کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني پنځه پوځيان مړه او ۱۲ زخميان كړل

د ماين چاودني پنځه پوځيان مړه او ۱۲ زخميان كړل


له كوهاټ څخه پېښور ته د پوځيانو پر تلونكي كاروان د ماين چاودني پنځه تنه مړه او ۱۲ ټپيان كړل.
د پېښور پوليس وايي دغه چاودنه تر يوه پله لاندي د ښخ سوي بم له امله رامنځته سوه، چي پل يې هم له منځه وړى دئ.
د پيښي مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.
د كوهاټ پوليس وايي مړي او ټپيان چي ډېرى يې ملكي كسان دي د پېښور مركزي روغتون ته انتقال كړي دي.