کور / سياسي / پاکستان ته خپل ترهګر ګواښ ګرځېدلي دي

پاکستان ته خپل ترهګر ګواښ ګرځېدلي دي

ليکنه: ادرشا انصاري

له ۲۰۰۸/ ۲۰۰۹ کالونو راپه دیخوا امریکایان په دې نه دي توانیدلي، چې پاکستان د ترهګرو له روزلو او حمایت راوګرځوي، سره ددې چې د خپل مشروعیت لپاره یې همدا ترهګر پرې روزل.

پاکستان ټول عمر د امریکا سره په مشروط ډول ملګرتیا کوي، پاکستان په تېر کې ټول اقتصادي شرطونه لرل، اوس یې ژبه اوږده شوې ده،  سیاسي شرطونه وړاندې کوي، چې سیاسي شرطونه د روسیې په جودیت کې د امریکا لپاره په سیمه کې ستر ګواښ دی.

وبه ګورو چې څوک ګټونکی کیږي، که ګټې تقسیمیږي؟

خو اوس کې د سیمې اوضاع داسې ده، چې افغانستان نسبي ښه والي ته داخلیږي.

همغه ملا برادر او د پاکستان ترې استفاده، همغه امریکا او پر وړاندې یې پاکستان، یو وخت پاکستان پر امریکا د القاعده غړي خرڅول، همهاله یې د القاعده نړیوال پېاوړتوب لپاره کار کولو، تر څنګ یې د القاعده نړیوال مشر اسما بن لادن؛ د پاکستان پیاوړو استخباراتو isi په څنګ کې د امریکایي سمندري ځواکونو لخوا په نښه کیږي، له منځه وړل کیږي.

همغه وخت پاکستان او امریکا د یو بل دوه مخیتوب ته متوجې کیږي، د باور فضا له منځه ځي.

امریکایانو د سولې په نوم د خپلې جوړې شوي ترهګرو پروژو خپلول غواړي، مګر پاکستان یې نعدي قیمت غواړي او سیاسي ملاحظات په کې لري.

له پورته یادو شو کالونو راپه دیخوا د پردې تر شا د امریکا او پاکستان اړیکې نهایت خرابې دي خو؛  اوسنۍ دوستي د یو بل ماتولو او په دوستۍ کې ښه چل تېرولو لپاره کوي، معقوله ده، چې سیاست دایمي دوست دوښمن نه لري، زه شخصن د پاکستان راتلونکی اندېښمن وینم.

د امریکا یو تر ټول ستر هدف په سیمه کې روسیه ده، چې دوی پر خپله دوښمني سره ښه پوهیږي.

د اسما بن لادن له مړینې وروسته پاکستان خپله چاړه په اوبو کې ولیده، د امریکا مشروعیت ته له برابرولو مخکې یې په منطقه کې په یو نه یو شکل روسیه شامله کړه، د امریکایانو هغه اهداف یې نهایت ټکاني کړل، چې د کومو اهدافو لپاره یې په ۱۹۹۰ نهویمو کالونو کې افغانستان لوټې لوټې کړ، مجاهدین یې حمایت کړل، له هغه وخت تر دې مهاله یې ترېلونونه ډالر مصرف کړل، په میلیونونو انسانان یې ووژل، هغه وزیرستان اوس د روسیانو لاس کې دی، چې امریکې د خپل واک ساتلو لپاره مورچل باله او پر اسیا د حاکمیت نقطه بلل کیدی شي، هغه وزیرستان چې له امله یې روسیه ژور ټپونه ځان کې لري.

برطانوي هند یا د انګریز امپراتورۍ وخت کې کشمیر، وزیرستان، واښان تنګی، دا درې مزاحمتي بې سرنوشته نقطې د خپلو شرایطي او فشاري اپشنونو لپاره، لانجه کې پرېښودل شوي دي، که وزیرستان یې له ګټې ووت، باید کشمیر یې ګټې ته اماده وي، وروستی اپشن واښان تنګی دی، هغه وخت چې وزیرستان، کشمیر یې لاس کې وي او په لوبه حاکم وي، بیا به واښان تنګي کې مزاحمت جوړوي.

وګورئ په دې وروستیو کې د امریکایانو له هند سره چلند او سیاسي ژبه، د کشمیر په وروستیو تحولاتو خپله نظر واچوئ، بیا پوهیږئ.

د امریکایانو ترانسپورتي لارو بدیلونه چابهار، قزقستان، ازبکستان، تاجکستان، چې دلته امریکایانو مخکې له افغانستان ته راتګ څخه په دغو هېوادونو کې خپلې پوځي اډې او قرارګاوې کرایه کړې او پوځي حضور لري، د پاکستان سره له اړیکو خرابیدو وروسته په عموم کې د امریکایانو ټول اکمالات د افغانستان له شمال څخه شروع شول، اوس که وزیرستان یې له استفادې ووځي، کشمیر یې د هند والکې لاندې کړی، دې ته اماده دی، چې په سیمه کې ترې استفاده وکړي.

اوس څه کیږي؟

امریکایان غواړي، چې لکه ګلبدین، طالبان راولي خپل روزل شوي جنګیالي یې پر وړاندې نور ونه جنګیږي، ترهګرې ډلې ټولې تر خپلې ولکې لاندې کړي، په اوس کې په سیمه کې د امریکایانو لپاره د پاکستان اتوم دومره نه دی خطرناک لکه ترهګرې ډلې، امریکایان په دې پوهیږي، چې پاکستان دا مهارتونه او وړتیاوې لري، چې څنګه ترهګرې روزل شوي ډلې د چا پر وړاندې منظمې او وجنګوي، چې په دې برخه کې امریکا او پاکستان شریکه تجربه لري.

هغه وخت چې ترهګرې ډلې د پاکستان له کنټرول ووتې بیا له پاکستان سره د خپلو نمک خرامیو حساب شروع کیږي، خو اندېشنه دا ده، چې امریکا به پر ترهګرو ډلو کنټرول څومره بریالی ثابت شي؟

درنښت

قادرشاه انصاري