کور / اقتصادي / چارواکي وايي، د هرات د پاشدان اوبو بند په دوو کلونو کي بشپړيږي

چارواکي وايي، د هرات د پاشدان اوبو بند په دوو کلونو کي بشپړيږي

د ابو او برېښنا وزارت وايي، چي د هرات ولايت د پاشدان اوبو بند به په دوو کلونو کي جوړ او د ګټي اخيستلو لپاره به چمتو سي.

د چارواکو په خبره ددغه بند چاري ۴۲ سلنه بشپړي سوي دي او پاتي برخه به ئې په راتلونکو دوو کلونو کي پای ته ورسېږي.

د اوبو او برېښنا  وزارت سرپرست ګل محمد خُلمي وویل: “همدا شیبه شاوخوا اتیا لوی ماشینونه او ۳۰۰ نفره کارګران د پاشدان په بند کي کار کوی، چي د افغانستان په لویدیځ کي د اوبو د زیرمې یوه لویه پروژه ده، چي موږ کولای سو په دې بند کي موسمي سیلابونه ذخیره کړو”.

د هرات د پاشدان د اوبو بند په جوړولو ۱۷۷ میلیون امریکايي ډالر لګښت راځي، چي د افغانستان د پراختیايي بودجې له خوا تموېلیږي.

دا بند یو کیلو متر اوږد او ۴۲ متره ژور دی.