کور / #PTM / د محسن داوړ د وينا پر مهال پاکستانۍ ميډيا خبري پوښښ يو دم بند کړ

د محسن داوړ د وينا پر مهال پاکستانۍ ميډيا خبري پوښښ يو دم بند کړ

په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ تېره ورځ پارلمان ته د خړ کمر د پېښي په هکله څرګندوني کولې چي پاکستانۍ ميډيا ئې رسنيز فعاليت بند کړ.

ښاغلي داوړ د خړ کمر په هکله وويل، چي هلته د پوځ لخوا بې ګناه پښتانه ووژل سول او پوځ دا ادعا کوي چي ګڼي محسن داوړ او علي وزير د پوځ پر چک پواينټ ډزي کړي دي.

ښاغلي داوړ وويل، که چيري پر علي وزير او محسن داوړ باندي د يوې ډزي ثبوت هم وموندل سو، نو دوی د پانسۍ سزا ته تيار دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان بريد وکړ، چي ۱۶ کسان ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

کله چي قامي اسمبلۍ ته محسن داوړ د خړ کمر په هکله حقايق وړاندي کول په دغه وخت کي د پاکستان ملي ټلوېزون او نورو رياستي رسنيو چي د قامی اسمبلۍ خبري پوښښ ئې په ژوندۍ بڼه خپروی يو دم بند سو او د محسن داوړ وينا ئې پر ټلوېزون بنده کړل.

په دې هکله د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په يوه ټويټ کي ويلي، چي د خړ کمر د پيښي په اړه د حقيقت اورولو سره رياستي ميډيا خبري پوښښ بند کړ، تاسي وګورئ ايا د يوه بېرغ لاندي موږ ټولو ته يو ډول انصاف راکول کېږي؟