد او يا د عملياتو كولو اجازه ور نه كړي. د پاكستان پوځ او استخباراتو همدا اوس په خپل هېواد کښي د طالبانو او د دولت د مخالفينو تر پوښښ لاندي د امريكي او ناټو د اټكلي بريد پر وړاندي د مقاومت ليكي جوړي كړي او امريكه پري وېروي. پاكستاني پوځيانو او جاسوسانو د القاعدي ډلي او طالبانو ته خپل د وسلو رسول او زېرمه كول ګړندي كړي چي په بېړنيو حالاتو کښي به د ناټو او امريكي ځواكونو پر ضد كار ځني واخيستل شي. پاكستاني پوځيان ټول پاكستان ته د طالبانو د لړۍ د غځولو په هڅه کښي دي او دغه لړۍ يي تازه پنجاب او سند ته هم غځولي ده.

په كراچۍ کښي څو ورځي مخكي د مهاجرو غورځنګ مشر په ډاګه كړه چي له يوي مياشتي راهيسي د پاكستان پوځيان په پوځي لاريو کښي له قبايلي سيمو څخه طالبان د كراچۍ ښار ته رالېږدوي او ځاى پر ځاى كوي يې. دى وايي چي كېداى شي له دي طالبانو څخه د مهاجرو د غورځنګ او د سند د ملت پالو ډلو په سركوبولو او له منځه وړلو کښي كار واخيستل شي. همدا راز تېره اونۍ طالبانو د پنجاب له مظفر ګهر څخه هم سر وكښه او هلته يي د خبرپاڼې، ويري او وحشت په خپرولو سره د خپل شتون اعلان وكړ.

لكه څنګه چي د پاكستان پوځي_استخباراتي مدرسي د پاكستان د  استخباراتو او پوځ له پاره سرتېري برابروي او پاكستان له دغو سرتېرو څخه د خپلو سياستونو د پلي كولو او ستراتيژيو د پاللو له پاره كار اخلي، نو لري نه ده چي له دغو سرتېرو څخه د پاكستان د غير پنجابي ملت پالانو د ټكولو او پر پاكستان د امريكي د احتمالي تېري پر ضد كار ځني واخيستل شي.

د پاكستان استخبارات او پوځيان دا مهال د امريكي بريد ته ورځي شماري او په همدي لړ کښي ده چي د اى ايس اى پخواني مشر جنرال حميد ګل ويلي وو چي كره معلومات په لاس کښي لري چي امريكه نيت لري د جولاى په شلمه پر پاكستان بريد وكړي او د دغه بريد د شنډولو په موخه يي پاكستان ته د القاعدي د غړيو ورتګ چټك كړى دى.

د پاكستان پوځيانو په افغانستان کښي خپلو جنګياليو(طالبانو) ته د وسلو او مهماتو اكمالات ګړندي كړي او د ناټو پر ضد جګړي ته يي زور وركړى دى. پاكستان په پام کښي لري چي د امريكي او ناټو له خوا نه ورته پېښ ګواښ په افغانستان کښي د امريكي او ناټو په ايسارولو او ناكامولو سره شنډ كړي چي دا كار به ورته دوه ګټي ولري، يوه دا چي هېواد به يي د امريكي بريد او له زياتي ورانۍ او ولس به يي له ځاني او مالي زيان ګاللو څخه وژغورل شي او بله دا چي د دښمن سر په دښمن ټكولو سره د دوو دښمنانو له شره به خلاص شي. ځكه چي پاكستان تل افغانستان او افغانانو ته د دښمن په سترګه ګوري، پاكستان دا مهال د يو مطرح اټومي ځواك او صنعتي هېواد په توګه پر منځنۍ اسيا د راج چلولو خوبونه ويني، چي د دغو خوبونو د پلي كولو په لار کښي تر ټولو ستر خنډ افغانان او هنديان ګڼي او فكر كوي چي منځنۍ اسيا ته بايد د افغانانو د مړيو او تولېدلو ككريو پر سر لاره جوړه شي. نو اوس د پاكستان د دفاع له پاره له افغانانو كار اخيستل د پاكستان له پاره خورا منطقي او عاقلانه دي چي كولى شي هم له پاكستان نه پري دفاع وكړي او هم د لري هدف له پاره كار ځنى واخلي. هغه داسي چي له ناټو او امريكي سره به په جګړه کښي افغانان دومره وځپي چي بيا به څوك داسي پيدا نه شي چي د پنجاب د بريد او واكمنۍ پر ضد سر راپورته كړي او پاكستان به د امريكي او ناټو له ماتي وروسته د منځنۍ اسيا د بي فرمانه راجا په توګه سر راپورته كړي، كټ مټ لكه څنګه چي امريكي پر افغانانو د شوروي په ماتولو سره تر سره كړل، امريكي ته په کښي د نړۍ واكمني ورسېده خو افغانان تر اوسه د نوموړي جګړي له امله در په دره، د يوي مړۍ ډوډۍ له پاره يي لاس تر څلوېښتو زياتو كافرانو ته اوږد او خپل ژوندي پاتي كېدلو ته حيران پاتي دي.

