کور / سياسي / له زندان څخه د پښتون فعال عالمزېب مسيد ازادېدل

له زندان څخه د پښتون فعال عالمزېب مسيد ازادېدل

‎لائيبه یوسفزۍ
‎ژباړه عبدالقهار همت

‎پښتون فعال عالمزېب له زندان څخه ازاد شوی دی، چې ټول پښتون قوم دې بهادر ځوان ته ښه راغلاست ووېل او د نوموړي په جرئت او بهادري فخر کوي، تر څو چې پښتون قوم کې داسې زوړر ځوانان موجود وي تر هغو به پښتانه نه مایوسه کېږي، او د خپل د ژوند او بنیادي حقونو اواز به جیګوي، او دا کاروان اوس ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ دی او د دوي په منځ کې د خپل مظلوم قوم لپاره نه صرف داسې جذبه موجوده ده بلکه زړور او همتناک هم دي، او لدې سره سره امن خوښوونکي او د خپل ستر رهبر پاچاخان د عدم تشدد د فلسفې پر لاره روان دي دي، برېا او کامیابي د دوي اصلي او یقیني هدف دی، اوس هیڅوک هم د دوي د عزم او حوصلې د ختمولو جرئت نشي کولی، ځکه چې دوي د حق د لارې پيروان دي.
‎بې له شکه چې باطل د ماتې لپاره دي، او اخیري فتحه د حق لپاره وي، او دا د انسانېت معراج دی او همدا اصلي مسلماني ده، پرېږده چې ظالم څه غواړي ودې کړي.


‎یو زړور پښتون فعال چې له اتو میاشتو څخه یې زیات په یو تنګ او وړوکي زندان کې تېر کړل،د جرم په ثابتولوکې نوموړي پدې تنګ او پنجریي زندان کې ‌‌‌‌‌‌ډېر زېات ظلم او تشدد برداشت کړ، د نوموړي جرم دا وو چې په زوره غائيب شویو، مسح شویو او بې ګناه ګرفتاره شویو پښتنو خویندو میندو، کون‌‌‌‌‌‌ډو، یتیمانو د کورنېو معلومات او اسناد یې د ویدیو په شکل له دوي څخه اخیستل او هغه یې بیا د سوشل میدیا دلارې خلکو سره شریکول وو، دې ځوان د کراچۍ په جلسه کې د ورک شویو خلکو د حق خبره کوله، نوموړي ویل چې دا خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي، که چېرته جرم ورباندې ثابت شي سزا دې ورکړل شي خو د دوي کورنیو ته دې کم تر کمه دومره معلومات ورکړي چې دوي چېرته دي او په کوم جرم کې نیول شوي دي.

نوموړي د ورک شویو کورنېو ته د ورکو خلکو د ظلمونو او تکلیفونو چې د دوي له موجدګۍ بغیر کیسې کولې، کوم کې چې بیا خپله عالمزېب ته پوره سزا ورکړل شوه، او په زندان کې ورباندې مختلف قسمه وهل او ټکول ورکړل شول، لېکن عالمزېب دا ټول تکلیفونه او تشدد برداشت کړل او د خپل پښتون قوم د حق لپار ولاړ وو او هر قیسم سپکې سپورې ، زورول، ذهني فشار او ظلم یې پر ځان ومانه.
‎مونږ پاکستانېو ته د کشمیرانو په زوره ورکېدل، قتل، او د هندوستان د فوځ لخوا پر دوي ظلم په نظر راځي کوم چې د هندوستان برخه دي او په زرګونو کیلو متره له مونږ څخه لرې دي لېکن د حیرانتېا خبره ده د هغو منافقو پاکستانیانو ته چې دلته پاکستان کې یې خپل پښتانه چې د ورکو او بې ګناه خلکو ته د حق غوښوتونکو فعالان په قید کې دي او ظلمونه ورسره کېږي په نظر کې نه راځي او نه هم د پاکستاني فوځونو دا ظلم ورته په نظر راځي او نه هم ورت بې ګناه په زوره ورک شوي خلک په نظر کې راځي، ایا د پاکستاني او د مسلمان فوځ دا حق او فرض جوړېږي؟ د نورو لپاره دغږ جیګولو نه مخکې د خپل کور پوښتنه وکړئ، خپل کور کې دننه د مظلوم پښتون قوم اواز شئ، که چېرته د ېوې وړې شګې برابر هم تاسو کې غیرت، انسانیت او یا پاکستانېت وي، هغه پاکستانېت کوم چې تاسې غوندې منافق او بې ایمانه یې هر وخت کوي، له لرې څخه د نورو مسلمانانو لپاره غږ اوچتوئ او پخپلو مظلومو مسلمانانو خاموش یاست چې دا د منافقت او بېغیرتي بې حدي ده، چا کې چې د ذرې غوندې شرم هم وي نو هغوی دې دا د پاکستانېت او مسلماني غلا پرېږدي.
‎د کشمیر لپاره دا د مکر نه ‌‌‌‌‌‌ډکه ژړا او فریاد بغیر له ‌‌‌‌‌‌ډرامه بازي نه بل هیڅ ندي ځکه د داسې بې اېمانه خلکو دا کارونه له کشمیریانو سره د چل او فرېب نه بغیر بل هیڅ ندي، دا د کشمیر پر ځمکه، وسائيلو او اوبو باندې دقبضې کولو نه بل هیڅ ندي، خیرات همېشه له خپل کور څخه شروع کېږي، نو پدې خاطر مسلماني او انسانېت له خپل کور څخه شروع کړئ، اول د خپل کور مظلوم پښتون او بلوچ لپاره غږ جیګ کړئ او د انصاف او اېمان تقاضا هم همدا ده. که چېرته داسې نشئ کولئ نو لږ د خپل عزت خیال وکړئ، نورو ته د مسلمانئ د ‌‌‌‌‌‌ډرامو په جوړولو کې خپل عزت مه لیلاموئ.