کور / تازه خبرونه / په لوګر کې د یوې موسسې درې بهرنۍ ښځینه کارکوونکې وژل شوي.

په لوګر کې د یوې موسسې درې بهرنۍ ښځینه کارکوونکې وژل شوي.

نن له غرمې وروسته د لوګر ولایت له مرکز پل علم سره نېږدی د کلنګار په سېمه کې ناپېژاندو وسلوالو د ژغورنې د نړېوالې ټولنې یا ای ار سي دری ښځېنه کارکوونکې او یو افغان موټر چلونکی و وژل.
د لوګر والي عبدالله وردک لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې ددی موسسې دغه کارکوونکي له ګردیز نه کابل ته په لاره ول ، هغه ویلي دی کارکوونکو په یو ځای کې دمه هم کړی وه چې پسې یې وسلوالو لاره نېولی لومړی یې د هغوی د موټر ټیرونه په ډزو ویشتي او بیا یې دا بهرنۍ ښځینه کارکوونکي وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر ویلي چې دغو بهرنیو کارکوونکو ورته کومه اطلاع نه وه ورکړې.
دا دری بهرني کارکوونکې ښخې د امریکا او کاناډا اوسېدونکې وې.