" /> " /> " /> " /> دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د۱۰مي اوونیزي غونډه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د۱۰مي اوونیزي غونډه  Fotos

دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د۱۰مي اوونیزي غونډه  Fotos

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير لسمه غونډه د ١٣٧٨ کال د زمري په ١٩ نېټه دشنبي په ورځ د استقلال په لېسه کي دفرانسي په کلتوري مرکز کي جوړه شوه . د غونډي مشرمېلمه د هېواد سياسي او فرهنګي شخصيت  ښاغلی ډاکتر اشرف غني احمد زی و.



   په غونډه کي دمیرمن بهیر په ۴۳ غړو سربیره ښاغلوعبدالله پيکار ،ډاکټر خوشال روهي ، عبدلغفور ليوال ،  محبوب الله محبوب ،ګل محمد اریوبي او علم ګل سحر هم ګډون کړی و. دغونډي ویانده پیغله سوله نيازۍ وه.


    لومړی علم ګل سحر دمیرمن بهیر د ویبپاڼي دکار دپرمختګ په اړه معلومات وړاندي کړل ویي ویل چي دبهیر په ویبپاڼه کار روان دی ، اوس مهال ازمایشي خپروني لري ، په نږدي راتلونکي کي به بشپړ شي ، لازمه ده چي دویبپاڼي دبرخو مسوولیني دسایټ دهري برخي لپاره پوره مواد چمتو ولري او دا ویب پاڼه باید یوه دایمآ فعاله ویبپاڼه واوسي.


   ورپسي د طوبی نداساپۍ له خوا د تېري غونډي رېپوټ ولوستل شو وروسته د بهير پر کاري مسايلو خبري وشوي چي په دغه ترڅ کي انجنيري راضيي نعيمي ، خاطري اسحق زۍ ، ندا ساپۍ ، دلافروز ځيرک  فرېبا ظاهر او ساهري شريف په ترتيب سره ، د مېرمن بهير ويب سايټ ته د ورسپارل شويو برخو لپاره د موادو د راغونډولو په اړه خپل رپوټونه بهير والو ته وړاندي کړل .



   وروسته آغلي ساهري شريف ،دغونډي میلمه ته د میرمن بهير د هدفونو،دندو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او په دغه ترڅ کي يي وويل چي د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير يوه غير سياسي او غير انتفاعي ټولنه ده او بنسټیزه موخه يي د هيواد په کچه په يوه واحده کړۍ کي د ښځو راټولول او دهغوی د هر ډول  کلتوري او ټولنيزو فعاليتونو څخه ملاتړ کول دي .


ورپسي ښاغلي ډاکتر احمد زي لومړی بهير والو ته د مېرمن  بهير د جوړېدو مبارکي وویله او دا يي د افغانو ښځو په ژوند کي د پرمختګ يو ستر ګام وباله اود مجلو له چلونکو څخه يي غوښتنه وکړه چي په خپلو مجلو کي ښځواو هغو مطالبو ته ډېره ونډه ورکړي چي د ښځو له خوا ليکل کېږي.


    ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي بهير والو ته په خطاب کي وويل چي  دی اوس کومه دولتي دنده نه لري ، او نه غواړي چي وي لري خو که چېري دوی پخپله  له ده څخه څه  غوښتني لري نو دی به له خپلو شخصي امکاناتو څخه له میرمن بهیر سره ترخپله وسه مرستي وکړي .همداراز هغه زياته کړه چي هري ستونزي سره بايد د حل يوه لاره هم مشخصه شي .



ورپسي آلینا راسي ، رابعه غرشین ، تورپیکۍ ، بلقیس ودان ، راضیي نعیمي ، دل افروز ځیرک ، فرشتي ، فرحناز اودمیرمن بهير ځينونور غړو ، دځینوستونزو په اړه خبري وکړي او يادونه يي وکړه چي د مېرمن بهير له لويو هدفونو څخه د ښځو سواد او د هغوی د پوهي د کچي لوړول دي چي په دي برخه کي بايد ډېر کار وشي.


ښاغلي احمد زي د بهير والو د وروستيو څرګندونو پرحواله وويل چي :


_ که چېري يو نارينه بېسواده وي نو له هغه سره به يو نسل نالوستی پاتي شي خو که يوه ښځه نالوستي وي نو له هغي سره به کابو څلور نسله نالوستي يا بېسواده پاتي کېږي ځکه دا ښځه ده چي انسان روزي او ټولني ته يي وړاندي کوي.


همداراز ښاغلي ډاکتر احمد زي مېرمن کلتوري ټولنيز بهير سره د هر ډول مرستي تياری وښود او ژمنه يي وکړه چي د دوی غږ به نړيوالوته رسوي او نړيوال به له داسي يو ستر بدلون څخه خبروي. وروسته دغونډي په برخه والو د( رنځوري هیلې)  کتاب (مرڅله ) او (اریوب) مجلي وویشل شوې.او دکتاب له لیکوال ښاغلي سوله مل  شینواري او دمرڅله او اریوب مجلو له مسوولینو څخه مننه او ستاینه وشوه.



دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دکاري پلان له مخي په پام کي وه چي په دغه غونډه کي دآغلي ندا ساپۍ کیسه کره کتني ته وړاندي شوي وای او دکیسه لیکني په اړه دهیواد مشهور لیکوال او ادبپوه استاد سعد الدین شپون لکچر اورول شوی وای  خو د وخت د کمښت له امله  کره کتنه او مشاعره ونشوه او وپتیيل شوه چي د راتلونکي غونډي ويانده به ډاکټره رابعه غرشين وي همداراز په داستان ليکنه به بحث او د نداساپۍ پر کيسه به کره کتنه کېږي او مشاعره به هم وي .


غونډه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسېدله .دمیرمن کلتوري بهیر غونډي دهري شنبي ورځي د ماسپښین په ۲ بجو داستقلال لیسي په تالار کي جوړیږي.