کور / شعر / د حیرت کیسه!

د حیرت کیسه!

دا افغان چې بس په کومه ورځ پیدا شو


نو عجیب غریب کارونه بیا ور پېښ شول


په همدې عجایباتو کې شو روږدی


بس نو، نوم یې حیرت خان کړ ځان ته غوره


حیرت خان دی چې اوس اور په زړه کې نیسي


خو په خوله یې لېونۍ غوندې موسکا ده


ته به وايي چې هېڅ زړه نه لري، اور دی


ته به وايي سلامت یې کلی کور دی


خو والله چې داسې نه ده، زه یې وینم


هاغه غره ته چې ختلی ها یې ورور دی 


راکټونه چې په کلي ښار را ولي


هره ورځ یې د غوغا تماشه ګوره


ددې ښار په زړه کې بم چې کله درز شي


حیرت خان نو بیا حیران شي دغې کار ته


چې دا څه کیسه له ما سره تکرار شوه


واویلا ګډه زموږ په کلي، ښار شوه


نه مو ځوان په امن، نه هم کوم سپین ږیری


حیرت خان چې بس په کومه ورځ پیدا دی


هره ورځ د دنیاوالو عجیب کار ته


هک حیران ګوته په غاښ دی پاتې شوی 



خبر راغی چې بیا درز شو په دې ښار کې


او تفصیل د خبر داسې موږ ته کېږي


چې ځانمرګی یو موټر ته په زور وخوت


په پولیسو کې یې  وچولو ځان


نتیجه کې یې ۱۵ تنه مړه شول


او د مړیو په دا ټول کې


دوه یې ښځې دي او دوه یې ماشومان


نور یې ګردسره ساتونکي پولیسان


خبر وايي چې د دغې پېښې پړه نن


د تحریک توریالي واخیسته پر ځان


وايي دوی کفار له تېغه دي تېر کړي


شل او سل به نور همدې ته ورته خلک


په دې ښار کې له تېغ تېر کړي په بل شان



دې ته ورته بل خبر دی


چې له ښاره بهر جنګ کې


د آیساف او طالبانو د ځواکونو


تر منځ ډېر مړي دي شوي


ویاندان د دواړو لوریو


په یو بل باندې د مرګ خبرې کاندي


او آیساف داسې دعوه کړې


چې شپږ شلې طالبان یې دي وژلي


خو طالب ځواکونه وايي


دا خبره بې بنسټه ده، دروغ ده


وايي موږ د خدای په فضل روغ، رمټ یو


او آیساف دي بې ګناه خلک وژلي 



بل خبر بیا داسې وايي


چې د سولې کار روان دی


په غزني کې بلا ډېرو طالبانو


له تحریکه لاس اخیستی، توبه ګار دي


له دولت سره یو ځای شول


نور د سولې مددګار دي


آیساف هم دغه خبره ده منلې


چې د سولې کار روان دی


خو ددې تر څنګ بیا وايي


چې جګړه بیا په هلمند کې ده روانه 



دا افغان چې بس په کومه ورځ پیدا شو


دې کارونو ته حیران دی پاتې شوی


دا کانې د چا د لاسه پر ده کېږي؟


بس په نیمه لار روان دی پاتې شوی


دا له چا سره دی نښتی؟


او له چا سره یې جنګ دی؟


بس نو ښايي له کاروان دی پاتې شوی


حیرت خان خو داسې نه و


نن یې ګوره


په دې هر تاوده میدان دی پاتې شوی


په مکان دی پاتې شوی


په زمان دی پاتې شوی


نور د ژوند له هر مراده او آرمان دی پاتې شوی


کومې خوا ته چې یې مخ کړ


د تور تم په تور زندان دی پاتې شوی 



نو کیسه بیا دې ته راغله


چې د هیلو دروازې شوې ټولې بندې


د تعجب کارونه ډېر شول


نو ارزښت یې اوس د هېچا زړه کې نشته


حیرت خان یې هم کیسه کې زیاتي نه دی


چې به څه کانې لا نورې شي ورپېښې


ځان یې خدای ته دی سپارلی


او د خدای اسرې ته ګوري







۱۳۸۶ هجري لمریز– د لړم لومړۍ نېټه