پاكستان له امريكي سره د افغانانو په جنګولو سره څو مخى او څو سره سياست پر مخ وړي. دوى ظاهراً د خپلو مافيايي مدرسو پر مټ د اسلام سپيڅلى دين يرغمل كړى او له دغه دين څخه د پاكستان د ساتني او د پنجاب د واكمنۍ د پراختيا له پاره كار اخلي او د نورو مسلمانانو د ښكارولو او غلامولو له پاره يي وسيله ګرځولى دى. دوى په خپلو جاسوسانو او نوكرانو سره ملت پالنه او ملت پاله قومي مشران، پلونه، كلنيكونه، ښوونځي او نور د ملي بېدارۍ مركزونه او ټول ګټي تاسيسات له منځه وړي.

د پنجاب د پراختيا غوښتني مذهبي_استخباراتي مافيا افغان مذهبي او عام كسانو ته د جهاد فتواوي يو ځاى د هېواد ورانولو له نسخو سره وركوي او دغه كسان چي سپېڅلي احساسات لري، خو په سياست او د پاكستان په اوږد مهاله ستراتيژيو اوموخو نه پوهېږي، د دمګړۍ پر حالاتو بسنه كوي او لكه څنګه چي د پاكستان د مذهبي مافيا او مدرسو د مبلغينو له خوا هيپنوتيز(له يو چا څخه په تبليغاتو او نورو وسايلو سره د شعور، سنجش او پوهي اخيستل او د هغوى له خوبوړي حالت او خلط دماغ سره مخ كول) شوي او د ارزولو او سنجش واك تري اخيستل شوى، نو د خپلو كړنو پر وخت د خپلو اعمالو د سنجولو ترازو ياني دا چې((اعمال په نيت او د كار په خاتمي سره سنجول كيږي)) تري وركه ده او يوازي په نيت بسنه كوي او خپلو اعمالو پايلي ته متوجه نه دي. همدغه د پاكستان په ملاتړ له شورويانو سره د جهاد پايله څه وخته؟ د يوه كافر ويستل او له څلوېښتو نورو سره ګروېدل. كه فرض كړو چي اوس هم د امريكي پر ضد جګړه بريالۍ شوه نو افغانانو ته يي څه ګټه ده؟

يوازي متجاوزين به بدل شي د مخكنيو متجاوزينو ځاى به نوي متجاوزين ياني پاكستان، ايران، روسان، چينايان او نور ونيسي. د اسلامي فقهاو له خوا د جهاد د فرضيت له پاره څلور شرطونه ايښودل شوي او ويل شوي چي په څلورو صورتونو کښي جهاد فرض ګرځي:

اسلام او مسلمانانو ته عملاً د ګواښ په پېښېدو، په بريد او تېري،ظلم او فساد سره، كه دغه ګواښونه څه د مسلمانانو له خوا او يا څه د كافرانو او غيرمسلمانانو له خوا وي. جهاد خپله تېرى نه دى او د بريد او تېري پر وړاندي يو دفاعي حالت دى.

