کور / د ډيورنډ کرښه / عمران خان: ډيورنډ کرښه رسمي پوله نه ده

عمران خان: ډيورنډ کرښه رسمي پوله نه ده

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي، چي ډيورنډ پوله رسمي پوله نه ده او په دغه سيمه کي کوم سرحد نسته.

نوموړي دا خبري د نيويارک په څيړنيز مرکز کي کړي دي او ويلي ئې دي چي دغه کرښه انګرېز جوړه کړه او کوم سرحد نه لري.

عمران خان دا خبري داسي مهال کړي، چي څو ورځي وړاندي پاکستان د افغانستان هغه بيان ته غبرګون ښودلی وو، چي ډيورنډ کرښه په رسميت نه پيژني.

افغان ولسمشر اشرف غني هم دوې ورځي وړاندي ويلي وه، چي ډيورنډ کرښه د افغانانو پوري اړه لري او ددې په هکله هيڅوک تصميم نه سي نيولای.