کور / راپور / د پياوړي شاعر (جهاني)په وياړ لويه مشاعره جوړه شوه

د پياوړي شاعر (جهاني)په وياړ لويه مشاعره جوړه شوه

 


 په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د عبدالباري جهاني په درناوي كې په يوه درنه مشاعره کي تر پنځه سوه زياتو کسانو برخه واخيسته .


كندهار د پښتو او پښتنو هغه ټاټوبى دى چې د پښتو ادب دپاره يې ډېر ستر ادبي، فرهنګي، او سياسي شخصيتونه زېږولي دي ، كه د پښتو ادب هر صنف ته وګور نو د دې سيمې ليكولانو، شاعرانو، ادبيانو، او ژبپوهانو،د خپلې ژبې، خپل كلتور او د خپل دود و چوپړ ته ملا تړلې ده.


عبد الباري جهاني چې د دې خاورې يو سپېڅلى پښتون شاعر، ليكوال، او څېړونكى دى او دا وخت په امريكه کي د پښتو ژبې په خدمت بوخت دى كوټې ته راغلى و، او د دۀ د راتګ په وياړ باندې د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه يوه درنه او په زړه پورې مشاعره جوړه شوه


د دې مشاعرې په دريځ باندې ورسره د مېلمنوپه توګه د صحاف خپرونديې ټولنې مشر حمدالله صحاف، لوى ليكوال پوهاندسيال كاكړ،ښه شاعر دروېش درانى د نوي او جلا اسلوب شاعر پروفيسر محموداياز، كيسه ليكونكى او ناول نګار فاروق سرور، ليكوال عبدالخالق مندوخېل،او د ښاغلي جهاني صاحب مېرمن چې له دۀ سره په دې سفر كې ملګرې وه ناست وو.


په دې مشاعره كې د نورو شاعرانو سره سره ښاغلي جهاني هم خپل په زړه پورې نوي او له خونده ډك كلامونه وويل چې په چكچكو سره بدرګه كېدل ،هغۀ لنډه غوندې وينا هم وكړه او په خپلو خبرو كې يې وويل ،،زه ډېر خوشحاله شوم چې په كوټه كې هم خلك پښتو شعر په دومره شوق اوذوق سره وايي او اوري ، بله خبره دا ده چې زه به بيا هم كوټي ته راځم او له خپلو پښتنو وروڼو سره به په دارنګه ادبي غونډو كې ګډون كوم ، دارنګه دۀ د پښتو ادبي غورځنګ د ادبي ټولنې هم شكريه ادا كړه چې په دومره لږ وخت كې يې دومره لويه مشاعره ترتيب كړې وه.


دا رنګه د دې ټولنې مشر صادق ژړك هم يو څو لنډې خبرې وكړې او دښاغلي عبدالباري جهاني شكريه يې ادا كړه او د دۀ راتګ يې يو د وياړ كار وګاڼۀ  .


دا مشاعره چې د ښاغلي جهاني په درناوي كې جوړه شوې وه په سلګونو شاعرانو، ليكوالانو،او مينه والو ګډون په كې كړى وو، او له كوټي څخه پرته د شاوخواسيمو څخه هم په سلګونو كسان راغلي وو، دا مشاعره د ماپښين په څلورو بجو د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره  پېل او ماښام ناوخته په داسي حال كې پاى ته ورسېده چې په ښاغلي جهاني باندې د خلكو شور جوړ شو او له دۀ سره يې روغبړ كاوۀ عكسونه يې ورسره اخيستل او دۀ ته يې د بيا بيا راتګ بلنه وركوله .


د يادونې وړ ده چې څو كلونه وړاندې د ملګري ليكوال كوټي له خوا په خداى بخښلي غني خان باندې غونډه وه او دا وار د ښاغلي جهاني په درناوي كې په مشاعره كې په دومره لوى تعداد كې خلك راغونډ شوي وو نور نو د كوټي په تاريخ دومره لويه ادبي غونډه يا مشاعره نه ده شوې .


يادونه: ددې مشاعرې د عکسونو او ويډيو البم وروسته له لراوبر ويبپاڼي څخه پرليکه کيږي .