افغان ولس دا مهال په ټوليز ډول د بهرنيانو د ظلم او تېري قرباني دى، كه دغه بهرنيان څه ناتو او امريكه او كه څه پاكستان، ايران او روسيه دي.

لكه څنګه چي دا مهال افغانان په خپل منځي او له بهرنيانو سره په اړيكو کښي ګونګتيا او ستونزي لري او تر څو چي دغه ګونګتيا او ستونزي يوي خوا ته شوي نه وي نو وسلي پورته كولو ته اړتيا نه ليدل كيږي او د وسلي پورته كولو پر ځاى لومړى اصلاح او صلاح ته اړتيا ده. ځكه د جګړي دواړه بهرني اړخونه له يوه اړخه پر افغانانو جګړه تحميلوي او له بله اړخه د دوستۍ او ښه اړيكو مدعيان دي. دوى وايي چي پر افغانانو تېرى نه كوي او نه له افغانانو سره د جګړي نيت لري، خو له بلي خوا بيا د افغانانو كورونه بمباروي، دوى وژني او زيانونه ورته اړوي او همدا راز بل لورى چي د جهاد دعوه لري له بهرنيانو سره له جګړو يي د پلونو، ښوونځيو او نورو ټولګټو تاسيساتو ورانول او د قومي مشرانو وژل او په افغان ولس ظلم كول زيات دي، او كړني او كارونه يي ټول له شكه ډك او په سياسي موخو ولاړ ښكاري.

اسلام مشروعيت ته په معروفاتو سره اجازه وركړي نه په منكراتو سره، نو هيڅكله جهاد چي د ګواښ ،تېري، ظلم او فساد پر وړاندي مشروع دفاعي حق دى، په ګواښ، تېري، ظلم او فساد سره پر مخ وړل يي مشروعيت نه لري.

لنډه دا چي پاكستان خپله ترهګر او د ترهګرو سرلارى هېواد دى او د ترهګرو پر مټ د يوي پراخي امپراطورۍ د جوړولو خوبونه وينې. خو دا چي ترهګرۍ نړۍ ته ګواښ پېښ كړى او د نړۍ لښكري يي په وركولو پسي راوتي دي او لكه څنګه چي پاكستان يي په نېغه د مقابلي وس نه لري نو  دوه مخى چلن ورسره كوي. له يوي مخي سر د ترهګرۍ ضد ټلوالي له ګرېوانه را باسي او له بلي مخي په پټه سره د ترهګرۍ ننګه كوي، هغه هم د اسلام د ساتني او ټينګولو په موخه نه بلكي د پنجاب د امپراطورۍ جوړولو او تر ستوني د پښتونستان، بلوچستان، سند او افغانستان د تېرولو په موخه.

افغان دولت ته په كار دي چي له ولس سره د بهرنيانو پر اړيكو كتنه وكړي او له دغو اړيكو څخه روښانه جاج او تعريف وړاندي كړي. د فساد او ظلم په وړاندي مجاهدت ته مټي ونغاړي او له خپل ولس سره د خپلو اړيكو قانع كونكى سياست او تګلاره غوره كړي. افغان دولت خپلو شكمنو كړنو ته بايد پاى وركړي او چارواكي د اسلام په رڼا کښي خپلو مسووليتونو ته متوجه كړي. 

امريكه دا مهال د ولسمشرۍ له ټولټاكنو سره بوخته ده، پر ايران او پاكستان د بريد تكل نه لري او په دپلوماسۍ يي بسنه كړې، خو كه پاكستان له ترهګرۍ نه خپل ملاتړ ته دوام وركړي او له امله يي د ترهګرۍ ضد جګړه له ننګونو سره مخ شي، نو امريكه او ناټو به پر ترهګرۍ د بري موندلو له پاره پر پاكستان له بريد پرته بله لار په مخكي ونه لري.